افغانستان
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو او سرغړونو ته اندېښنه وښوده

په ویانا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د اروپایي ټولنې استازولي په یوه بیان کې وویل، دغه ټولنه په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو او د ښځو او نجونو په برخو کې د طالبانو د بشري حقونو سرغړونو ته ډېره زیاته اندېښمنه ده.
په دې بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، همداراز راغلي چې نجونې او ښځې په افغانستان کې له خپلو بنیادي حقونو څخه چې په دې کې زدهکړې، کار او ازاد سفر شامل دی، منع شوي دي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستدویه پلاوي، یوناما او د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ناهیلي په زیاتېدو ده.
په دې ترڅ کې تمه ده چې د امریکا د استازیو جرګې د بشري حقونو کمېسیون راتلونکې سې شنبه د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
خوړو نړیوال پروګرام: د افغان ستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۲۵ ملیون ډالرو ته بیړنۍ اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د روان کال تر پایه پورې له پاکستان څخه افغانستان ته له راستنیدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۵ ملیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د WFP د پروګرام استازې موتینتا چیموکا په یوه ویډیو کلیپ کې چې د اپریل په درویشتمه یې پر ایکسپاڼه خپور کړی دی، ویلي دي چې دا تورخم ته تللې، هغه ځای ته چې هره ورځ له دې لارې په زرګونو افغان کډوال له پاکستانه راځي.
هغې وویل چې دا هغه خلک دي، چې ډیری یې خپل ټول ژوند په پاکستان کې تیر کړی او اړ شوي چې خالي لاس بیرته راستانه شي، ځینې یې هیڅ عاید نلري، کار نلري، خواړه نلري، او د تګ لپاره هیڅ ځای نلري.
نوموړې زیاته کړه چې دلته بشري وضعیت لا دمخه خراب دی، او په هرو دریو افغانانو کې یو یې ډاډه نه دی چې بله ورځ به څه خوري.
د اغلې چیموکا په وینا دوی د کال تر پایه په بیړني ډول ۲۵ ملیون ډالرو ته اړتیا چې له پاکستانه راغلیو کډوالو سره مرسته وکړي.
طالبانو د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې ترهګریز برید وغانده

د هند تر واک لاندې کشمیر کې د ترسره شوي برید د قربانیانو شمیر ته اندیښنې شته چې زیاتې به شي.
په پهلګام کې د سې شنبې په ورځ یوې ډلې وسله والو پر ګرځندویانو برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه شپږ ویشت تنه ووژل شول او یوشمیر ټپیان شول. هندي چارواکي وايي چې د یوشمیر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش او د نړۍ یوشمیر نورو چارواکو دا برید غندلی او دا یې ترورستي حمله بللې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم نن په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلې دي چې داسې پيښې د سیمې امنیت او ثبات تهدیدوي.
پهلګام د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې یوه سیاحتي سیمه ده.
په دوه زره څلرویشتم کال کې د هند تر ادارې لاندې کشمیر ته درې نیم میلیونه سیلانیان ورغلي وو.
مجاهد: یوشمیر نظامي او ملکي مامورین تنقیص شوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن( د اپریل درویشتمه) وویل چې دوی په ملکي او نظامي برخو کې د مامورینو شمیر کم کړی دی.
مجاهد دا پریکړه طبیعي وبلله او د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ته یې وویل چې په پوځي او ملکي برخو کې د کار د ښه کولو او د بیروکراسي د مخنیوي لپاره دا هڅې کیږي.
ښاغلي مجاهد د هغو مامورینو کره شمیرې یادې نه کړې چې تنقیص شوې دي، خو دا خبره یې وکړه چې د دغو تنقیص شویو شمیر زیات نه دی.
یوشمیر رسنیو تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده امر کړی دی چې روان ۱۴۰۴ لمریز کال دې د پوهنې د وزارت نژدې نوي زره بستونه له تشکیلاتو حذف شي.
نړیوال بانک: افغانستان ۲،۵ فیصده اقتصادي وده کړې

نړیوال بانک نن په یوه راپور کې وویل چې د دوه زره څلرویشتم او پنځه ویشتم مالي کلونو په ترڅ کې افغانستان دوه اعشاریه پنځه فیصده اقتصادي وده کړې ده.
نړیوال بانک وړاندوینه کوي چې د دوه زره پنځه ویشتم او شپږ ویشتم کلونو په ترڅ کې به دا وده لږ کمه شي او دوه اعشاریه دوو ته به ورسیږي.
د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال مارټین ریزر وایي، سیمه اصلاحاتو ته ضرورت لري چې کارونه پکې پیدا شي او اقتصادي وده پکې چټکه شي.
د سلواغې په میاشت کې نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي و چې د مالي انزوا، بشري سرچینو کمبود او سیاسي بې ثباتي له امله د افغانستان اقتصاد له ماتیدونکي وضعیت سره مخامخ دی.
هند له افغانستان سره د واکسینونو مرسته وکړه

هند له افغانستان سره د نژدې پنځه ټنه واکسینونو مرسته وکړه.
د طالبانو د روغتیا وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې دا واکسینونه چې څلور اعشاریه اته ټنه دي، دې وزارت ته سپارل شوې دي.
د هند په دې مرسته کې د تیتانوس، هیپاتایتس بي، موسمي ریزشونو او یوشمیر نورو ناروغیو واکسینونه دي.
طالب چارواکو یادونه کړې چې د هند مرسته به په ټول افغانستان کې د زرګونو خلکو د ژوند ژغورلو په چاره کې مهم رول ولوبوي، چیرې چې د اوږدې بې ثباتۍ او اقتصادي ننګونو له امله اړینو طبي توکو ته لاسرسی محدود پاتې دی.
د طالب مخالفو ډلو ترمنځ د تګلارو په پلي کیدو کې اختلاف پیدا شوي او د افغانستان د ژغورنې ملي شورا سره يې پریکون کړی دی

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د طالبانو یوه مخالفه جبهه او د جمعیت اسلامي ګوند وايي، د افغانستان د ژغورنې د ملي شورا په هیڅ ډول پریکړه کې شامل نه دي.
د ملي مقاومت جبهې مشري احمد مسعود او د جمعیت اسلامي ګوند مشري د صلاح الدین رباني کوي پرون سه شنبې په جلا اعلامیو کې ویلي، "د افغانستان د ژغورنې ملي شورا سره ځکه پرېکون کوي چې د دې شورا له جوړښت، تګلارې او د مدیریت کړنلارې سره مخالفت لري او له دې شورا سره يې په دې برخه کې خپلې انديښنې شریکې کړې وي چې په پام کې نیول شوي نه دي.
د افغانستان د ژغورنې ملي شورا د ۱۴۰۳کال د ثور په ۱۶مه د تیرحکومت د یو شمیر سیاسي څیرو په شتون کې په انلاین ډول تاسیس شوه.
د دې شورا بنسټګرو ویلي، هڅه يې دا د طالبانو د "استبدادي او نامشروع" حاکمیت د دوام مخه ونیسي.
د طالبانو مخالفې جبهې په داسې حال کې له یو بل سره پریکون اعلانوي چې وخت ناوخت د ملي مقاومت په نوم جبهه په یو شمیر ولایتونو کې پر طالبانو د بریدونو خبره کوي.
طالبان بیا دا مخالفې جبهې جګړه خوښونکې ګنلي او وايي، دوی د افغانانو د خوښې خلاف اقدامات کوي.
طالبان؛ له قزاقستان سره مو د ۱۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
دغه وزارت پرون ناوخته پر ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي،" ۱۷ سوداګریز او ۳ د همکارۍ هوکړه لیکونه د قزاق-افغان د سوداګریزې مجموعې تر نامه لاندې په یوې ناسته کې لاسلیک شول".
د سه شنبې ورځې په ناسته کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین ګډون درلوده او دواړو خواوو د هوکړه لیکونو د عملي کیدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د قزاقستان پلاوی تازه کابل ته راغلی او غواړي په افغانستان کې د تیلو، ګازو، معدنونو او نورو زیربنايي برخو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د ژوندي سارو د تصویرونو خپریدل منع شول

په بامیان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د خوځنده موجوداتو د تصویرونو خپریدل منع کړل.
په دې ډول بامیان د افغانستان پنځلسم ولایت شو چې د ژوندي سارو د تصویرونو د اخیستو د ممانعت اعلان پکې کیږي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي چې دا امر د وري میاشتې په نهه ویشتمه اعلان شوی دی. دغه مرکز په دې برخه کې خپل جدي اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د ژوندي سارو د تصویرونو نه خپریدل د رسنیو پرکار منفي اغیز کوي او خبریالان له دې ګرځوي چې سم او کره اطلاعات راغونډ کړي.
څلور چکي پوځیان د یوه افغان پر وژلو تورن شوي

د چک د ځانګړیو ځواکونو څلور غړي د یوه افغان سرتیرې د وژلو په تړاو په برنو ښار کې محاکمه کیږي.
چکي رسنیو نن راپور ورکړ چې دا قضیه د دوه زره اتلسم کال له پيښې سره ارتباط لري. هغه وخت د هرات په شینډنډ کې د خان په نوم یوه افغان د چک د پوځي ځواکونو د سپیو یو روزونکی پروخازکا په ډزو وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.
خان تر تحقیقاتو لږ موده وروسته ساه ورکړه.
د چکي رسنیو د راپورونو له مخې دا څلور سرتیرې په ورته وخت کې د بډو په اخیستو او له پوځي احکامو په سرغړونو تورن شوې دي.
یوې افغانې ته د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې مهمه دنده سپارل شوې

ماري کبیر سراج بشاپینګ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه ټاکل شوې ده.
بشپاپینګ، چې د افغانستان د شاهي کورنۍ غړې ده، د دوشنبې په ورځ په دې دنده وګمارل شوه.
د رسمي ژوندلیک له مخې، ماري بشپاپنګ د ثریا طرزي لمسۍ ده.
د راپورونو له مخې، هغې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو د فرعي کمیټې د لوړ پوړي حقوقي سلاکارې په توګه کار کړی دی او همدارنګه یې د جنوبي او مرکزي اسیا د فرعي کمیټې مشري هم کړې ده.
مېرمن بشپاپينګ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څارنې د تحقیقاتو مسووله هم پاتې شوې ده. دا درې دیرش کلنه ده چې په امریکا کې زیږیدلې ده او کله یې هم افغانستان ته سفر نه دی کړی.
اغلې بیشاپنګ د ویرجینیا له پوهنتون څخه په حقوقو کې د ډاکټري سند اخیستی دی.
دا په جرمني، دري او انګلیسي ژبو پوهیږي.