د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د طالبانو له لوري د ښځو د سیستماتیکي ځپنې په اړه د اسنادو د راټولو لپاره کمپاین پیل شو


ارشیف: په افغانستان کې د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په افغانستان کې د معترضو ښځو د یوه لاریون انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د یو کمپاین په پیلولو له بشري حقونو او مدني سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري "د ښځو د سیستماتیکې ځپنې" په اړه ورته معلومات، اسناد او راپورونه وړاندې کړي.

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازولي د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ستونزو د حل په کمېټه کې د افغانستان په اړه د څلورم دوره‌یي راپور د برابرولو په هدف او د دې استازولۍ په ټکو د طالبانو له لوري د ښځو د سیستماتیکي ځپنې په اړه د اسنادو د راټولو لپاره کمپاین پیل کړ.

دې استازولۍ په خپله ایکسپاڼه د دغه کمپاین په خپرېدو له ټولو افغان ښځو، د بشري حقونو مدافعانو او مدني ټولنو او په هېواد دننه او بهر له نړیوالو او غیردولتي سازمانونو غوښتي چې په دې اړه دې ورسره معلومات، اسناد او شواهد شریک کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د بشري حقونو مشر محب تایب د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا استازولۍ غواړي په دې راپور د افغانستان د روان وضعیت او پر ښځو یې د ناوړه اغېزو په اړه یو کره راپور برابر او د وضعیت د ښه‌والي لپاره یې د یوې موثرې کړنلارې په توګه وړاندې کړي.

په کابل کې د نجونو یو ښوونځي چې د طالبانو له لوري د شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.
په کابل کې د نجونو یو ښوونځي چې د طالبانو له لوري د شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.

هغه وايي: "یو داسې راپور جوړ کړو چې نه یوازې د افغانستان دایمي استازولۍ ته ځانګړی وي بلکې ملکیت یې هغه کسان چې د حقونو درلودونکي دي، ولري؛ مثلاً ښځې، مجونې او د ښځو او بشري حقونو فعاله بنسټونه یې ملکیت ولري، هیله‌من یم چې د سپټمبر تر لسمې نېټې زموږ هغه هېوادوال چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښمن دي، دې پروسې سره یو ځای شي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د افغانستان څلورم دوره‌یي راپور به د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ستونزو د حل کمېټې په جلسو کې چې د ۲۰۲۵م کال په فبرورۍ میاشت کې ترسره کېږي، څېړل کېږي.

وړاندې راغلي چې ګډونوال کولای شي دې استازولۍ ته د مجازي جلسو له لارې چې د اګسټ میاشت کې جوړېږي، خپلې ستونزې، معلومات یا هم اسناد ورواستوي او یا هم د دې استازولۍ ته ایمیل وکړي.

د ښځو د حقونو فعالې ترنم سعیدي د دې کمپاین نه په هرکلي وایي، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځود وضعیت ترینګلي کېدو او ورځې بلې ته د بندیزونو زیاتېدو ته په کتو اړتیا ده چې ورته د رسېدنې او مبارزې لپاره زمینه برابره شي.

نوموړې ازادي راډیو سره خبرو کې په دې کمپاین ګډون کول د ټولو مسولیت وباله.

هغه زیاتوي: "موږ یې هرکلی کوو او قطعاً ځانونه یې مسوول بولو چې په دې برخه کې له دې کمېټې سره لازمې همکارۍ ولرو او کولای شو چې نظرونه، شواهد او مستندونه چې هر ورځ یې تر لاسه کوو، له دوی سره یې شریک کړو."

د طالبانو حکومت په نږدې تېرو درېیو کلونو کې ښځې او نجونې له خپلو ټولنیزو، کلتوري او سیاسي حقونو لکه له شپږم ټولګو پورته ښونځیو کې تر پوهنتونه له زده‌کړو، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له دندو راګرځولي دي.

همدارنګه پر دوی له محرم پرته د لرې واټن سفر او تفریحي ځایونو، پارکونو، ورزشئ کلپونو او ښځینه حمامونو ته پرتګ هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو ښځو حقونو خوندي دي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ نږدې یوه میاشت وړاندۍ په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په اړه په خپل راپور کې، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۵۶مې ناستې ته یې وړاندې کړ، په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت ټکان ورکوونکی وباله.

ریچارډ بینېټ
ریچارډ بینېټ

راپور طالبان د ښځو او د نجونو حقونو پر سرغړونې ته او د دوی انساني کرامت ته په سپکاوي تورن کړل.

XS
SM
MD
LG