د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

نړۍ

کاناډا: افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي پناه ځای بدل شوی

د داعش ډلې بيرغ
د داعش ډلې بيرغ

د کاناډا حکومت په یوه بیان کې ویلي چې، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي پناه ځای بدل شوی دی.

دا بیان د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي، د نړیوالو پراختیایي چارو وزیر اعزاز احمد حسین او د مهاجرت او تابعیت وزیر مارک میلر له‌خوا پرون د طالبانو د بیا واکمنۍ د درېیم کال په مناسبت خپور شو.

په بیان کې د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي او د بشري حقونو د نقض په ګډون یو شمېر نورو موضوعاتو ته هم اشاره شوې ده.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل ونیوه، کاناډا تر اوسه څه باندې ۵۳ زره افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جرمني ايران کې له خپلو اتباعو غوښتي چې له‌ دغه هېواده ووځي

د جرمني بيرغ
د جرمني بيرغ

د جرمني حکومت ایران ته د خپلو وګړو د سفر ممنوعیت تمدید کړ او په ایران کې له جرمني وګړو یې وغوښتل چې له هغه هېواده ووځي.

د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې/راډیو فردا د راپور له‌مخې د جرمني د بهرنیوچارو وزارت ویاند پرون خبرداری ورکړ چې، په ایران کې دېره جرمني وګړي خپل ځانونه د اسلامي جمهوریت له لوري د برمته کېدو له ګواښ سره مخامخ کوي.

د لړم په اوومه نېټه په ایران کې د جمشید شارمهد په نوم د ایراني الاصله جرمني وګړي له اعدام وروسته د جرمني حکومت په‌دې هېواد کې د ایران درې واړه قونسلګرۍ بندې کړې.

شارمهد څلور کاله مخکې د یوه کاري سفر په ترڅ کې له امریکا څخه هند ته تللی و او امریکا ته د راستنېدو پرمهال د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې د ایران د استخباراتي اجنټانو له‌خوا وتښتول شو او څو ورځې وروسته د حسن روحاني په مشرۍ د ایران د هغه مهال د استخباراتو وزیر ایران ته د نوموړي د انتقال خبر ورکړ.

شارمهد تورن و، چې په متحدایالتونو کې د تندر په نوم د سلطنت غوښتونکو د یوې ډلې مشري کوي او د شیراز په حسینیه کې په یوه بمي برید کې هم لاس لري.

شارمهد او د هغه کورنۍ دا تورونه رد کړي وو.

اروپايي ټولنې په یوه بیان کې د جمشید شارمهد اعدام غندلی دی.

د روسيې دفاع وزارت د اوکراين د ۸۳ بې‌پيلوټه الوتکو د راغورځولو خبر ورکړی

ارشيف
ارشيف

د روسیې دفاع وزارت وایي چې، نن سهار وختي یې د اوکراین ۸۳ بې‌پیلوټه الوتکې د روسیې په شپږو سیمو کې راغورځولي دي.

دفاع وزارت پر ټلېګرام چینل په یوه بیان کې ویلي، ۳۴ په کورسک، ۲۰ په بریانسک، ۱۲ په کریمیا، ۸ په وورونیژ، ۴ په اوریل او ۳ په بیلګورود سیمو کې په ډزو راغورځول شوي دي.

چارواکو په بریانسک ښار کې د هستوګنې پر یوې ودانۍ د یوې ویشتل شوې الوتکې د ټوټو د راپرېوتو په پېښه کې د یوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په عین حال کې د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو ویلي چې، د روسیې ۳۱ بې‌پیلوټه الوتکې او یو توغندی یې له‌منځه وړي دي.

د اوکراین د ادیسه د سیمې والي اولې کیپر وویل، د روسیې یو توغندی د اطفایې پر یوه مرکز لګېدلی، چې په نتیجه کې یې د اور وژنې دوه کارکونکي ټپیان شوي دي.

بلوچستان کې د واکسيناتورانو پر ساتونکو بريد کې اووه تنه وژل شوي

پاکستاني پوليس
پاکستاني پوليس

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یوه برید کې چې د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت لپاره ګومارل شوي پولیس په نښه شوي وو، د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له‌‌مخې دا پېښه د دې ایالت په مستونګ سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ته نژدې شوې ده.

د رحمت‌الله په نوم د پولیسو یوه چارواکي دې اژانس ته ویلي چې، په دغه برید کې د پولیسو هغه موټر په نښه شوی و، چې د پولیو د واکسین د کارکونکو د امنیت لپاره یې ساتونکي لېږدول.

د عبدالفتاح په نوم د پولیسو یوه بل چارواکي ویلي، په اووه وژل شویو کسانو کې پنځه ماشومان، یو پولیس او یو دوکاندار شامل دي.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

له‌دې مخکې روانه اوونۍ په پاکستان کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین د پیل شوي کمپاین په ترڅ کې د خیبرپښتونخوا په څو سیمو کې د دغه کمپاین پر کارکونکو او ګومارل شویو پولیسو یې بریدونه وشول، چې په نتیجه کې یې څوتنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

په پاکستان کې چې روان زېږديز کال د پولیو مثبتې پېښې په‌کې په بې‌ساري توګه زیاتې شوې، د چارواکو په خبره یې د واکسین په روان کمپاین کې به چې نن یې وروستۍ ورځ ده، له پنځو کلونو کم‌عمره ۴۵ ميلیونه ماشومان واکسین شي.

کامالا هريس: که ډونالډ ټرمپ ولسمشر شي، ارزانه روغتيايي خدمتونه به محدود کړي

کامالا هريس
کامالا هريس

د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند نومانده کامالا هریس وايي، که د هغې سیال ډونالډ ټرمپ او د هغه متحدان د نوومبر د پنځمې په انتخاباتو کې بریالي شي، د ارزانه روغتیايي خدمتونو پروګرامونه به محدود کړي.

هریس د پنج‌شنبې په ورځ (۳۱ اکتوبر) په ویسکانسن کې رایه ورکوونکو ته یادونه وکړه چې، ټرمپ په ۲۰۱۷-۲۰۲۱ کلونو کې هم د دې قانون د لغوه کولو ناکامه هڅه کړې وه.

هغې خبریالانو ته وویل، د ټولو امریکایانو لپاره ارزانه روغتیايي خدمتونه په‌دې ټاکنو کې له خطر سره مخامخ دي.

ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې څو ځلې هڅه کړې وه چې، دا قانون لغوه کړي او د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتي مبارزو کې یې ژمنه کړې وه چې که بیا ولسمشر غوره شو، د ارزانه روغتیايي خدماتو د قانون لغوه کول به یې لومړیتوب وي.

بلېنکن: اسراييل او لبنان يو تفاهم ته نږدې شوي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پنج‌شنبې په ورځ وویل چې اسراییل او لبنان د ملګروملتونو د ۱۷۰۱ پرېکړه‌لیک د پلي کېدو په اړه پر یو تفاهم‌ ته نږدې شوي دي.

ښاغلي بلېنکن چې د جنوبي کوریا له باندنیو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، سیمې ته د خپل وروستي سفر پر اساس ویلی شي چې په‌دې برخه کې ښه پرمختګ شوی دی.

په همدې خبري غونډه کې د امریکا دفاع وزیر لوید استین هم هیله څرګنده کړه چې په لبنان کې به ژر د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي هیله څرګنده کړې وه چې، په راتلونکو څو ورځو کې له اسراییل سره د اوربند موافقه اعلان شي او د اسراییل عمومي راډیو بیا له لبنان سره د ۶۰ ورځو د اوربند لپاره د موافقې د مسودې د چمتو کېدو خبر ورکړی و.

ايراني چارواکي: پر اسراييل به خامخا ځوابي بريد کوو

ایراني چارواکو، چې په وروستیو کې یې د اسراییل د بریدونو په وړاندې د ځواب ویلو حق ځان ته خوندي باله، خبرداری ورکړ چې پر اسراییل به خامخا ځوابي برید وکړي.

د پنج‌شنبې په ورځ، د ایران د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي وویل چې اسراییل به پر ایران د خپلو وروستیو حملو ځواب په "نه تصورکېدونکې بڼه" وویني.

نوموړي په شیراز کې د وینا پر مهال یادونه وکړه چې په تېر ځوابي برید کې اسراییل ولیدل چې اسمان یې څرنګه پرانیستل شو.

د ایران د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان سرپرست علي فدوي هم پرون (پنج‌شنبې) وویل چې اسراییل ته به ایران حتماً ځواب ووايي.

له بلې خوا د ایران د مشر د دفتر رئيیس محمد محمدي ګلپایګاني وویل چې اسراییل ته به د ایران ځواب سخت وي.

په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون (پنج‌شنبې) د درې ایراني چارواکو په قول ویلي، د ایران مشر علي خامنه‌يي د خپل هېواد د ملي امنیت شورا ته امر کړی چې پر اسراییل حملې ته چمتو شي.

روسيې د لاتويا يو وګړی د جاسوسۍ په تور پر ۷ کاله بند محکوم کړی

د لاتويا بيرغ
د لاتويا بيرغ

د لاتویا یو وګړی، ګاونډي هېواد روسیې ته د جاسوسۍ په تور په ۷ کاله بند محکوم شو.

د لاتویا خبري اژانس لیتا (LETA) راپور ورکړی، چې دغه ټکسي چلوونکی پرون مجرم وپېژندل شو، چې د روسیې د استخباراتو ام امنیتي ادارو په ګټه یې اطلاعات ټولول.

د حکم له‌مخې دغه سړی چې د ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې نیول شوی و، د ایډیالوژیکو انګېزو له مخې عمل کړی او د ټلېګرام د هغو کانالونو د لارښوونو مطابق یې عمل کړی، چې روس‌پلوه فعالانو د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې جوړ کړي وو.

د ادعا له‌مخې د ټلېګرام دغو کانالونو هغو کسانو ته درخواستونه لېږلي چې لاتویا د دفاعي نظام، په لاتویا کې د ناټو د فعالیتونو او د اوکراین په ملاتړ د کېدونکو اقداماتو په باب اطلاعات راټول کړي.

بلېنکن: د شمالي کوريا پوځيان ښايي راتلونکو ورځو کې د اوکراين جګړې ته ولېږل شي

بلېنکن له نورو چارواکو سره
بلېنکن له نورو چارواکو سره

د امریکا متحدایالتونه وايي، د شمالي کوریا شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان چې د اوکراین پر پوله ځای پر ځای شوي، ښايي په راروانو ورځو کې جګړې ته ولېږل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په هغه کنفرانس کې دا خبره وکړه، چې د امریکا دفاع وزیر لوئد اسټین او د هغوی د جنوبي کوریا سیالان په کې حاضر وو.

بلېنکن ویلي: "موږ تر اوسه نه‌دي لیدلي چې دا سرتېري د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې ځای پر ځای شوي وي، خو موږ اټکل کوو چې په راتلونکو ورځو کې دا کار وشي."

هغه ویلي روسیه د شمالي کوریا دغو سرتېرو ته د توپونو په ویشتلو، بې‌پيلوټه الوتکو او نورو برخو کې روزنه ورکوي.

د ده په وینا دا هرڅه دا په ډاګه کوي، چې دوی به بشپړ ډول هوډ لري، چې دغه ځواکونه د جګړې پر لومړۍ کرښه د پوځي عملیاتو لپاره وکاروي.

له لبنان د توغول شويو توغنديو په پايله کې ۷ اسراييليان وژل شوي

چارواکي وايي د اسرايیل په شمال کې پرون، هغو توغندیو چې له لبنان توغول شوي وو، د څلورو بهرنیو کارګرو په ګډون ټولټال ۷ کسان وژلي دي.

دا پېښه داسې وخت شوې، چې د اسرايیل پوځ، د لبنان په جنوب کې له مېشتو خلکو غوښتنه کړې چې نورو سیمو ته کډه وکړي.

بلخوا د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له‌مخې، په لبنان کې په تازه هوايي حملو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.

پرون پنج‌شنبه بیا د فلسطین چارواکو خبر ورکړ، چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرايیل په یوه چاپه کې ۳ کسان وژل شوي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې دوه فلسطینیان د اسرايیل په چاپه کې وژل شوي او درېیم د اسرايیلي پوځیانو په ډزو.

د اسرائیل پوځ وايي د دوی ځواکونو د نور شمس په نوم د کډوالو کمپ کې افراطي وسله‌وال په نښه کړي، دغه ځای په وروستیو میاشتو کې څو-څو وارې جګړې صحنه و.

پوځ وايي، د حماس ډلې هغه یو افراطي وسله‌وال یې وژلی، چې پر اسرايیلیانو یې حملې پلانولې.

د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اوکراين ولسمشر د دغه هېواد لوی څارنوال له دندې ګوښه کړ

د اوکراين ګوښه شوی لوی څارانوال اندري کوستین لیوي
د اوکراين ګوښه شوی لوی څارانوال اندري کوستین لیوي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په رسمي ډول د دغه هېواد لوی څارانوال اندري کوستین لیوي له دندې ګوښه کړ.

دا اقدام د هغه تحقیقاتو څخه وروسته شوی چې څرګنده شوه چې د اوکراین یوشمېر حکومتي چارواکو د معلولیت ګټې ترلاسه کړي او د غلطو پلمو له‌مخې یې له نظامي خدماتو څخه ډډه کړې.

زیلینسکي د اندري کوستین د لیرې کولو فرمان نن (اکتوبر ۳۱مه) وروسته له هغې لاسلیک کړ، چې د اوکراین پارلمان دوه ورځې وړاندې د هغه د لیرې کولو په حق کې رایه ورکړه.

وروستي تحقیقات ښیي چې د خمیلنیتسکي په سیمه کې ډېری څارنوالانو په ناسم ډول د معلولیت جوازونه ترلاسه کړي، کوم چې دوی ته اجازه ورکوي چې ځانګړي امتیازات ترلاسه کړي او د نظامي خدماتو څخه ډډه وکړي.

دا رسوایي په اوکراین کې د خلکو د اعتراض او ټول هېواد کې په پراخه کچه د تحقیقاتو د پیل سبب شوه.

اوکراین هڅه کوي د روسیې د بې‌دلیله برید مخه ونیسي چې د ۲۰۲۲په فبروري کې پیل شوی او لاهم دوام لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG