د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

جرمني کې له داعش سره د تړاو او جنايي جرم په تور د دوو افغانانو تورنېدل؛ دوی په سویډن کې د برید پلان درلود


د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

د جرمني څارنوالانو دوه افغانان د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې سره د تړاو په شک په دې تور چې غوښتل یې په سویډن کې یو وسله‌وال برید ترسره کړي، په جنایي جرم تورن کړي دي.

د جرمني څارنوالانو پرون چهارشنبې اعلان وکړ چې دوه افغانان یې چې د سویډن پر پولیسو یې یوه وسله‌واله حمله پلان کړې وه، رسماً په جنایي جرم تورن کړي دي.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې دغو افغانانو چې د جرمني د خصوصي حریم د خوندیتوب د قوانینو له مخې یې نومونه یوازې ابراهیم ایم‌جي او رامین‌این ښودل شوي، د ۲۰۲۳م کال په دوبي کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې څخه امر ترلاسه کړی و چې په سټاکهولم کې د سویډن پارلمان ته نژدې په یوه وسله‌وال برید کې د سویډن پولیس او نور کسان په نښه کړي.

ویل کېږي دغه احتمالي برید په سټاکهولم او د سکانډیناویا په نورو ښارونو کې د اسلام ضد فعالانو له‌خوا د قرانکریم د نسخې د سوځولو پر وړاندې د غچ اخیستنې په هدف پلان شوی و.

د راپورله مخې دغه دواړه افغانان د جرمني پولیسو په تېره مارچ میاشت کې د جرمني ختیځ ښار ګیرا ته نژدې د تروریزم په شک نیولې او له هغې راهیسې په توقیف کې دي.

د څارنوالانو په وینا، دوی څو ځلې هڅه کړې وه چې د برید لپاره وسلې ترلاسه کړي، خو بریالي شوي نه دي او زیاتوي، دوی په انټرنېټ کې د احتمالي برید د ځای په اړه هم څېړنه کړې وه.

ارشیف: د جرمني پولیس د عملیاتو پر مهال
ارشیف: د جرمني پولیس د عملیاتو پر مهال

د جرمني د فدرالي څارنوالانو له‌خوا پر دوی په لګول شویو تورونو کې له یوه ترهګریز سازمان سره تړاو یا ملاتړ، د جرم د ترسره کولو دسیسه او د جرمني د بهرنۍ سوداګرۍ او تادیاتو له قانون څخه سرغړونه شامل دي.

د جرمني په مرکزي ښار جینا کې یوه محکمه به اوس پرېکړه کوي چې د دغو تورنو کسانو د محاکمې جریان کله او په څه ډول مخ ته یوسي.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې د جرمني فدرالي څارنوالانو په یوه بیان کې ویلي چې دغه دوه افغانان د اګست په دولسمه د جینا په ایالتي محکمه کې رسماً تورن شوي دي.

ابراهیم ایم‌جي تورن شوی چې په ۲۰۲۳م کال کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې چې په افغانستان کې یې د ډېرو بریدونو مسوولیت اخیستی، غړیتوب ترلاسه کړی او رامین هم د هغه همکار بلل شوی دی.

څارنوالانو دغه راز ویلي چې تر دې مخکې دغو تورنو کسانو د دې ډلې لپاره په جرمني کې د شاوخوا ۲۰۰۰ ایرو بسپنه راټوله کړې وه.

دغه دوه افغانان داسې مهال په جرمني کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې سره د تړاو په تور په جنایي جرم تورنېږي چې د راپورونو له مخې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې په مارچ میاشت کې داعش ډله د جرمني لپاره ټولو لوی ګواښ بللې وه.

همدارنګه په بلجیم کې څارنوالانو په جولای میاشت کې وویل چې د داعش د خراسان څانګې درې مشکوک غړي یې په رسمي توګه د یوه ترهګریز برید په پلانولو تورن کړي دي.

له افغانستان څخه بهر د ترټولو لوی خونړي برید مسوولیت چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې اخیستی، هغه د مارچ په ۲۲مه د مسکو د موسیقي پر یوه سالون برید و چې لږترلږه ۱۴۴ کسان په کې ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

که څه هم یو شمېر لوري، د افغانستان له خاورې پر لوېدیځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د احتمالي بریدونو خبرداری ورکوي، خو پرافغانستان واکمن طالبان وایي چې داعش ډله یې ځپلې او هېڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې نورې نړۍ ته ګواښ متوجه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG