د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د افغانستان پاسپورټ په نړۍ کې تر ټولو کم اعتباره وبلل شو


د افغانستان پاسپورټ درلودونکې یوه مېرمن
د افغانستان پاسپورټ درلودونکې یوه مېرمن

د هینلي بنسټ د درجه بندۍ له مخې د افغانستان پاسپورټ په نړۍ کې تر ټولو کم اعتبار لرونکی او د سینګاپور په نړۍ کې تر ټولو معتبر پاسپورټ دی.

په داسې حال کې چې ډېری افغانان، د پاسپورټ د ترلاسه کولو له پاره له جدي ستونزو سره مخ دي، د "هینلي پاسپورټ شاخص" ښيي چې افغان پاسپورټ په نړۍ کې تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ بلل کېږي.

په دغه شاخص کې چې د هینلي په نوم یو بنسټ چمتو او د جولای په ۲۳مه یې خپور کړی، ویل شوي چې د افغانستان پاسپورټ یوځل بیا د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ معرفي شوی او په ۱۸۲م ځای لري.

د هینلي د درجه بندۍ پر بنسټ، د افغانستان د پاسپورټونو د اعتبار کچه د دې شاخص د تېر ۱۹ کلن تاریخ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

دغه ارزونه ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د هغو هېوادونو شمېر چې افغان پاسپورټ لرونکي هلته له ویزې پرته تګ راتګ کولای شي له ۲۷ هېوادونو څخه ۲۶ هېوادونو ته راټيټ شوي دي.

بنګله‌دېش، روانډا، هایټي، مالدیو، کمبوډیا، سریلانکا او یو شمېر نور افریقايي هېوادونه هغه هېوادونه دي چې د افغانستان پاسپورټ لرونکي له ویزې پرته سفر کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانان د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره له یوه کال څخه زیات انتظار باسي.

د کابل اوسېدونکې مژګان ازادي راډيو ته وويل چې له ډېرو ستونزو وروسته يې پاسپورټونه ترلاسه کړل، خو د ماشومانو د پاسپورټ لپاره لا هم انتظار باسي.

مژګان وايي: په افغانستان کې شرایط ښه نه دي او موږ غواړو ژر تر ژره له افغانستانه کډه وکړو.

هغه وايي: "ما او خاوند مې له ډېر انتظار وروسته پاسپورټ ترلاسه کړ، خو د ماشومانو پاسپورټ لا نه دی رسېدلی. په افغانستان کې شرایط ښه نه دي او موږ غواړو ژر تر ژره له افغانستانه کډه وکړو."

د پاسپورټ یوه بله غوښتونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي هم ازادي راډیو ته وویل چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو شرایط خورا ستونزمن شوي او ادعا کوي چې یو شمېر خلک د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره اړ دي کمېشنکارانو ته ډېري پیسې ورکړي.

هغه وايي: "داسې کسان شته چې پاسپورت جوړوي او د یوه کس لپاره یې لګښت له ۵۰۰ تر زرو ډالرو پورې دی. هغه کسان چې کېس لري یا ناروغ لري یا باید عاجل بل هېواد ته ولاړ شي، دوی دا پیسې ورکولای شي، په افغانستان کې د پاسپورټ اخیستل ډېر ستونزمن دي."

په کابل کې د پاسپورټ ریاست کې د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه
په کابل کې د پاسپورټ ریاست کې د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه

دا په داسې حال کې ده چې د ازادي راډیو د راپورونو له مخې یو شمېر افغانانو، کمېشنکارانو ته د زیاتو پیسو په ورکولو پاسپورټونه تر لاسه کړي دي.

د هینلي پاسپورټ شاخص له مخې، سینګاپور ١٩۵ هېوادونو ته د ویزې پرته لاسرسي سره، لا هم په نړۍ کې تر ټولو قوي یا خورا معتبر پاسپورټ لري.

فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او هسپانیه په دوهمه درجه کې راځي، چې هر یو یې ۱۹۲ هېوادونو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې اتریش، فنلنډ، ایرلینډ، لوګزامبورګ، هالنډ، سویلي کوریا او سویډن درېیم ځای لري.

د سوریې، یمن، بنګله‌دېش او نایجریا هېوادونه هم د خپلو پاسپورټونو په اعتبار کې د پام وړ کمښت سره مخ شوي دي.

د هینلي پاسپورټ شاخص یوه نړیواله درجه بندي ده چې د پاسپورټونو ځواک د هغو هېوادونو د شمېر پر اساس ارزوي چې لرونکي یې پرته له ویزې هلته سفر کولی شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG