د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

يو شمېر ځوانان: د امر باالمعروف نوی قانون "سخت‌دريځه" دی او ځوانان به له هېواده تېښتې ته اړ کړي


يو طالب عکسر په ۱۹۹۶ د نوامبر په ۶مه يو افغان وګړی په لښته وهي، ډېری ځوانان وايي د امر باالمعروف نوی قانون هم، هماغه قانون دی چې طالبانو په خپله لومړۍ دوره واکمنۍ کې پر خلکو پلی کاوه.
يو طالب عکسر په ۱۹۹۶ د نوامبر په ۶مه يو افغان وګړی په لښته وهي، ډېری ځوانان وايي د امر باالمعروف نوی قانون هم، هماغه قانون دی چې طالبانو په خپله لومړۍ دوره واکمنۍ کې پر خلکو پلی کاوه.

یو شمېر افغان ځوانان د طالبانو حکومت د امر باالمعروف نوی قانون "سخت‌دریځه" بولي، وایي د دې ډول مقرارتو پلي کول او فشارونه به په لوی لاس ځوانان له هېواده تېښتې ته اړ کړي.

د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکی چې نه‌غواړي د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې خپور شي وايي: "ډېری ځوانان په‌دې هڅه کې چې څنګه زر له افغانستانه ځان وباسي، خصوصا هغه ځوانان چې په تېر جمهوري حکومت کې یې کار کړی، ځکه دوی ويرېږي چې طالبان به یې له‌دې وروسته په همدې پلمو نیسي، بندي کوي او ځوروي به یې."

د طالبانو د حکومت د "امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر" نوی قانون، چې د دوی په خبره مشر یې ملا هبت‌الله اخندزاده توشیح کړی، د یو شمېر افغان ځوانانو غبرګونونه او اندېښنې راپارولي دي.

دوی دا قانون "سخت‌دریځه" او د "طالبانو د حکومت لومړۍ دورې ته ورته" چلند بولي.

د کابل ښار اوسېدونکی او ۲۶ کلن ځوان چې نه‌غواړي په راپور کې یې د ورته ستونزې له امله نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، که طالبان پر افغان ځوانانو فشارونه زیات کړي، ځوانان به د ملایانو او طالبانو پر وړاندې عقدو او بې‌ساري اقداماتو ته اړ کړي.

هغه وايي: "اوس افغانان او بیا ځوانان له بې‌کاریو سره مخ او په کورنو کېنول شوي، خو که طالبان او د دوی محتسبین پر دوی (ځوانانو) فشارونه زیاتوي، زه فکر کوم چې دوی (طالبان) به خپل حیثیت ته تاوان ورسوي، ځکه موږ په نورو هېوادونو کې د داسې پېښو شاهدان یو لکه څو موده مخکې ایراني ملایانو په ښځو محدودیتونه ولګول، ښځو او ځوانانو په عام حضور کې پر ملایانو داسې افعال ترسره کول چې مخکې یې نه و ترسره شوي."

د طالبانو د امر باالمعروف دا نوی قانون چې د اګسټ په ۲۱ یې اعلان کړی ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري.

د طالبانو حکومت ويلي چې د امر باالمعروف قانون به په ټول افغانستان کې تطبيق کړي.
د طالبانو حکومت ويلي چې د امر باالمعروف قانون به په ټول افغانستان کې تطبيق کړي.

د یاد قانون په بېلابېلو مادو کې ټول نارینه په ټاکلي وخت په جومات کې په جماعت لمانځه ادا کولو مکلف شوي او د نارینه د ږیرې پر خرېولو، د لنډو جامو، نېکټایي کارولو او د دې قانون په ټکو د "غربیانو او کفارو" په شان د وېښتانو پر جوړولو هم بندیز لګېدلی دی.

په داسې مواردو کې په سمه طریقه د جوماتونو او رسنیو له لارې هم عامه پوهاوی کېدای شي نه داسې چې ته به دا ځوانان له یوه ساعته تر درې ورځو بندیان کوې."
د خوست يو اوسېدونکی

د دې قانون په ۲۴ ماده کې محتسبیو ته واک ورکړل شوی، چې د ځینو مواردو سرغړونکي له یو ساعت څخه تر ۲۴ ساعتونو پورې او ځني هم تر درې ورځو پورې په محابسو کې حبس کړي، خو مشخصه شوې نه‌ده، چې د کومو مواردو سرغړونوکو ته څومره حبس.

د خوست ولایت یو اوسېدونکی ۲۳ کلن ځوان هم چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، افغان ځوانان د طالبانو له حکومت وړاندې او په ټول تاریخ کې په اسلامي شریعت سمبال دي او هيڅ حکومت په زوره پر خلکو خپل فرمانونه او قوانین نه‌شي عملي کولای.

هغه وايي: "موږ مسلمانان یو، په اسلام کې رالوی شوي یو اوس هم په اسلامي ټولنه کې ژوند کوو، په داسې مواردو کې په سمه طریقه د جوماتونو او رسنیو له لارې هم عامه پوهاوی کېدای شي نه داسې چې ته به دا ځوانان له یوه ساعته تر درې ورځو بندیان کوې."

ارواه پوهان په‌دې باور دي چې د حاکمو نظامونو له لوري پر ټولنه هر ډول فشارونه او قیودات منفي اغېزې لري.

په جرمني کې مېشت افغان ارواپوه ډاکتر شِفا حسني ازادي راډیو ته وویل: "هر نظام چې په ټولنه کې محدودیتونه وضع کوي، واقعا په ځوانانو او د ټولنې د ټولو وګړو پر روح او روان، فزیکي او روغتیایي حالت منفي اغېزي واردوي."

د یادونې ده، چې د طالبانو د حکومت د "امر باالمعروف" نوی قانون د ملګروملتونو په ګډون نړیوالو سازمانونو، د بشري حقونو کورونیو او بهرنیو بنسټونو، هېوادونو، مدني، د ښځو د حقونو او د نورو برخو فعالانو هم غندلی او دایې د افغانانو "د ازادیو محدودیت" بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG