د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

د افغانستان د خبريالانو مرکز: تېر يو کال د رسنيو او خبريالانو د ازادۍ د سرغړونې ۱۸۱ قضيې ثبت شوي


کابل کې د يو خصوصي ټلوېزيون د خپرونو خونه
کابل کې د يو خصوصي ټلوېزيون د خپرونو خونه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي چې، په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو په درېیم کال کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د سرغړونې ۱۸۱ قضیې ثبت شوي او په‌همدې موده کې د طالبانو حکومت درې نوې لارښوونې خپرې کړې چې د رسنیو فعالیتونه محدودوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، په تېرو دوولسو میاشتو کې د رسنیو او ازادو خبریالانو په وړاندې د طالبانو د پالیسۍ د لا سختېدو یوه نښه د نويو رسنیزو لارښوونو د صادرېدو دوام دی.

"طالبان د بیان ازادي نه مني، په تېرو درېيو کلونو کې دا خبره ثابته شوې
حامد عبيدي

دغه مرکز په خپل وروستي راپور کې، چې پرون سه‌شنبې (د اګست په ۱۳مه) یې خپور کړ وویل، که څه هم په افغانستان کې د رسنیو قانون یوازې د الفاظو په حد کې دی، له څو انتخابي مواردو پرته چې هغه هم د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د کمېسیون د قانوني ښکارولو په خاطر دي، دا قانون تطبیق شوی نه‌دی.

په راپور کې ویل شوي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې طالبانو لږ تر لږه درې نوې رسنیزې لارښوونې خپرې کړې دي، چې په هغو کې په کندهار کې د ځایي چارواکو د رسمي او غیر رسمي غونډو پر عکس اخیستلو او فلم اخیستلو بندیز او په خوست ولایت کې له راډیو او ټلوېزیونونو سره د نجونو د تلیفوني خبرو بندیز شامل دی، حال دا چې دا بندیز په نورو ولایتونو کې نه‌شته.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وايي، په تېرو درو کلونو کې ثابته شوې چې طالبان د رسنیو او بیان ازادۍ ته ژمن نه‌دي.

نوموړي ويلي: "طالبان د بیان ازادي نه مني، په تېرو درېيو کلونو کې دا خبره ثابته شوې، معلوماتو ته لاس‌رسی د ټولو خلکو حق دی خو طالبان په بېلابېلو پلمو دا حق ترې اخلي."

د افغانستان د خبريالانو د مرکز لوګو
د افغانستان د خبريالانو د مرکز لوګو

طالبانو د واک ترلاسه کولو په لومړي او دوهم کال رسنیو او خبریالانو ته لږ تر لږه ۱۴ دستورالعملونه اعلان کړل او د هغو د پلي کولو لپاره یې له هیڅ ډول فشار څخه ډډه نه‌ده کړې.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د درېیم کال له پوره کېدو سره د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده خپلو وياندویانو ته یو نوی فرمان صادر کړی.

"د نوي فرمان له صدور سره داسې معلوميږي چې په خپله وياندویانو هم ضرر وکاوه
ضياء بوميا

په دغه فرمان کې ویل شوي چې د طالبانو وياندویان باید یوازې د دوی د مشرتابه بیانونه خپاره کړي او د هغو سیاسي او ټولنیزو مسایلو په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړي چې د طالبانو د حکومت دریځ په‌کې روښانه نه وي.

افغان ژورنالېست او د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د ټولنې (سفما) مشر ضیا بومیا د طالبانو وياندویانو ته د هغوی د مشر تازه فرمان پر خپلو وياندویانو د محدودیت لګولو په لړ کې بولي.

نوموړی وايي: "د نوي فرمان له صدور سره داسې معلوميږي چې په خپله وياندویانو هم ضرر وکاوه اوس وياندویان هم نه‌شي کولی له څو محدودو جملو پرته چې دوی ته هدابت ورکول کېږي، له هغه نه اضافه څه ووايي یا په رسنیو کې راڅرګند شي."

ضياء بوميا
ضياء بوميا

د ملا هبت‌الله اخندزاده په نوي فرمان کې ټینګار شوی چې د طالبانو وياندویان مکلف دي چې د طالبانو د حکومت هدفونه، پالیسۍ، فعالیتونه او لاسته‌راوړنې خپاره کړي، او دا چې د وزارتونو د ویاندانو فعالیتونه د هغوی د ادارو په فعالیتونو پورې محدود دي او دوی باید د بیانونو له خپرولو مخکې د اړوندو وزارتونو اجازې ترلاسه کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، افغان خبریالان او د رسنیو ټولنه له محدودیتونو او مخ په زیاتېدونکو فشارونو سره مخامخ شوي او ورسره په یو وخت ګڼ‌شمېر خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي او نیمايي رسنۍ بندې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG