د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د طالبانو ادعا: په افغانستان کې هېڅ خبریال بندي نه دی؛ ایا دا رښتیا ده؟


ارشیف: په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز یا خبرونو څانګه
ارشیف: په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز یا خبرونو څانګه

د خبریالانو ملاتړي بنسټونه او یو شمېر خبریالان د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو وروستۍ ادعا ردوي چې وايي، هېڅ خبریال د رسنيزو فعاليتونو له امله د دوى د حکومت په بند کې نه دى.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي تېره ورځ په جوزجان ولایت کې په یوه خبري غونډه کې ويلي چې اوسمهال هېڅ خبریال چې د خبریالۍ د کار له امله نیول شوی وي، د دوى د حکومت په بند کې نه دی.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې چې ځينو سيمه‌یيزو رسنيو خپرې کړي ویلي: "د اسلامي امارت په راتلو سره مو په ټول هېواد کې د خبریالانو د وژلو کېدو کچه صفر ته ورسوله او اوس په هېواد کې داسې خبریال په بند کې نه لرو چې یوازېنی جرم یې رسنيز فعاليت یا د خبر ورکول وي."

خو د خبريالانو يو شمېر ملاتړي بنسټونه او خبريالان دا ادعا رودي.

د افغانستان د خبريالانو د مركز د اړیکو او عدالت غوښتنې كمېټې مشرې سميه‌ وليزاده هم د طالبانو د حكومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستيال ادعا رد كړه او ويې ويل چې يو خبريال اوس هم د خپلو رسنيزو فعاليتونو په خاطر د طالبانو د حكومت په بند كې دى.

د افغانستان د خبريالانو د مركز د اړیکو او عدالت غوښتنې كمېټې مشره سميه‌ وليزاده
د افغانستان د خبريالانو د مركز د اړیکو او عدالت غوښتنې كمېټې مشره سميه‌ وليزاده

نوموړې زياته کړه: "داسې ادعا شوې چې خبریالان او د رسنیو فعالان د بیان د ازادۍ او رسنيزو فعاليتونو په خاطر نه دي نیول شوي، خو د هغو معلوماتو پر بنسټ چې موږ تر لاسه کړي، ډېری هغه خبریالان او د رسنیو فعالان چې په وروستیو کې د حاکمې ډلې"طالبانو" له‌خوا نیول شوي دي. له بده مرغه د رسنیو او د بیان د ازادۍ په برخه کې د دوی د فعالیتونو او کار له امله نيول شوي او پوښتل شوي دي."

د افغانستان د خبريالانو مرکز مخکې ويلي وو چې يوازې په ۱۴۰۲ لمريز کال کې يې د خبريالانو د نيول کېدو ۵۹ قضيې ثبت کړې وې.

په همدې حال کې په افغانستان کې دننه يوې باخبرې سرچينې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم او غږ یې په راپور کې یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وويل چې اوس هم درې خبريالان د طالبانو د حکومت تر توقيف لاندې دي چې يو يې د رسنيزو فعاليتونو په تور په دوه نيم کاله بند محکوم شوى دى.

يو خبريال بیا چې په افغانستان کې د طالبانو تر بياځلي واکمنۍ وروسته د خپلو رسنیزو فعالیتونو په خاطر نیول شوى او شکنجه شوى، د خپل هویت د نه څرګندولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "هغوی زما په سر باندې پلاستیکي کڅوړه کش کړه او زما پښې يې په اوسپنیزې ډنډې وهلې، دې حالت نږدې درې شپې او ورځې دوام وکړ او وروسته ما ورته وویل چې زه هېڅ جرم نه لرم، زه د دې مستحق نه يم چې د ژورناليستيکو کارونو له امله مې دومره شکنجه شم، خو له بده مرغه چې دوى ويل چې ته په راډیو کې وې او د اسلامي امارت پر ضد دې خبرونه خپاره کړي وو."

یوه بله ښځينه خبریاله، چې ادعا کوي د طالبانو د حکومت د فشار له امله له خپل رسنیز کار پرېښودلو ته اړه شوې او ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې ياد شي ازادي راډيو ته د طالبانو د تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه وویل: "د خبريالانو له عمده ستونزو څخه يوه د کافي دندو نشتوالى او د اکثرو رسنيو سقوط دی او بل دلیل یې د بيان د ازادۍ نشتوالى دى."

طالبان چې تل يې ادعا کړې د اسلامي شريعت او د افغانستان ملي ګټو ته په پام کې نیولو سره د بيان ازادۍ ته ژمن دي، پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته په نورو برخو کې د محدودیدیتو د لګولو تر څنګ پر رسنيو هم یو لړ بنديزونه ولګول چې ورسره ډېری خبريالان د خپل هېواد او دندې پرېښودو ته اړ شول.

د ګڼو رسنيو د بندېدو له امله ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو فعالان بېکاره شوي دي.

په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام د بې پولې خبريالانو سازمان، د مې مياشتې په درېمه د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت افغانستان په نړۍ کې د خبريالانو لپاره تر ټولو بد هېواد ياد کړ.

دغه شان، د Global Expression سازمان په خپل کلني راپور کې چې د مې په ٢١مه خپور شو افغانستان دبيان ازادۍ له پلوه هم په نړۍ کې تر ټولو د بد هېواد په توګه یاد کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG