د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

د طالبانو په کنټرول کې د ملي تلوېزیون د یوه خبریال نیولو غبرګونونه پارولي


په افغانستان کې یو شمېر خبریالان
په افغانستان کې یو شمېر خبریالان

د خبریالانو یو شمېر ملاتړي بنسټونه وايي چې د طالبانو حکومت استخباراتو په پروان کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د ملي تلوېزیون سیمه‌ییز خبریال ندا محمد نوري نیولی دی.

په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دا خبریال د یکشنبې په ورځ د مې په پنځمه د طالبانو د حکومت د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

دغه بنسټ ادعا کړې چې د طالبانو استخباراتو د نوري پر کورنۍ فشار راوړی چې په دې اړه له چا سره خبرې ونه کړي.

ازادي راډیو د دغه خبریال له کورنۍ سره په خبرو کولو بریالۍ نه شوه.

د طالبانو د استخباراتو د ریاست ویاند خلیل همراز او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو مجاهد له دې وړاندې هم په ورته پېښو کې ادعا کړې وه چې ډېری خبریالان له ژورنالیستیکو کارونو پرته په نورو تورونو نیول شوي او دوی د اسلامي شریعت او د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو فعالیتونو ته ژمن دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

په تبعید کې د افغان خبریالانو د فدراسیون د کلتوري کمېټې مشر محمدجان تمکین ازادي راډيو ته وویل: "په تېرو درېیو کلونو کې موږ شاهدان یو چې واکمن نظام د رسنیو د کار پر وړاندې دریځ نیسي او له دښمنۍ ډکې کړنې تر سره کوي چې دا د یو شمېر ژورنالیستانو د تېښتې لامل کېږي او په هېواد کې دننه د رسنیو کار ته زیان رسوي چې دا په هیڅ صورت د هېڅ لوري او نظام په ګټه نه دي."

د افغانستان د خبريالانو مرکز هم په پروان ولایت کې د سيمه‌ييز خبريال ندا محمد نوري نيول کېدل تاييد کړي دي.

دغه مرکز د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې خبریالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازاد دي او چارواکي نه باید د دوی پر فعالیتونو محدودیت وضع یا دوی وګواښي، بلکې ملاتړ دې وکړي.

له دې سره په افغانستان کې یو شمېر خبریالان له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې په افغانستان کې د بیان ازادي د له منځه تلو په حال کې ده.

له دې ډلې دوو خبریالانو چې نه یې غوښتل نوم یې د امنیتي ګواښونو له امله یې نومونه په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

یو خبریال وايي: په ډېریو غونډو او هغو مراسمو کې چې د طالبانو د چارواکو له خوا جوړېږي، اجازه نه ورکول کېږي او خبریالان یوازې د هغه څه د خپرولو اجازه لري چې لومړی د طالبانو له‌خوا خپرېږي.

یوه خبریال وویل: "له تېرو نږدې درېیو کلونو راهیسې په افغانستان کې په رسنیو کې کار کول خورا ستونزمن دي. په ډېر سخت حالت کې یوو. په ډېریو غونډو او هغو مراسمو کې چې د طالبانو د چارواکو له خوا جوړېږي، اجازه نه ورکول کېږي او خبریالان یوازې د هغه څه د خپرولو اجازه لري چې لومړی د طالبانو له‌خوا خپرېږي. د بیان ازادي په یو ډول د له‌منځه تلو په خوا روانه ده."

دغه راز یوه خبریاله وايي: "موږ نه‌شو کولی هغه څه خپاره کړو چې موږ یې غواړو. محدودیتونه ډېر دي. په افغانستان کې ښځه اوسېدل ډېر سخت دي او بیا دا چې خبریاله اوسي او په ټولنه کې اوسېږي او یا هم دا چې له طالبانو طرف واقع شي."

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولو خبریالانو سازمان یا "آر‌ایس‌ایف" تېره جمعه د مې میاشتې په درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې د دغه سازمان د رسنیو د ازادۍ د شاخص له مخې افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کميټې یا "سي‌پي‌جی" هم څه موده وړاندې ویلي وو چې طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې بیا واک ته له رسیدو راهیسې د رسنیو د ځپلو په برخه کې بې رحمانه عمل کړی دی.

هغه څه چې طالبانو تل رد کړي دي.

له دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۳م کال له مې څخه د روان ۲۰۲۴م کال تر مې میاشتې پورې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو ۷۲ او د خبریالانو د نیولو ۶۴ پېښې ثبت شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG