د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

له خبريالانو د ملاتړ سازمان: افغانستان کې خبريالان او رسنۍ له سانسور او فشارونو سره مخ دي


په کابل کې د یوې رسنۍ د خبر څانګه یا نیوز روم
په کابل کې د یوې رسنۍ د خبر څانګه یا نیوز روم

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، افغانستان کې لا هم خبریالان او رسنۍ د طالبانو له‌خوا له سانسور، فشار او ربړونې سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان ادعا کړې چې، د طالبانو حکومت په ننګرهار کې سیمه‌ییز خبریال عزیز احمد وفا نیولی او اندېښنه یې ښودلې چې، په دغه هېواد کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت دا څرکندوي چې هلته لا هم د اوسنۍ حاکمې ډلې له‌خوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، ربړونې، سانسور او ګواښ لاندې دي.

دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ (د اګسټ ۶مه) خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، طالبانو ښاغلی وفا دوه اوونۍ مخکې نیولی او تر اوسه د هغه په اړه هيڅ ډول معلومات نه‌دي شریک شوي.

عزیز احمد وفا چې په ننګرهار ولایت کې د سیمه‌ییز خبریال په توګه له بېلابېلو رسنیو سره کار کاوه، د کورنۍ غړو یې د هغه د نیونې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

بل‌خوا د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې هم پرون سه‌شنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ۱۴ رسنیو د فعالیت جوازونو پر ځنډولو اندېښنه ښودلې ده.

په‌دې بیان کې د یادې کمېټې د اسیا برخې د همغږي کوونکې به لي یې په حواله راغلي، طالبان باید په سمدستي توګه په ننګرهار ولایت کې د ۱۴ رسنیو د جوازونو ځنډول پای ته ورسوي.

يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف

په بیان کې د نوموړې له قوله دا هم ويل شوي، طالبان په افغانستان کې د خپلو خپرونو او نشراتو د کنټرول لپاره پر رسنیو فشار ته دوام ورکوي، دوی باید دا تاکتیکونه ودروي او په ټکو یې خپلواکو رسنیو ته باید اجازه ورکړي چې په ازاده توګه کار وکړي.

وړاندې د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې ادعا کړې چې، د دې رسنیو د جوازونو د ځنډولو لامل د مالیې نه ورکول دي.

هغه څه چې حقیقت وي د ولس غوښتنه وي او رامنځته شوي وي هغو ته انعکاس نه ورکول کېږي
يو خبريال

ننګرهار کې د سیمه‌ییز خبریال عزیز احمد وفا او د دغو بنسټونو د ادعاو په اړه مو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښت، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو وړاندې ښاغلي مجاهد ویلي، ډېری خبریالان د دوی د کار نه، بلکې د شخصي مسایلو له امله نیول کېږي او ادعا یې کړې چې دوی د ملي ګټو او اسلامي ارزښتنو په رڼا کې د خبریالانو او رسنیو فعالیتونو ته ژمن دي.

په افغانستان دننه ځینې خبریالان ادعا کوي، چې د طالبانو د حکومت له لوري له سختو کاري فشارونو سره مخ دي.

يو خبريال چې د نیونو او فشارونو له امله د خبریالۍ پرېښودو ته اړ شوی هم دی، د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "ستونزې مو ډېرې دي، رسنۍ سانسور شوي، هغه څه چې حقیقت وي د ولس غوښتنه وي او رامنځته شوي وي هغو ته انعکاس نه ورکول کېږي، دوی (طالبان) غواړي هر هغه څه چې رسنیو کې خپرېږي باید د دوی د اصولو (غوښتنو) پر اساس وي."

دغه راز يو بل خبريال چې دا هم نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي: "په افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې د رسنیزو فعالیتونو په فضا کې ګڼې ستونزې وې، خبریالانو ته پر وخت معلومات نه ورکول کېدل، خپل راپورونه په واقعي توګه نه‌شو خپرولای، که مو نشرول ګواښېدو او له خطر سره مخ کېدو."

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو په وار وار په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د خبریالانو نیونو، شکنجو او ځورونو راپورونه ورکړي دي.

د افغانستان له خپلواکو رسنیو د ملاتړ دفتر یا نی چې اوس یې په افغانستان کې چارې درولي، د ۲۰۲۳م کال د نومبر په میاشت کې ویلي وو، د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې ۲۸۱رسنۍ تړل شوي چې له امله یې د ۱۱،۸۵۸ تنو څخه چې په رسنیو کې یې کار کاوه اوس ۴،۵۰۰ تنه کار کوي.

دغه شان د ګلوبل ایکسپرېشن ادارې له لوري په کلني راپور کې چې سږ کال د مې د میاشتې په ۲۱مه نېټه خپور شو، افغانستان د بیان د ازادۍ له اړخه په نړۍ کې یوه له بدو هېوادونو څخه ګڼلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG