د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۶

د رسنيو د ملاتړ بنسټونه: طالبان دې نيول شوي خبريالان خوشې کړي


په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي له‌منځه تللې، خبریالان په خپل‌سري توګه نیول شوي او رسنۍ له ګواښ او جبر سره مخامخې دي.
په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي له‌منځه تللې، خبریالان په خپل‌سري توګه نیول شوي او رسنۍ له ګواښ او جبر سره مخامخې دي.

د رسنیو د ملاتړ ځینو بنسټونو د طالبانو له بنده د نیول شویو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فډراسیون له نړیوالو بنسټونو غواړي چې پر طالبانو فشار راولي، څو د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له نیولو او پر دوی د نورو محدودیتونو له لګولو ډډه وکړي.

"پر خبریالانو فشارونه دومره زیات شوي، چې ګڼ یې یا د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي، یا هم له افغانستانه وتلو ته.
حشمت‌الله وجداني

د دغه فډراسیون ویاند حشمت‌الله وجداني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی غوښتنه لري چې نیول شوي خبریالان خوشې او د رسنیو د نورو کارکوونکو د نیولو او ځورولو لړۍ ودرول شي.

نوموړی وايي: "پر خبریالانو فشارونه دومره زیات شوي، چې ګڼ یې یا د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي، یا هم له افغانستانه وتلو ته. د طالبانو دغه کړنه د ټولو اصولو خلاف ده. د خبریالانو له نړیوالو بنسټونو، چې د خبریالانو مرسته کوي غواړو چې پر طالبانو فشار راولي، څو له دوی سره بندي خبریالان ژر تر ژره خوشې شي، بل لوري ته پر خبریالانو نور فشار نه راولي او د وینا ازادۍ ته درناوی وکړي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې دا مهال لږ تر لږه ۴ خبریالان له طالبانو سره بندیان دي.

طالبانو د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو د نیولو د دلایلو په اړه زیات توضیحات نه‌دي ورکړي.
طالبانو د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو د نیولو د دلایلو په اړه زیات توضیحات نه‌دي ورکړي.

په نیولو شویو خبریالانو کې یو د رسنیو لپاره د محتوا د یوه تولیدوونکي کانال مسوول سید رحیم سعیدي دی چې تېره میاشت نیول شوی او بل هم په کندهار کې محلي خبریال محمد ابراهیم محتاج دی، چې تېره اوونۍ په هغه ولایت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د کارکوونکو له‌خوا ونیول شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ارتباطاتو او عدالت غوښتنې د برخې مسوولې سمیې ولي‌زاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، د خبریالانو نیول د رسنیو د قانون خلاف عمل دی.

طالبانو تر اوسه د دغو څلورو خبریالانو د نیولو په اړه رسماً څرګندونې نه‌دي کړي او په تېرو مواردو کې یې هم د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو د نیولو د دلایلو په اړه زیات توضیحات نه‌دي ورکړي.

مېرمن ولي‌زاده وايي، طالبان د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو په نیولو سره پر هغو رسنیو چې له افغانستانه دننه فعالیت کوي فشار راولي، چې یا د دوی په انحصار کې وي او یا هم د دوی په خوښه خپرونې وکړي.

که څه هم د طالبانو چارواکي وايي د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي، خو په تېرو درېیو کلونو کې چې دوی پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، په لسګونو رسنۍ تړل شوي او د رسنیو په زرګونو کارکوونکي وزګاره شوي دي.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې "RSF" په‌دې وروستیو کې ویلي چې، په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي له‌منځه تللې، خبریالان په خپل‌سري توګه نیول شوي او رسنۍ له ګواښ او جبر سره مخامخې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG