د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

د طالبانو مشر د "امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون" توشيح کړ؛ د ښځو غږ او مخ "فتنه" بلل شوي


د يو شمېر افغان مېرمنو انځور
د يو شمېر افغان مېرمنو انځور

پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو حکومت د محدودیتونو او بندیزونو په دوام، تازه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د "امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون" په توشيح کولو سره د ښځو پر غږ او مخ لوڅولو هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت له لوري په تازه دغه اعلان شوي نوي قانون په ۱۳ ماده کې، چې په رسمي جریده کې یې خپور کړی د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم ضروي دي، دغه شان د ښځې غږ چې سندرې، نعتونه او قرائت په‌کې شامل دي په مجموع کې په زوره يا په لوړ غږ ویل يې عورت بلل شوي.

په‌دې ماده کې له کافرو او فاسقو ښځو څخه د مسلمانو او صالحو ښځو ستر هم د فتنې له ویرې واجب ګڼل شوی او د ښځو اړوند ډېر نورو موضوعات هم په‌کې راغلي دي.

خو په افغانستان دننه یو شمېر ښځې او نجونې د طالبانو دا قانون پر افغانانو او ښځو سخت‌دریځه قیودات بولي.

د کابل يوې اوسېدونکې د نوم نه‌خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل: "انسان ازاد موجود دی او دا چې دوی ورځ تر بلې بېلابېل قوانین چې د انساني فطرت سره په تضاد کې وي وضع کوي، پرې ژوند سختوي، طالبان غواړي پر ښځو او نارینه‌‌و د سختو قوانینو په وضع کولو د نړۍ پام ځان ته واړوي."

دغه راز د نيمروز يوې اوسېدونکې چې دا هم نه‌غواړي نوم يې خپور شي وايي: "د طالبانو حکومت پر موږ ښځو ډېرې سختې راوستي، دا اوسني شرایط لا پر موږ ډېر سخت دي، حجاب خو زموږ حق دی، شکر موږ مسلمانانې یو او تل (له دوی وړاندې) مو هم مراعت کړی دی."

د يو شمېر افغان مېرمنو انځور
د يو شمېر افغان مېرمنو انځور

د بشري حقونو سازمان د اسیا برخې مرستیالې هیدر بار د طالبانو د دې نوي قانون نافذول په افغانستان کې بشري حقونو او د ښځو محدودل ګڼي او وایي چې، طالبانو ته دا جرأت نړیوالې ټولنې او ملګروملتونو ورکړی دی.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو دا وروستی حکم چې د ښځو او نجونو حقونه نور هم محدودوي، د طالبانو د هغو ځپونکو فرمانونو دوام دی چې دوی په تېرو ۳ کلونو کې صادر کړي دي، خو اوس، داسې ښکاري چې طالبان په ځانګړې توګه د لا زیات قدرت او جرأت احساس کوي او په ډېر شوق خپلې لارې ته دوام ورکوي، زه دا هغه ملاتړ ته منسوبوم چې طالبانو په جون او جولای په میاشتو کې د ملګروملتونو د دوحې د درېیمې ناستې د څرنګوالي له لارې ترلاسه کړ، ځکه ملګروملتونو هلته د طالبانو ډېرې غوښتنې ومنلې."

"د طالبانو دا وروستی حکم چې د ښځو او نجونو حقونه نور هم محدودوي، د طالبانو د هغو ځپونکو فرمانونو دوام دی چې دوی په تېرو ۳ کلونو کې صادر کړي دي
هيدر بار

دیني عالم او د الازهر پوهنتون پخوانی استاد صلاح‌الدین سعیدي هم د ښځو اړوند په راپور کې د یاد قانون راخیستل شوي ټکي له اسلامي شریعته غلط مفهوم اخیستل ګڼي او ناسم یې بولي.

نوموړی وايي: "غیرمسلمانانې ښځې د مسلمانو ښځو په واسطه مسلمانیږي، ځکه دوی تل دعوت ورکړی، پرته له‌دې چې یو څوک له شرعي احکامو خبر هم اوسي، د منطق پر اساس میلیاردونه خلک له مسلمانانو سره د تماسونو له لارې مسلمانان شوي، بل دا چې د ښځې غږ دې فتنه وبلل شي، هر څه فتنه کېدلی شي، دا ممانعت په صدر د اسلام کې او وروسته هم نه وه، دا تعبیر چې طالبان یې ترې کوي، سره له‌دې خپله طالبان (حکومت) مشروع نه‌دی، دا تعبیر یې هم خطا، غیر اسلامي او ناروا تعبیر دی."

دا په‌داسې حال کې ده، چې ډېری طالبان د الازهر پوهنتون او د شرعي فتواوو دغه ستر اسلامي مرکز سره موافق دي.

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت، د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر په نوي نافذ شوي قانون کې دغه شان په نارینه‌و هم ځني بندیزونه لګېدلي، لکه ږیره نه خرېیل، د اسلامي شریعت پر خلاف د وېښتانو جوړول، له کمپیوټر او موبایل غلطه نه کارونه او دغه شان په جماعت د لمونځونو په ادا کولو ټینګار شوی دی.

په قانون کې راغلي، چې د امر بالمعروف محتسبینو ته د ګڼو نورو مکلفیتونو تر څنګ صلاحیت ورکړل شوی، چې له‌‌دې قانونه سرغړونکو ته توصیه وکړي، مالي تعزیز او له یوه ساعته تر درې ورځو یې په عمومي بند خونو کې وساتي او په پای کې هغه سزا چې د محتسب له لوري مناسبه وګڼل شي ورکړي، کومه چې د دغه قانون په ټکو محکمو پورې خاص نه وي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر دغه قانون یوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت چارواکو د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، په تېر یو کال کې یې ۱۳ زره کسان د "غیر اخلاقي اقداماتو" په تور نیولي او ۲۸۰ طالبان یې د ږیرې نه پرېښودو په خاطر له دندو لرې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG