د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

په خوست کې یو شمېر ښځو د رسمي دندو له لاسه ورکولو وروسته دوکاندارۍ ته مخه کړې


ارشیف: په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو په یوه مارکېټ کې ښځینه جامې پلور ته ایښودل شي.
ارشیف: په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو په یوه مارکېټ کې ښځینه جامې پلور ته ایښودل شي.

په خوست کې یو شمېر سوداګرې ښځې وايي، د رسمي دندو له لاسه ورکولو وروسته یې دوکاندارۍ ته مخه کړې ده.

په خوست کې د ښځو لپاره په ځانګړي سوداګریز مارکېټ کې کاروباري او دوکاندارې ښځې وايي چې په دې ځای کې یې سوداګري په ښه کېدو ده.

په یاد سوداګریز مارکېټ کې، چې ټولې چارې یې ښځې سمبالوي، ښځینه رختونه، د کور سامانونه، د سینګار توکي او د ښځو او ماشومانو د اړتیا وړ شیان پلورل کېږي.

خوستۍ ښځې وايي چې د رسمي کار او زده‌کړو د فرصتونو په نه شتون کې دا بوختیا ورته یوه لاره ده چې له خپلو کورنیو سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي.

دوی زیاتوي چې په دې سره د کورنیو ضروري اړتیاوې څه نا څه پوره کېږي.

په خوست کې د ښځو لپاره په ځانګړي سوداګریز مارکېټ کې یو شمېر هغه ښځې اوس دوکانداري کوي چې مخکې یې رسمي دندې درلودې او یا یې هم زده‌کړې کولې.

پخوانۍ ښوونکې مریم، چې اوس دوکانداري کوي، وايي چې ځکه یې دا کسب غوره کړ چې په دې وروستیو کې ډېرې لوستې ښځې نهیلې شوې دي.

دا په دې کار سره نه یوازې خپل ځان بوخت ساتي، بلکې د خپلې کورنۍ په نفقه ګټلو کې هم مرسته کوي.

ارشیف: په خوست کې د یوه ښوونځي ټولګی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په خوست کې د یوه ښوونځي ټولګی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

دا زیاتوي، کله چې طالبان یوځل بیا واک ته ورسېدل، دنده یې له لاسه ورکړه او زامنو یې د لاس مزوردي پیل کړه.

خو په سوداګرۍ سره یې ګټه ترلاسه کړه، نو ځکه نورې ښځې هم له دې الهام اخلي او هغوی هم سوداګرۍ ته زړه ښه کوي.

د ښځو د ځانګړي سوداګریز مارکېټ یوې دوکاندارې، نرګس ازادي راډیو ته وویل: "پخوا مې زامنو د لاس مزدوري کوله، په هغې مو ګزاره کوله، خو اوس چې دا مارکېټ فعال شوی دی، حلال رزق ګټو او په همدې باندې د کور وخت تېروو."

د ښځو لپاره دا ځانګړی سوداګریز مارکېټ د تېر جمهوري نظام پر مهال د خوست ښار اړوند د دولس سوه فامیلیو د استوګنې په پروژه کې جوړ شو چې اوسمهال لسګونو ښځو په کې دوکاندارۍ ته مخه کړې ده.

هیله وايي: په پیل کې دې مارکېټ ته تګ او راتګ لږ و، خو موږ خوشحاله یو چې ورځ تر بلې دا مارکېټ په ښه کېدو دی، ښځې راځي او د خپلې خوښې وړ توکي رانیسي.

یوه بله دوکانداره، هیله وايي: "د ځینو کورنیو ښځې اجازه نه لري چې ښار ته ولاړې شي او د خپل اړتیا وړ توکي راونیسي، دلته په اسانۍ راتللی او توکي رانیولی شي. په پیل کې دې مارکېټ ته تګ او راتګ لږ و، خو موږ خوشحاله یو چې ورځ تر بلې دا مارکېټ په ښه کېدو دی، ښځې راځي او د خپلې خوښې وړ توکي رانیسي."

سره له دې چې په خوست کې د ښځو سوداګریز مارکېټ په یو مناسب موقعیت کې پر ښې نقشه جوړ شوی، خو ځینې نیمګړتیاوې لري چې سوداګرې ښځې یې د هوارېدو غوښتنه کوي.

د ښځو د سوداګریز مارکېټ یوه بله دوکانداره، ملالۍ د دې ځای یوه اساسي ستونزه د دوامداره برښنا نشتون ګڼي چې له کبله یې په دې ځای کې تر ناوخته سوداګري نه‌شي کېدلی.

د دې په وینا، دې مارکېټ مخکې لمریزه برښنا درلوده، خو باد او طوفان د سولرو ټولې تختې ښکته وغورځولې او تر اوسه یې بېرته رغولو ته پام نه دی شوی.

همدارنګه خوستۍ نجونې او مېرمنې د دوی لپاره د حرفوي زده‌کړو او کسبونو زده‌کول هم اړین بولي او وايي چې که دوی په بېلابېلو برخو کې وروزلې شي او د کار وسایل ورکړل شي، نو له یوې خوا به له بې‌کارۍ وژغورل شي او بل لوري ته به د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو په پوره کولو کې هم ونډه واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG