د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

بلخ کې د رابعه بلخي د سوداګریز مرکز بیا پرانیسته؛ ځینې مېرمنې د سوداګریزو توکو له سوړ بازاره شکایت کوي


ارشیف: په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو د یوه مارکېټ انځور
ارشیف: په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو د یوه مارکېټ انځور

د بلخ په مزارشریف ښار کې د رابعه بلخي سوداګریز مرکز د بیا پرانیستلو کېدو سره سم د دې مرکز یو شمېر سوداګرۍ مېرمنې د خپلو سوداګریزو توکو له سوړ بازار شکایت کوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سوداګرو په ځانګړي ډول د ښځینه سوداګرو د محصولاتو د خرڅلاو له سوړ بازار شکایتونه موجود دي، د مزار شریف په ښار کې د رابعه بلخي سوداګریز مرکز پرون شنبه له بیارغونې وروسته بېرته فعال شو.

دا د سوداګرو ښځو لپاره ځانګړی مرکز دی او د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د باختر آژانس د خبر له مخې، په بیارغونه یې ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

د بلخ د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي چې دغه سوداګریز مرکز ۱۷ کاله وړاندې په فعالیت پیل وکړ، خو سوداګرو مېرمنو د دې مرکز د ګڼو ویجاړیو د بیا رغونې توان نه درلود، خو اوس د یو شمېر نادولتي موسسو په همکارۍ بیا ورغول شو.

د دغې خونې د معلوماتو پربنسټ، په دغه سوداګريز مرکز کې د ښځو لپاره ٦٥ دوکانونه شته، چې له سلو څخه زياتې سوداګرې ښځې په کې په بېلابېلو په ځانګړي ډول د لاسي صنايعو، د خوږو پخولو، خياطۍ، غالۍاوبدلو، ګلدوزۍ او رسټورانټ په برخو کې بوختې دي.

خو د دغه سوداګريز مرکز يو شمېر سوداګرې مېرمنې چې خپلې سوداګرۍ يې بېرته پيل کړې، د کورنيو او بهرنيو بنسټونو ملاتړ غواړي.

له ډلې یې محبوبې همنوا ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې یې سوداګریز توکي د پلور ښه بازار نه لري.

مېرمن همنوا وايي: زموږ غوښتنه دا ده چې نندارتونونه جوړ شي، زموږ سره مرسته او زموږ لاسنیوی وشي.

هغه وايي: "اوسمهال زموږ د سوداګریزو توکو د پېر او پلور بازار ښه نه دی، خو زموږ تولیدات شته، د خلکو کمزوری اقتصاد لامل شوی چې د افغان سوداګرو د محصولاتو پلور ورسره کم شي، زموږ غوښتنه دا ده چې نندارتونونه جوړ شي، زموږ سره مرسته او زموږ لاسنیوی وشي."

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان هم تاییدوي چې یو شمېر ښځې له اقتصادي او مالي ستونزو سره مخ دي، خو وايي چې په دې ولایت کې د ښځو سوداګري په ښه وضعیت کې ده.

د دې خونې مشرې عذرا امیني ازادي راډيو ته وویل چې د سوداګرو مېرمنو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

مېرمن امیني وویل: "په تېرو څو کلونو کې د ښځو ستونزې زياتې وې، خو د اوس لپاره دوه نور مارکېټونه وړانديز شوي دي، ځکه دلته د ښځینه سوداګرو شمېر زیات دی، دوه مرکزونه بسنه نه کوي، په دوه نورو مرکزونو کار روان دی چې ژر به پرانیستل شي څو سوداګرۍ مېرمنې په کې لږترلږه د خپلو محصولاتو د پلور استازولۍ ولري. "

د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده د دغو سوداګرو ښځو د اندېښنو او غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سوداګرو مېرمنو د خپلو محصولاتو د سوړ بازار او بهرنیو هېوادونو ته د خپلو صادراتو د کمېدو شکایتونه کړي او د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنسټونو یې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ارشیف: په افغانستان کې د سوداګریزو توکو یو دوکان
ارشیف: په افغانستان کې د سوداګریزو توکو یو دوکان

په ځینو مواردو کې دغو سوداګرو مېرمنو پر ښځو د طالبانو د حکومت بندیزونه د دوی د توکو د خرڅلاو د بازار د سړېدو یو عمده لامل بللی و.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (UNDP) د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي وو، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سوداګرو مېرمنو فعالیتونو د ښځو لپاره فرصت برابر کړی، خو دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دغه راپور له مخې، د پانګونې او بازار نشتوالی د دغو سوداګرو مېرمنو د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې له مهمو ستونزو بلل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG