د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

فاکس نيوز: په تېرو درې کلونو کې طالبانو لږ تر لږه ۳۲ څارنوالان وژلي دي


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

امریکايي ټلوېزیوني شبکې فاکس نیوز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ راهیسې په تېرو درې کلونو کې لږ تر لږه ۳۲ څارنوالان وژل شوي، چې درې یې ښځې دي.

دغې شبکې تازه د خپلو سرچینو په حواله ویلي، یاد څارنوالان په عامه ځایونو او یا هم د دوی په کورونو کې د نامعلومو وسله‌والو او یا طالبانو پورې د اړوند کسانو له‌خوا وژل شوي دي.

یوه افغان څارنوال چې نه‌یې غوښتل اصلي نوم یې واخیستل شي، فاکس نیوز ته په‌دې اړه د نورو اسنادو د برابرولو سربېره ویلي چې، په‌دې موده کې شاوخوا ۱۰۰ نور څارنوالان ټپیان شوي او ۵۰ هغه د طالبانو په زندانونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

وړاندې په راپور کې اټکل شوی، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وړاندې د ۳۸۰۰ څارنوالانو له ډلې چې په تېر جمهوري نظام کې یې دندې لرلې شاوخوا ۱۰۰۰ یې په اروپايي هېوادونو کې پناه اخیستې، ۱۵۰۰ نور په افغانستان کې بند پاتې دي او شاوخوا ۵۰۰ یې ګاونډویو هېوادونو ته تللي چې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې نه‌کړې، خو طالبانو تر دې مخکې ورته ادعاوې او راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې، دوی د خپل مشر له‌خوا د بښنې فرمان عملي کولو ته ژمن دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د تېر کال د سرطان په میاشت کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له‌خوا صادر شوي فرمان کې راغلي وو چې، د افغانستان لوی څارنوالۍ ته د "حکمونو او امرونو د تعقیب او څارنې ریاست" نوم ورکړل شوی او ځینې واکونه یې محکمې او د استخباراتو ریاست ته سپارل شوي دي او ټول خدمتي کارکوونکي، ملکي او نظامي څارنوالان چې د پخوانۍ لویې څارنوالۍ اړوند دي، له دندو به ګوښه شي او هغه امتیازات چې پخوا ورکول کېدل د ۱۴۰۲ کال کې به قطع شي.

د ملاهبت‌الله په همدې فرمان سره ډېری څارنوالان بې‌کاره شوي او اوس د امنيتي ستونزو ترڅنګ له بې‌وزلۍ سره هم مخامخ دي.
د ملاهبت‌الله په همدې فرمان سره ډېری څارنوالان بې‌کاره شوي او اوس د امنيتي ستونزو ترڅنګ له بې‌وزلۍ سره هم مخامخ دي.

په‌همدې حال کې په کابل کې یوه څارنوال چې نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، دی او یو شمېر همکاران یې په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخامخ دي او دی په‌دې وروستیو کې په چړو هم وهل شوی دی.

هغه وايي: "په ټوله کې د څارنوالانو پر وړاندې ګواښونه ډېر دي، هغه مجرمین چې له زندانونو خوشې شوي د غچ اخيستنې په لټه کې دي، ټول څارانوالان په کورونو کې پټ دي د باندې نه‌شي وتلی، په ما خپله څو ځلې بریدونه شوي څه موده وړاندې په چاقو په لاس باندې ووهل شوم، ژوند په کابل کې موږ ته ډېر سخت دی."

هم‌مهاله د جلاوطنو څارنوالانو د ټولنې د رهبرۍ شورا غړی محمد عابد اندرابي وايي، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې ۳۶ افغان څارنوالان وژل شوي او په هېواد کې دننه او بهر نور څارنوالان له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "شمېرې له هغې ډېرې دي چې فاکس نیوز خپرې کړې دي، د ۳۶ څارنوالانو د قتل موضوع موږ د هغوی د کورنیو له غړو څخه لرو چې په تېرو ۳ کلونو کې وژل شوي، څارنوالان که هغه له افغانستان څخه دباندې دي او که دننه په بد وضعیت کې ژوند کوي، په افغانستان کې دننه پټ دي او دباندې بې روزګاره دي او لومړنیو خدمتونو ته لاس‌رسی نه‌لري."

د طالبانو د حکومت له‌خوا د عمومي بښنې له اعلان سره سره، ملګروملتونو او ځینو نورو بنسټونو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له‌خوا د څارنوالانو په ګډون د پخوانیو دولتي چارواکو د وژلو، نیول کېدو او ځورونې ګڼې پېښې ثبت او مستندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG