د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

له جرمني افغانستان ته د ۲۸افغانانو ډيپورټ له نړيوالو قوانينو سرغړونه وبلل شوه


جرمني ۲۸افغانان د قطر په يوه تياره کې د کابل هوايي ډګر ته ولېږدول.
جرمني ۲۸افغانان د قطر په يوه تياره کې د کابل هوايي ډګر ته ولېږدول.

د بښنې د نړیوال سازمان د جرمني د برخې مشره یولیا دوخرو وایي، هیڅوک هم په افغانستان کې خوندی نه‌دی.

دې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، زیاته کړه چې هلته خلک په غیرقانوني ډول وژل کېږي، تري تم کېږي او هره ورځ خلک شکنجه کېږي، نو هیڅوک هم باید داسې هېواد ته وانه‌ستول شي.

"تاسو ولیدل چې موږ قانون پلی کړ او مجرمین مو افغانستان ته واستول،
د جرمني د کورنيو چارو وزيره

خو د مېرمن یولیا په وینا، کله چې جرمني کډوال خپل هېواد ته لېږي دا ویره شته چې له طالبانو سره لاس یو کړي.

دې زیاته کړه چې د برلین له لوري دا پرېکړې چې ښکاره له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده، سیاسي ده.

د کډوالو په برخه کې برلین تر فشار لاندې دی چې سختۍ وکړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د جمعې په ورځ په برلین کې د دغو افغان کډوالو په اړه چې کابل ته یې واستول، وویل: "تاسو ولیدل چې موږ قانون پلی کړ او مجرمین مو افغانستان ته واستول، زما په نظر د قانون د حاکمیت د باور او خوندیتوب لپاره دا کار ضروري دی، خوښه یم چې وتوانېدو له خپلو شریکانو سره دا کار ترسره کړو، د جرمني او افغانستان یا طالبانو ترمنځ تماس نه‌شته."

د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر
د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر

د جرمني حکومت ویلي دي چې، دغو اته‌ویشت تنو افغانانو جدي جرمونه کړی و او حق یې نه درلود چې په جرمني کې پاتې شي.

فرانس پریس اژانس د جرمني د چارواکو په وینا خبر ورکوي چې په دغو اته‌ویشت کسانو کې چې د لایپزیګ له هوایي ډګره کابل ته واستول شول، سخت زړي مجرمین او داسې کسان هم په‌کې شته چې په ډله‌ییز ډول یې پر یوې څوارلس کلنې نجلۍ جنسي تیری کړی و.

د دیر شپیګل مجلې د راپور له‌مخې دا کسان د برلین د چارواکو او طالبانو ترمنځ له دوو میاشتنیو خبرو وروسته چې د قطر په منځ‌ګړیتوب په پټه روان وو، کابل ته استول شوي دي.

د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ څخه بیا بیا دا غوښتنه کېږي چې د غیرقانوني مهاجرت مخه ونیسي او د خطرناکه کډوالو او مجرمینو د پېژندلو په برخه کې سخت اقدامات وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG