د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د لوږې په وړاندې د اقدام سازمان: افغانستان ته راستانه شوي افغانان له سخت وضعيت سره مخ دي


ارشیف: له پاکستانه د افغانستان اړخ تورخم ته رااوښتي افغان کډوال
ارشیف: له پاکستانه د افغانستان اړخ تورخم ته رااوښتي افغان کډوال

د "لوږې په وړاندې د اقدام" سازمان د سيمې له هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان، ایران او تاجکستان څخه د راستانه شويو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

دا سازمان وايي، له ګاونډیو هېوادونو او سیمې څخه راستانه شوي افغان کډوال هره ورځ د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي او ډېری يې د ځان لپاره کافي خواړه نه‌شي برابرولى.

دې نړیوال بشر دوستانه سازمان د پنج‌شنبې په ورځ د (سنبلې يا وږي په ٨مه) ناوخته په یوه راپور کې ويلي، ډېری دا راستنېدونکي د بې‌ځایه کېدو له سختو واقعیتونو سره مخ دي او دومره ملاتړ ترلاسه کوي چې تقريبا په هيڅ حساب دی.

ياد سازمان وايي، تېر کال له ۷ لکو ډېر افغانان پاکستان، ایران، تاجکستان او د سیمې نورو هېوادونو کې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دغه سازمان زياتوي، هغه زرګونه نارينه، ښځې او ماشومان چې د ايستل کېدو لړۍ يې ٢٠٢٣ کال د سپتمبر په ١٣مه پیل شوې، په سختو شرایطو کې د خپلو کورونو او معيشت څخه بې‌برخې شوي او اوس په ډېرې بې‌‌وزلۍ او لومړنيو اړتیاو ته په محدود لاس‌رسي کې ژوند کوي.

د لوږې په وړاندې د اقدام سازمان دغه شان په افغانستان کې د دغو کډوالو په ځانګړې توګه ښځو پر وړاندې د طالبانو د سخت‌دريځ سياست په اړه هم اندېښنه ښودلې.

يو شمېر راستانه شوي افغان کډوال
يو شمېر راستانه شوي افغان کډوال

په‌داسې حال کې چې د طالبانو حکومت دا ادعاوې په ځلونو رد کړي او وايي چې، د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شريعت رڼا کې تامین دي.

د لوږې پر وړاندې د مبارزې دا سازمان وايي، ايستل شوی افغانانو په نا مناسب ذهني او رواني حالت کې دي.

امید چې په‌دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته را ستون شوی ازادي راډیو ته یې وویل: "ذهني او رواني خونديتوب نه‌لرو، دا ستونزمنه ده، هغو کورنيو ته چې عاید نه‌لري، اقتصادي وضعیت یې خراب دی، سرپناه ته اړتیا لرو، زموږ راتلونکی ناڅرګنده ده."

"موږ يې ډيپورټ کړو او اوس موږ په ډېر سخت اقتصادي حالت کې ژوند کوو، ژمی نږدې دی، موږ د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د سون توکي نه‌لرو."
يوه راستانه شوې کډواله

د لوږې په وړاندې د اقدام سازمان ټینګار کوي، چې د هوا په سړېدو سره به، شرایط لا ستونزمن شي او ډېری راستانه شوي به له سخت ژمي سره مخ شي.

دغه سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د افغانستان لا زیات ملاتړ وکړي، ځکه چې د دوى په خبره د دغې زیان منونکې ټولنې ستونزې تر ډېره نا حل شوې پاتې دي.

یوې افغانې ښځې چې نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې ایران ته کډه شوې وه او اوس له ډيپورټ وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

هغه وايي: "موږ يې ډيپورټ کړو او اوس موږ په ډېر سخت اقتصادي حالت کې ژوند کوو، ژمی نږدې دی، موږ د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د سون توکي نه‌لرو."

دا په‌داسې حال کې ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې چې په وروستیو درې کلونو کې یې خپاره کړي ويل شوي، افغانستان یو بې‌مخينه ناورين تجربه کوي.

د دې سازمانونو په باور له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ايستل او طبیعي پېښو په افغانستان کې بې‌وزلي او لوږه ډېره کړې ده.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په‌دې وروستیو کې ویلي چې ډېر ژر به د بې‌‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بل پړاو پیل شي.

محسن نقوي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د (سنبلې په ٧مه)په اسلام‌اباد کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې له مرستیالې اندریکا رادوات سره د کتنې پر مهال کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG