د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

له جرمني افغانستان ته د ۲۸کسانو استولو جرمني کې مېشت يو شمېر افغانان اندېښمن کړي


قطر له جرمني څخه د ۲۸ افغانانو د اخراج په اړه د جرمني او طالبانو د حکومت تر منځ په خبرو کې مرسته کړې ده.
قطر له جرمني څخه د ۲۸ افغانانو د اخراج په اړه د جرمني او طالبانو د حکومت تر منځ په خبرو کې مرسته کړې ده.

افغانستان ته له جرمني نه د ۲۸ افغانانو بېرته ستنولو په جرمني کې د یو شمېر مېشتو افغانانو اندېښنې راپارولي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت پرون د جمعې په ورځ (د اګسټ په ۳۰مه) د هغو ۲۸ افغانانو چې د دوی په خبره په‌دې هېواد کې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، په يوې چارټر الوتکه کې افغانستان ته استولي دي.

چارتر شوې الوتکه د قطر هوايي شرکت وه، چې د جرمني له لایپزیګ څخه یې الوتنه وکړه او کابل کې کېناسته.

الجزیرې د شنبې په ورځ په‌دې اړه یو راپور کې د قطر د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي په حواله ویلي، قطر په‌دې برخه کې د جرمني په غوښتنه همکاري کړې ده.

دا ډول پېښې د افغانانو ټولنیز انځور خرابولی شي او کېدای شي په جرمني کې د افغانانو ژوند لا ډېر سخت کړي
نسرين حميدي

د سرچینې په حواله دا هم راغلي، د قطر دنده دا وه چې د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه تبادله کړي او اخراج شویو افغانانو ته زمینه برابره کړي، چې خپل وروستي منزل ته ورسیږي.

دا د ٢٠٢١م کال له اګست میاشتې واک ته طالبانو له رسېدو وروسته له جرمني نه د افغانانو دا لومړنی اخراج دی.

ځیني جرمني مېشتي افغانان وایي، وروستیو پېښو اندېښمن کړي او دا ادعا هم کوي چې په جرمني کې له توپیري چلند او لید لوري سره مخ شوي دي.

په جرمني کې مېشتې نسرین حمیدي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم دا ډول پېښې د افغانانو ټولنیز انځور خرابولی شي او کېدای شي په جرمني کې د افغانانو ژوند لا ډېر سخت کړي، د مثال په توګه کېدای شي له ځینو افغانانو سره د کار او ژوند په برخه کې د تعصب او بدبینۍ چلند هم وشي، بل د هغو افغانانو پر دوسیو او پروسو به مستقیم اغېز وکړي چې غواړي جرمني ته راشي."

په کابل هوايي ډګر کې هغه بس چې له جرمني ډیپورټ شوي یا ایستل شوي افغانان لېږدوي.
په کابل هوايي ډګر کې هغه بس چې له جرمني ډیپورټ شوي یا ایستل شوي افغانان لېږدوي.

په جرمني کې بل مېشت افغان کډوال مهدي عارفي هم ورته ادعا کوي او وايي: "دغه ډول جرایم او پېښې د دې لامل شوي، چې په‌دې وروستیو کلونو کې د کډوالو ضد ډېر شدید جریانونه جوړ شي، که تاسو جرمني کې واوسېږئ په‌دې وروستیو ورځو کې دې ته متوجه کېږئ چې ان په هغو ښارونو او د جرمني په لوېدیځ کې چې د کډوالو لپاره فضا یو څه ښه وه، هلته هم اوس جرمني وګړي او ځوانان له کډوالو سره ډېر منفي چلند کوي."

د جرمني د حکومت دا پرېکړه د بښنې نړیوال سازمان بېلابېلو څانګو غندلې او ویلي یې دي، چې دا له نړیوالو قوانینو او د بشري حقونو سرغړونه ده.

دا چې افغانستان دا ستانه کړل شوي افغانان اوس چېرې دي، د طالبانو حکومت سره دي که کورنیو ته یې سپارل شوي؟ په‌دې اړه مو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، دغه شان د دوی د حکومت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاندویان هم وپوښتل، خو د راپور تر خپرېدو یې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د یادونې ده، چې تازه د جرمني پولیسو راپور ورکړی چې یوې ښځې د چړې په ګوزارونو شپږ کسان ټپيان کړي.

پولیسو ویلي، پېښه پرون ناوخته د جرمني په لوېدیځ ښار زیګن کې په یوه مسافر وړونکي موټر کې شوې او بریدګره یوه ۳۲ کلنه ښځه ده چې رواني تکلیف لري او مخدره مواد یې کارول، خو د هغې د هویت په اړه یې جزییات نه‌دي ورکړي.

خو شپیګل مجلې ویلي چې دا ښځه جرمنه ده.

د جرمني سیمه‌ییزو چارواکو رسنیو سره خبرو کې په‌دې پېښه کې د درې تنو ټپیانو حالت نازک ښودلی.

د یادونې ده، چې د جرمني حکومت په بېلابېلو جرمنو ککړ ۲۸ کسه افغانان وروسته له هغه افغانستان ته واستول، چې څو موده وړاندې د زولینګن په ښار کې په یوه فیسټیوال کې درې تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول.

په‌دې برید تورن یو سوریایي تبعه دی چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنه کړې وه.

تر دې مخکې بیا یوه افغان د روان زېږدیز کال د مې پر ۳۱مه نېټه د جرمني په سوېل لوېدیځ مانهایم ښار کې په یوه لاریون کې چې د اسلامي ضد غورځنګ له‌خوا ترسره شوی و، د یوه پولیس افسر په ګډون ګڼ کسان ټپیان کړل چې وروسته هغه پولیس افسر په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG