نړۍ
جرمني کې د چړې د يو بريد په وسيله شپږ کسان ټپيان شوي
د جرمني سیمهییز چارواکي وايي، یوې ښځې د چړې په ګوزارونو شپږ کسان ټپيان کړي.
پېښه پرون ناوخته د جرمني په لوېدیځ ښار زیګن کې په یوه مسافر وړونکي موټر کې شوې.
پولیسو ویلي بریدګره یوه ۳۲ کلنه ښځه ده، چې رواني تکلیف لري او مخدره مواد یې کارول.
د درې ټپيانو حالت نازک ښودل شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بریتانیا د پاچا ورور د پولیسو له خوا تر توقیف وروسته بیرته خوشې شو
د بریتانیا د پاچا ورور انډرو مونټباټن-وېنډزور د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته بیرته له توقیفه ازاد شوی دی.
هغه د پنجشنبې سهار ۸ بجې ونیول شو او د همدې ورځې ماخوستن مهال تر لومړنیو څیړنو وروسته بیرته خوشې شو.
دغه پخوانی شهزاده او د بریتانیا پخوانی سوداګریز مسول تورن دی چې د رسمي دندې پر مهال یې احتمالي سرغړونې کړې دي.
بي بي سي لیکلي چې د هغه نیول کېدل د مړه شوي جنسي مجرم جېفري اېپسټین له دوسیې سره له تړلو رسوایۍ وروسته ترسره شوي دي.
پولیسو ویلي چې ماموران په انګلستان کې د هغه دوه ادرسونه پلټي چې یو هغه یې په ساندرینګهم کې د هغه استوګنځای دی.
ویڼدروز د هر ډول سرغړونې تور رد کړی دی.
پولنډ خپلو اتباعو ته: له ایرانه ژر تر ژره ووځی، بیا به د تخلیې فرصت نه وي
پولنډ له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له ایرانه ووځي " ممکن څو ساعته وروسته فرصت نه وي"
د پولنډ صدر اعظم دونالډ توسک د پنجشنبې په ورځ ( د سلواغې ۳۰مه) په ایران کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې ژر تر ژره دغه هېواد پریږدي.
د ازادۍ راډیو د ایرانۍ څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، ښاغلي ټوسک په دغه خبرداري کې احتمالي پوځي شخړې ته په اشارې لیکلي، ممکن څو ساعته وروسته د خلکو د تخلیې امکانات نه وي.
که څه هم نوموړي دا وضاحت نه دی ورکړی چې دغه خبرداری یې له کوم احتمالي اقدام سره تړلی دی، خو په دې وروستیو ورځو کې پر ایران د امریکا او اسراییل د احتمالي برید په اړه راپورونه خپریږي.
امریکایي رسنۍ وایي، د دغه هېواد پوځ د ایران په اړه اقدام ته چمتو دی، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده کړې.
په کراچۍ کې د ګازو د ډبې په چاودنه کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي
پولیس وایي، د پاکستان په کراچۍ ښارکې نن پنجشنبې د ګازو د ډبې په چاودنه کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.
د رویترزد راپورله مخې د دغې چاودنې په نتیجه کې د هستوګنې یوه درې پوړیزه ودانۍ ویجاړه شوې ده. د پولیسو په وینا په وژل شویو کې اوه ماشومان شامل دي.
چارواکو ویلي چې په دې پیښه کې ۱۳ کسان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د بیړنو حالاتو د ادارې کارکونکو د پیښې له ځایه له لسو زیات کسان ژغورلي خو ویل کیږي چې ښایي ډیرکسان د نړیدلې ودانۍ ترخاورو خښتو لاندې بند پاتې وي. د دې پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
ایران ته د امریکا د متحدو ایالتونو نوی ګواښ
د امریکا متحدو ایالتونو ایران ته بیا ګواښ وکړ چې دا به ورته ښه وي چې له واشنګټن سره یوې موافقې ته ورسیږي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ د چهارشنبې په ورځ وویل چې "ایران به ډېر هوښیار وي که د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یوه هوکړه وکړي." دا وروسته له هغې چې د سویس په جنیوا کې د سې شنبې په ورځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو دوهم پړاو له کومې نتیجې پرته پرته پای ته ورسېد.
لېوېټ خبریالانو ته وویل چې که څه هم په دې خبرو کې یو څه پرمختګ شوی، "خو موږ لا هم په ځینو موضوعاتو کې ډېرسره لېرې یو."
ولسمشر ټرمپ چې د امریکا دوه الوتکه وړونکي بېړۍ او زرګونه سرتېري یې د خلیج سیمې ته استولي پر ټولنیزو رسنیو خپلې توندې څرګندونې لا زیاتې کړې.
هغه په خپله تروت سوشیل شبکه کې ولیکل: "که ایران پرېکړه وکړي چې هوکړه ونه کړي،" نو امریکا ښايي اړ شي چې د هند سمندر په چاګوس ټاپوګانو کې هوایي اډه وکاروي "تر څو د یوه ډېر بې ثباته او خطرناکه رژیم د احتمالي برید مخنیوی وکړي."
د سپوږمکیو تصویرونه ښيي چې ایران په خپلو نویو پوځي تاسیساتو باندې د کانکریټو یو سپر جوړ کړی
د سپوږمکیو تصویرونه ښيي چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې په خپله یوه مهمه پوځي اډه کې نویو تاسیساتو باندې د کانکریټو یو سپر جوړ کړی او هغه یې په خاورو پوښلی او بند کړی دی.
دغه راز تصویرونه ښيي چې د ایران حکومت دیوې اټومي اډې ورودي تونلونه چې تیرکال اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جکړې په مهال دامریکا لخوا بمبارد شول پوښلي دي.
یوې بلې اډې ته نږدې ورودي تونلونه رغول شوي او د راکټونو یوه اډه چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې په مهال زیانمنه شوې وه هم رغول شوې.
د رویټرز د خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې اسراییل او امریکا سره د ایران د اوسني کړکیچ په مهال دغه تصویرونه د تهران فعالیتونه څرګندوي.
واشنګټن هلې ځلې کوي چی ایران سره یوې داسې اټومي هوکړې ته ورسیږي چې اټومي پروګرام یې محدود کړي او د جکړې مخه ونیول شي.
د امریکا د مدني حقونو د خوځښت مشر جسي جکسون د ۸۴کلنۍ په عمر ومړ
د امریکا د مدني حقونو د خوځښت مشر جسي جکسون د ۸۴کلنۍ په عمر ومړ.
د جکسون کورنۍ پرون سه شنبې په یو بیان کې د هغه د مړینې په تایید سره ویلي،"زموږ پلار د خپلې کورنۍ سربیره، په ټوله نړۍ کې د بېوزلو او محرومو خلکو غږ او خدمتګار و".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل سوشل ټروټ اکونټ په یو پیغام کې جکسون په نړۍ کې یو نه "تکراریدونکی" شخصیت یاد کړی دی.
د ټرمپ په ټکو، جکسون د تور پوستو امریکایانو د مدني حقونو لپاره نه سترې کېدونکې مبارزه کړې ده.
جکسون چې د مارتین لوتر کینګ له نژدې ملګرو و، له ۱۹۶۰ کالونو راهیسې په امریکا کې د تور پوستو امریکایانو د مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره کار کړی وو.
هغه دوه ځلې د امریکا ولسمشرۍ ته په ۱۹۸۴ او ۸۸ کالونو کې د موکراتانو په استازیتوب ځان نوماند کړی و.
جکسون په ۲۰۱۶ کال کې اعلان کړې و چې د پارکینسون په ناروغۍ اخته دی.
په شل اووریز نړیوال جام کې د افغانستان او کاناډا د لوبډلو ترمنځ د کرکټ لوبه راروانه ده
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز نړیوال جام د سیالیو په دوام سبا پنجشنبې له کاناډا سره لوبه وکړي. دا لوبه د ماښام په ۶ بجو د چینای ښار په لوبغالي کې په پام کې ده.
د دې نړیوال جام د سیالیو په دوام نن هم درې لوبې پلان شوې دي؛ د کابل په وخت د ورځې په ۱۰ بجو د جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو، د ماسپښین په یوه بجه د نامیبیا او پاکستان او د ماښام په ۶ بجو د هند او هالنډ لوبډلې سره مخامخ کېږي.
په پرونیو سیالیو کې نیوزیلنډ کاناډا ته او نیپال سکاټلنډ ته ماتې ورکړه خو د آیرلنډ او زیمبابوې ترمنځ لوبه د باران له کبله هېڅ پیل نه شوه.
د اوکراین ولسمشر: له روسیې او اشغال شویو سیمو ۲ زره اوکرایني ماشومان راګرځول شوي دي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون اعلان وکړ چې له روسیې او د دې هېواد تر اشغال لاندې سیمو څخه تراوسه دوه زره اوکرایني ماشومان اوکراین ته ستانه شوي خو زرګونه نور لاهم اسیران دي.
د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې پر مسکو تور لګېدلی دی چې د اوکراین له اشغال شویو سیمو څخه یې شاوخوا شل زره ماشومان خپل قلمرو ته لېږدولي دي.
کییف وايي چې روسیې دا ماشومان اړ کړي دي چې روسي تابعیت واخلي او له خپل اوکرایني هویت څخه تېر شي، خو مسکو وايي چې هدف یې د دې ماشومانو د امنیت خوندیتوب دی او د پېژندګلوۍ په صورت کې به یې خپلو خپلوانو ته وسپارل شي.
یوشمېر منځګړي چې د امریکا لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ او د خلیج د هېوادونو چارواکي پکې شامل دي، هڅه کوي چې دا ماشومان اوکراین ته ستانه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د دې هېواد د ماشومانو د حقونو کمیشنر په جنګي جرمونو او په غیرقانوني ډول د ماشومانو په ایستلو تورن کړي دي.
د ایران د بهرنیوچارو وزیر: د توافق بهیر پیل شوی خو ښايي سمدستي نتیجه ترلاسه نه شي
د ایران د بهرنیوچارو وزیر له امریکا سره د خبرو دوهم پړاو رغنده بللی خو وايي چې دواړه لوري د خپلو دریځونو د نژدې کولو لپاره نور کار ته هم اړتیا لري.
عباس عراقچي پرون په ژنیو کې د عمان په سفارت کې د خبرو له پای ته رسېدو وروسته وویل چې توافق ته د رسېدو بهیر پیل شوی دی خو ښايي سمدستي نتیجه ترلاسه نه شي.
هغه زیاته کړه چې د مذاکراتو د بل پړاو وخت تراوسه نه دی ټاکل شوی او اوس به دواړه لوري په خپلو پلازمېنو کې سلامشورې کوي.
په دې خبرو کې د ایراني پلاوي مشري عباس عراقچي او د متحدوایالاتو د پلاوي مشري د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکوف او جرید کوشنر کوله.
ایران ویلي دي چې دا مذاکرات به یوازې د ایران د اټومي پروګرام په اړه وي خو متحدایالات ټینګار کوي چې د ایران د بالستیک توغندیو او د دې هېواد د سیمه ایز رول موضوع هم باید په خبرو کې شامله وي.
ټرمپ وایي، په غیرمستقیم ډول د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې ښکیل دی
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، په غیرمستقیم ډول د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې ښکیل دی.
ټرمپ ټینګاروکړچې د تهران د اټومي پروګرم پرسر خبرې به ډیرې مهمې وي. نوموړي چې پرون دوشنبې ناوخته یې په خپله آیرفورس ون الوتکه کې سپرو خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل چې د ده په باور تهران غواړي یوه موافقه ترلاسه شي او زیاته یې کړه چې "دی فکرنه کوي چې هغوی به یوې موافقې ته د نه رسیدو د پایلو غوښتونکي وي."
ټرمپ له ایران سره د خبرو له لارې د یوې موافقې د احتمال خبره داسې مهال کوي چې متحدو ایالتونو خپله دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ هم منځني ختیځ ته لیږلې او که خبرې ناکامې شي نو واشنګټن د پوځي اقدام احتمال لپاره چمتووالی نیسي.
د سویس په جینیوا کې د عماني چارواکو په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو خبرود دوهم پړاو مشري به د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیف ویټکوف کوي. د دې خبرو لومړی پړاو د روانې میاشتې په پیل کې د عمان په پلازمینه مسقط کې ترسره شو.
تهران ویلي چې د امریکا د درنو اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام محدودولو ته چمتو دی ، خو د یورانیمو د غني کولو له حق څخه به لاس وانخلي.
واشنګټن هڅه کړې چې د خبرو اترو ساحه پراخه کړي ترڅو د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام باندې محدودیتونه او په منځني ختیځ کې د وسله والو ډلو لپاره د تهران ملاتړ پای ته رسول هم په کې شامل شي، خو دا هغه مسئلې دي چې تهران یې د منلو وړنه ګڼي.