د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

جرمني له دغه هېواد د هامبورګ د اسلامي مرکز د پخواني مشر د ايستلو حکم کړی


هامبورک کې د ايران اسلامي مرکز
هامبورک کې د ايران اسلامي مرکز

په جرمني کې د هامبورګ د اسلامي مرکز له تړل کېدو وروسته، د هامبورګ ایالت د کورنیو چارو وزارت اوس د اسلامي مرکز د پخواني مشر د ایستلو حکم ورکړی دی.

د دې وزارت یو ویاند نن (د اګست ۲۹مه) وویل، د ۵۷ کلن محمد هادي مفتح د ایستلو حکم همدا اوونۍ صادر شوی دی.

دغه ویاند په‌دې اړه چې دا کس اوس په جرمني کې دی او که نه نور جزیات ور نه‌کړل.

د جرمني خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د هامبورګ د کورنیو چارو وزارت په‌دې حکم کې ښاغلي مفتح ته ۱۴ ورځې ورکړی، چې د جرمني له خاورې ووځي.

د چارواکو په خبره، مفتح باید د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې د جرمني خاوره پرېږدي، که نه بېرته دې هېواد ته د ورتګ او هلته د اوسېدو پر اسنادو به يې بندیز ولګول شي.

هادي مفتح له ۲۰۱۸ کال راهیسې د هامبورګ د اسلامي مرکز مشر و.

د هامبورګ د استخباراتو د ادارې موندنې ښيي چې مفتح تر وروستیو وختونو پورې په جرمني کې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌يي رسمي استازی و.

په هامبورګ کې د اندي ګروت په نوم یو سناتور وايي، له جرمني د هادي مفتح اخراج په‌دې ایالت کې د اسلامي مرکز د تړل کېدو په لړ کې، بل اقدام دی.

د هغه په خبره: "په جرمني کې د ایران د بشري حقونو ضد رژیم د لوړو پوړو چارواکو دوران پای ته ورسېده او موږ د اسلامي افراطیت پر وړاندې د مبازرې لپاره ټولې لارې چارې کاروو."

د هامبورګ اسلامي مرکز له دریو لسیزو راهیسې د جرمني حکومت تر څارنې لاندې فعالیت کاوه، چې له‌دې وړاندې هم د سخت‌دریځۍ او یهودیت ضد فعالیتونو په تور د پولیسو له‌خوا پلټل شوي وو.
د هامبورګ اسلامي مرکز له دریو لسیزو راهیسې د جرمني حکومت تر څارنې لاندې فعالیت کاوه، چې له‌دې وړاندې هم د سخت‌دریځۍ او یهودیت ضد فعالیتونو په تور د پولیسو له‌خوا پلټل شوي وو.

له‌دې وړاندې په ۲۰۲۲ کال کې د هامبورګ د اسلامي مرکز مرستیال سلیمان موسوي فر د لبنان حزب‌الله ډلې سره د تړاو په تور د جرمني له خاورې ایستل شوی و.

په جرمني کې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د حزب‌الله ډلې فعالیت منع شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د (جولای په ۲۴مه) په یو بیان کې په هامبورګ کې د اسلامي مرکز د تړل کېدو حکم ورکړی و.

د حکم له‌مخې په جرمني کې د هامبورګ اسلامي مرکز سربېره، په فرانکفورت، مونیخ او برلین کې د دې مرکز څانګې هم تړلې شوې وې.

جرمني دغه اسلامي مرکز په اروپا کې د ایران مهم تبلیغاتي مرکز بللی و.

د جرمني حکومت هامبورګ اسلامي مرکز د سخت‌دریځو او اسلام‌پالو موخو د تعقیبولو او د یهود او اسراییلو ضد چلند ته د ودې ورکولو په موخه تړلی دی.

د دې مرکز استازو د هامبورګ د کورنیو چارو وزارت تورونه رد کړي او وايي، پر ضد به يې شکایت درج کړي.

د هامبورګ اسلامي مرکز له دریو لسیزو راهیسې د جرمني حکومت تر څارنې لاندې فعالیت کاوه، چې له‌دې وړاندې هم د سخت‌دریځۍ او یهودیت ضد فعالیتونو په تور د پولیسو له‌خوا پلټل شوي وو.

دا په‌داسې حال کې ده چې ایران هم د جرمني یو فرهنګي په‌دې هېواد کې په وروستیو کې تړلی دی.

XS
SM
MD
LG