د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

په تهران کې د جرمني ژبې د زده‌کړې مؤسسې د دفتر تړلو د برلین غبرګون پارولی


په راپور کې ادعا شوې چې په ایران کې د جرمني اړوند اکثرو مرکزونو په اړه ایراني دولت د سرغړونو راپورونه ترلاسه کړي چې دا مهال تر څېړنې لاندې دي.
په راپور کې ادعا شوې چې په ایران کې د جرمني اړوند اکثرو مرکزونو په اړه ایراني دولت د سرغړونو راپورونه ترلاسه کړي چې دا مهال تر څېړنې لاندې دي.

په تهران کې د جرمني ژبې د زده‌کړې مؤسسې تړلو د جرمني غبرګون پارولی او ویلي یې دي چې د سپیناوي لپاره به یې برلین کې د ایران سفیر احضار کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پرون سه‌شنبه په یوه خبرپاڼه کې د ایران له نوي ټاکل شوي حکومته غوښتي چې، ژر تر ژره په تهران کې د دوی د سفارت تر څارنې لاندې د جرمني ژبې دغې موسسې ته د فعالیت اجازه ورکړي.

تر دې وړاندې د ایران قضایه قوې پورې اړوند میزان خبري اژانس راپور ورکړی چې د جرمني ژبې د دغې موسسې دوه څانګې په تهران کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا تړل شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغې مؤسسې د تړلو لپاره هیڅ توجیه نه‌شته.

د دغه اژانس د راپور له‌مخې د جرمني دغه مؤسسه د ایران د قوانینو په نقض، غیر قانوني کړنو او پراخو مالي سرغړونو تورنه شوې او د تړلو حکم یې د ایران قضایه قوې کړی دی.

په راپور کې ادعا شوې چې په ایران کې د جرمني اړوند اکثرو مرکزونو په اړه ایراني دولت د سرغړونو راپورونه ترلاسه کړي چې دا مهال تر څېړنې لاندې دي.

د ایران تر دې اعلان وروسته جرمني پر دې اقدام سم‌لاسي غبرګون وښود او د بهرنیو چارو وزارت یې د ایران د امنیتي ځواکونو دغه اقدام وغنده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغې مؤسسې د تړلو لپاره هیڅ توجیه نه‌شته.

په ایران کې د جرمني ژبې د زده‌کړې مرکز په ۱۹۹۵ کال کې جوړ شو او د جرمني سفارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

د چارو یوشمېر کتوونکو د ازادي راډيو ایراني څانګې/راډيو فردا ته ویلي، ایران کې د جرمني ژبې دغه مرکز د جرمني په هامبورګ ښار کې د ایران د اسلامي مرکز د تړلو په غبرګون کې بند شوی دی.

هامبورک کې د ايران اسلامي مرکز
هامبورک کې د ايران اسلامي مرکز

جرمني د تېرې جولای میاشتې په وروستیو کې په هامبورګ کې د ایران د اسلامي زده‌کړو یو مرکز بند کړ.

جرمني هغه مهال وویل چې، د ایران دغه مرکز او څو نورې څانګې یې د سخت‌دریځه اسلامي اهدافو څخه د پيروي او د لبنان له حزب‌الله ډلې څخه د ملاتړ په هدف تړلی دی.

د جرمني شپيګل مجلې هغه مهال راپور ورکړ چې، دغه مرکز په یهودي ضد کړنو او له اسراییلو سره په دښمنۍ تورن دی او له حزب‌الله څخه چې فعالیت یې جرمني کې منع دی، ملاتړ کوي.

په هامبورګ کې د ایران د اسلامي مرکز تړل کېدو هغه مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت غبرګون وپاروه.

ایران هغه مهال د جرمني دا کار خصمانه اقدام او د بشري حقونو له اصولو یې ښکاره سرغړونه وبلله.

XS
SM
MD
LG