د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

هامبورګ کې د ایران د اسلامي مرکز تړل کېدل؛ جرمني: دې مرکز د یهودانو او اسراییلو ضد چلند ته وده ورکوله


په هامبورګ د ایران تړل شوی اسلامي مرکز
په هامبورګ د ایران تړل شوی اسلامي مرکز

د جرمني حکومت په هامبورګ کې د ایران اسلامي مرکز او ورسره تړلي بنسټونه د سخت‌دریځۍ او اسلامپالو موخو د تعقیبولو په تور تړلي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د جولای ۲۴مه په یو بیان کې ویلي، د محکمې د حکم له مخې يې نن سهار د دې هېواد په اتو ایالتونو کې د ایران د اسلامي مرکز اړونده ۵۳ ځایونه پلټلي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د هامبورګ اسلامي مرکز سربېره، چې په جرمني کې یو له پخوانیو جوماتونو څخه دی، په فرانکفورت، مونیخ او برلین کې د دې مرکز اړونده څانګې هم تړل شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په خبره، د شیعه‌ګانو څلور نور جومات هم به په دې هېواد کې وتړل شي.

رویټرز وړاندې په راپور کې وايي، د نومبر په میاشت کې د دغه مرکز له ۵۵ اړونده څانګو د پلټنې پر مهال داسې شواهد ترلاسه شوي چې د دې مرکز د تړلو کېدو سبب شول.

د جرمني استخباراتي ادارې د هامبورګ اسلامي مرکز او اړونده څانګې د سخت‌دریځو او اسلامپالو موخو د تعقیبولو په تور تړلي او زیاته کړې ده چې په اکثراً دې مرکزونو کې د یهود او اسراییلو ضد چلند ته وده ورکول کېده.

د جرمني د شپېګل ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې هیواد د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د تېرې چهارشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د هامبورګ اسلامي مرکز د فعالیت پر دوام دې بندیز ولګول شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر
د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر

د ورځپانې په راپور کې وړاندې راغلي، د شواهدو له ارزولو وروسته د کورنیو چارو وزارت شکونه تایید او دا معلومه شوه چې دا مرکز د یهودو ضد او د اسراییلو سره د دښمنۍ په اړه د اسلامپالو نظریاتو ته وده ورکوي او د ایران له ملاتړه برخمن د حزب‌الله ترهګریز سازمان چې په جرمني کې پرې بندیز لګول شوی، ملاتړ کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي، د هامبورګ اسلامي مرکز فعالیتونه د جرمني د اساسي قانون خلاف دي او له همدې امله د دې مرکز او اړوندو ټولو څانګو فعالیتونو باندې بندیزولګول شي.

د تېر کال په مني کې ۸۰۰ پولیسو د جرمني په څو ایالتونو کې پر دغه مرکز او اړونده څانګو يې چاپې وهلې وې چې هغه مهال يې اسناد، کمپیوټرونه، موبایلونه او په زیاته اندازه نقدې پیسې ضبط کړې وې.

په هامبورګ کې د ایران اسلامي مرکز له درېیو لسیزو راهیسې د جرمني حکومت تر څارنې لاندې فعالیت کوي چې له دې وړاندې هم دا اسلامي مرکزونو د سخت دریځۍ او یهودیت ضد فعالیتونو په تور د پولیسو له‌خوا پلټل شوي وو.

XS
SM
MD
LG