د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي کډوال له ډول ډول ستونزو شکایت کوي


دغه کډوال تېر کال له پاکستان څخه ارزګان ته ستانه شوي چې اوس په خېمو کې له کړاوه ډک ژوند تېروي.
دغه کډوال تېر کال له پاکستان څخه ارزګان ته ستانه شوي چې اوس په خېمو کې له کړاوه ډک ژوند تېروي.

د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال وايي، د نورو ستونزو سربېره، د سرپناه د نه موجودیت له کبله له کړاوه ډک ژوند تېروي.

په داسې حال چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ روانه ده، یو شمېر ستانه شوي کډوال په افغانستان کې له ډول ډول ستونزو شکایت کوي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت او مرستندویه ادارو له‌خوا یې د ژوند شرایطو د ښه‌والي برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

اکرام‌الله چې اوس په لغمان ولایت کې په یو نیمه ویجاړ کور کې اوسېږي، وايي چې کال وړاندې چې کله له پاکستانه راستنېده په تورخم کې ورسره د نور ژمنو ترڅنګ د سرپناه د ورکړې ژمنه هم وشوه، خو په خبره یې پوره شوې نه ده.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "یو کال مخکې له پاکستان څخه راغلي یوو چې کله راتلو موږ سره په تورخم کې ژمنه وشوه چې تاسو ته به د استوګنې لپاره یو نمره ځای درکړو، خو دا ژمنه لا هماغسې ژمنه پاتې او تراوسه پورې موږ ته هېڅ هم نه دي شوي، دومره وس نه لرو چې یو سم کور په کرایه ونیسو."

حفیظ چې اوس د فاریاب ولایت په ګریزیوان ولسوالۍ کې د خپل ورور په کور کې اوسېږي، وايي چې ډېره موده کېږي چې ورور ته یې کرایه نه ده ورکړې.

له ایرانه فاریاب ته ستون شوی افغان کډوال، حفیظ وايي: زه تېر کال له ایران څخه راستون شوم، د سرپناه په ګډون د ژوند له ټولو لومړنیو اسانتیاوو بې برخې یم، پوروړی هم یم.

هغه له ایران څخه راستوی شوی او د خپلو ستونزو په اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "زه تېر کال له ایران څخه راستون شوم، د سرپناه په ګډون د ژوند له ټولو لومړنیو اسانتیاوو بې برخې یم، پوروړی هم یم، دا چې ځای مې نه درلود د خپل ورور چې هغه اوس په ایران کې اوسيږي کور مې د میاشتې په ۲۵۰۰ افغانۍ په کرایه نیولی البته چې اوس خو پیسې هم نه لرم چې ور یې کړم."

نوموړی ادعا کوي چې د طالبان د حکومت او مرستندویه ادارو له‌خوا ورسره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.

د کونړ ولایت اوسېدونکی ساجد چې هغه هم له پاکستان څخه راستون شوی د ورته ستونزو یادونه کوي، خو وايي، هغوی چې ژمنې یې ورسره کړې وې باید لاسنیوی یې وکړي.

راستانه شوي افغان کډوال په داسې حال کې د ژوند له کړاوه شکایت کوي چې تازه د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت ویلي چې د راستانه شویو افغان کډوالو لپاره به د نورو اسانتیاوو سربېره، د استوګنې لپاره نومرې ووېشي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني پرون شنبه د اګست۳۱مه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون ته ویلي چې د طالبانو د مشر تر حکم وروسته به راستانه شویو کډوالو د استوګنې د نمرو د وېش لړۍ پیل شي.

د حقاني د معلوماتو له مخې دا مهال د افغانستان ۲۹ ولایتونو کې ۴۶ ښارګوټي شته، خو ځینې یې غصب شوي وو چې دوی بېرته راګرځولي او د ژوند لومړنیو اسانتیاووې په‌کې برابرې شوې دي.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان او ایران حکومتونو په دې وروستیو اوونیو کې له دغو هېوادونو د قانوني اسنادو نه‌لرونکو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

تر دې واړندې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو چې په تېرو درېیو کلونو کې نږدې څلور میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي چې ډېره برخه یې له پاکستانه ستانه شوي دي.

له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې
له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر په میاشت کې له دغه هېواده د بې اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

که څه هم وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له حکومت غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي، خو پاکستان چارواکو بیا په ټینګار سره ویلي چې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG