د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

تهران کې د بې اسنادو وګړو د پېژندلو او ایستلو په موخه تګلاره اعلان شوې؛ افغان کډوال یې اندېښمن کړي


په ایران کې پولیس د پلټلو پر مهال
په ایران کې پولیس د پلټلو پر مهال

د تهران د اتباعو او د بهرنیو کډوالو عمومي اداره د بې اسناده وګړو د پېژندلو او ایستلو لپاره د تهران په رى کې سيمه کې د یوې تګلارې د پیل اعلان وکړ.

له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په دوام، دا ځل د تهران په رى سیمه کې د تهران د اتباعو او د بهرنیو کډوالو عمومي ادارې "ناقانونه اتباعو" د پېژندلو او ایستلو د یوې تګلارې د پیل خبرداری ورکړی دی.

د دې ادارې مشر احسان حيدري تازه ويلي چې د يادې تګلارې چارې په بشپړ ډول پلي کېږي او تر وروستي کسه پورې به دوام وکړي.

نوموړي زياته کړې چې د ایران د کار قانون د ١٨١مې مادې له مخې هغه د کار مالکان چې بې اسناده کډوال په کار وګماري، قانوني چلند به ورسره وشي.

د ایران د صداى سيماى خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د نوموړي له قوله ویلي، هغه کسان چې له دې قانونه سرغړونه کوي، جریمه او د سرغړونې د دوام په صورت کې به له ۹۰ تر ۱۸۰ ورځو په بند به محکوم شي.

د ایران حکومت اکثره د بې اسنادو افغان کډوالو لپاره د "بهرني وګړو" اصطلاح کاروي.

په همدې حال کې یو شمېر بې اسناده افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له ایرانه افغانستان ته استول شوي، وايي چې د کار پر مهال د پولیسو له‌خوا نیول شوي او دوی ته کار ورکوونکي کسان یې هم جریمه شوي دي.

احمد فواد رباني هغه افغان کډوال دى چې تازه له ايرانه افغانستان ته ستون شوى دی.

هغه ازادي راډيو وويل: " يوه نيمه مياشت کېږي چې زه د ايران د پوليسو له‌خوا له دې هېواده وايستل شوم، له هغې دوه مياشتې وړاندې کارخانه کې چې ما کار کاوه، پوليس راغله زه يې ونيولم او د پوليسو مرکز ته يې بوتلم، يوه ورځ مو هلته تېره کړه، زما د کارخونې مالک او مونږ يې په ضمانت خوشې کړو، بيا لاړو کار ته او پوليس راغلل زما د کارخونې مالک يې شل ميليونه جريمه کړ او مونږ بيا بى کاره شو بيا مجبور شو خپل وطن ته راشو او په دې دومره وخت کې چې هم دلته راغلي يوو له بې‌کارۍ رنځ وړو روزګار نه لرو."

په همدې حال کې د تهران د ری ښار د امنیت مسوول باب الحواجي په دغه ښار کې بى اسناده کډوالو ته د خبرداري تر څنګ د قانون پر پلی کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې ښار کې مېشت بې اسناده کډوال به بېرته له خپلو پولو واړوي.

هغه په ايران کې د ناقانونه بهرنیو وګړو شتون هم یو ګواښ وباله او ویې ویل چې که دوی جرم ترسره کړي نو د هغوی پېژندل ستونزمن کار دی.

الحواجي د ری ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې دغو کسانو ته خپل کورونه په کرایه ورنه کړي او د تهران په ری سيمه کې يې د املاکو له سلاکارانو وغوښتل چې د غیرقانوني وګړو لپاره کورونه دې او ځمکې نه ورکوي.

په همدې حال کې په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې د ایران د حکومت دا ډول سختې تګلارې به د دوی ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

نایب وايي: اول دا چې يو افغان کار نه‌شي پيدا کولی بيا يې که پيدا هم کړي په نيم قيمت او بيا يې کار خاوند معاش نه ورکړي او ورته تعنه ورکوي چې ته کور نه لرې ځاى نه لرې هېواد نه لرې.

د ايران په تهران کې افغان کډوال حفيظ‌الله نايب په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "افغانى په ايران کې کار نه کوي، اجازه نه لري چې د درد يوه ګولۍ وخوري، يو افغان په ايران کې سپک کېږي، تحقير کېږي او بې عزته کېږي. اول دا چې يو افغان کار نه‌شي پيدا کولی بيا يې که پيدا هم کړي په نيم قيمت او بيا يې کار خاوند معاش نه ورکړي او ورته تعنه ورکوي چې ته کور نه لرې ځاى نه لرې هېواد نه لرې."

ایران د افغانستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی چې زیات شمېر افغانان کډوال په کې اوسیږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په غیر قانوني توګه ژوند کوي.

تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي وو چې په تېر کال کې له ایران څخه شاوخوا يو میلیون او ٣٠٠ زره بهرني وګړي ايستل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG