د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

ملګري ملتونه: له پاکستانه افغانستان ته په بېرته راستنو شویو کې له نیمایي ډېرې ښځې دي


ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې
ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې له پاکستانه افغانستان ته نږدې ۱۰۰۰ راستانه شوي افغان کډوال ثبت کړي چې تر نیمایي زیات یې ښځې دي.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" اعلان کړی چې په تېره اوونۍ کې له پاکستانه افغانستان ته د بېرته راستنو شویو له نیمایي زیات یې ښځې دي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په راپور کې چې د یکشنبې په ورځ د اګست پر څلورمه یې خپور کړی، راغلي چې د روان زېږدیز کال د جولای له ۲۸مې د اګست تر درېیمې نېټې ۹۵۳ کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې ۵۱ سلنه یې ښځې دي.

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د معلوماتو له مخې، د دغو بېرته راستانه شویو ۲۸ سلنه یې هغه کورنۍ دي چې سرپرستانې یې ښځې دي او ۶۱ سلنه یې تر ۱۸ کلنو کم عمر لرونکي دي.

دا ښځې او کورنۍ په داسې حال کې خپل هېواد ته ستنې کړل شوي چې ښځې په افغانستان کې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګڼو محدودیتونو او بندیزونو سره مخ دي، له دې سره سره په هېواد کې د اکثرو خلکو اقتصادي وضعیت بد او بشري مرستو ته یې اړتیا ډېره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې به پاکستانه بېرته راستنې شوې یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې ور له غاړې ده، ازادي راډیو ته یې وویل چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونو په هېواد کې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

له پاکستانه ننګرهار ته ستنه شوې کډواله راضیه وايي: خاوند مې کله دیاړي کوي کله بل څه، موږ خواران به څه کار وکړو، غریبي ده کارونه خو په پیسو جوړېږي، موږ هر یو کارکولای شو خو که څوک یې فرصت راکړي.

افغان کډواله راضیه هم چې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته په جبري توګه ستنه کړل شوې او اوس په ننګرهار ولایت کې اوسېږي، ازادي راډیو ته یې وویل: "موږ دا اوس اوس راغلي یو پاکستان نه، زموږ وضعیت رښتیا هم ډېر خراب دی، غریبي مو ډېره زیاته ده، کارونه نه‌شته، څلور مې ماشومان دي او موږ ښځه خاوند یوو، خاوند مې کله دیاړي کوي کله بل څه، موږ خواران به څه کار وکړو، غریبي ده کارونه خو په پیسو جوړېږي، موږ هر یو کارکولای شو خو که څوک یې فرصت راکړي."

د کابل ښار اوسېدونکې اسیه هم وایي چې څو میاشتې وړاندې په جبري توګه له پاکستانه افغانستان ته ستنه کړل شوې، خو په افغانستان کې هم له زیاتو ستونزو سره مخ ده.

دا وایي: "څو میاشتې کېږي چې له پاکستانه کابل ته راستانه شوي یوو، هلته زموږ وضعیت ښه وه، لنډمهالو کورسونو ته به تلم، دلته نه کار شته، نه درس او نه تفریح، ان پارک ته هم نه شو تللی، لکه یوه بندي په کور کې بندې یوو."

دوی په داسې حال کې افغانستان ته له ستنېدو وروسته له ستونزو سره د لاس و ګرېوان کېدو له امله شکایتونه کوي چې په پاکستان کې یې هم ژوند ارامه نه وه.

پاکستاني پولیسو همدا تېره اوونۍ هم د ښځو په ګډون یو شمېر بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.

په پاکستان کې پولیس د یوه افغان کډوال د کور د پلټلو پر مهال
په پاکستان کې پولیس د یوه افغان کډوال د کور د پلټلو پر مهال

له دې مخکې هم یو شمېر افغان کډوالو په دغه هېواد کې د ویزو د تمدید په برخه کې د ستونزو له امله شکایتونه کړي وو او ازادي راډیو سره یې خبرو کې ویلي چې ان په ځینو مواردو کې د رشوت یا بډو ورکولو ته اړ ایستل شوي دي.

له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د طرحې په پلي کېدو په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدنه زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳م کال له نومبره تر اوسه نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG