د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د ډله‌ييز امنيتي تړون غونډه؛ له نشه‌يي توکو پاک د سوله‌ييز افغانستان غوښتنه وشوه


د ډله‌ييز امنيتي تړون د غړو هېوادونو د تېرې ورځې ناسته
د ډله‌ييز امنيتي تړون د غړو هېوادونو د تېرې ورځې ناسته

د ډله‌ییز امنیتي تړون د غړیو هېوادونو مشرانو پرون په قزاقستان کې د یوه داسې افغانستان غوښتنه وکړه چې تروریزم او مخدر مواد په‌کې نه‌‌‌وي.

ياد سازمان اعلان وکړ چې، له جګړې، تروریزم او مخدرو موادو پاک سوله‌‌ییز افغانستان غوښتونکي دي.

"ځینو استخباراتي سرچینو ویلي دي چې طالبانو د افغانستان له شمال څخه درنې وسلې ایستلي دي، دې مسئلې له کبله ځینې هېوادونه اندېښمن شوي
محمدهاشم دانش

دوی پرون (پنج‌شنبې) د قزاقستان په پلازمېنه آستانې کې د یوې اعلامیې په تصویبولو، د افغانستان لپاره د بشري مرستو د زیاتولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د یوه سوله‌ییز، خپلواک او متحد هېواد په توګه د افغانستان ملاتړ کوي.

دوی همداراز د یو داسې ټول‌شموله حکومت د جوړېدو پر اهمیت ټینګار کړی چې، د افغانستان د ټولنې د ټولو پرګنو ګټې تمثیل کړي، ځکه چې د دوی په باور دا د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره یو کلیدي عنصر دی.

د ډله‌‌ییز امنیتي تړون سازمان، چې په ۲۰۰۲میلادي کال کې جوړ شوی؛ بلاروس، قزاقستان، روسیه، تاجکستان، ارمنستان او قرغیزستان یې غړي هېوادونه دي.

د ډله‌ییز امنیتي تړون ګډې امنیتي شورا اعلامیه، چې په استانه کې د دغه تړون د سرمشریزې په پای کې خپره شوې، پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د دې هېواد د زېربناو د پراختیا لپاره د بشري مرستو کچه لوړه کړي.

د قرغیزستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر پرون (پنج‌شنبې) وویل چې د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) په سرمشریزه کې د تاجکستان-افغانستان د پولې د لا پیاوړتیا پرېکړه وشوه.

د قرغزستان ولسمشر سیدر جاپاروف. د CSTO غونډه. قازقستان. آستانه د نومبر ۲۸، ۲۰۲۴
د قرغزستان ولسمشر سیدر جاپاروف. د CSTO غونډه. قازقستان. آستانه د نومبر ۲۸، ۲۰۲۴

د ډله‌‌ییز امنیتي تړون د مشرانو په غونډه کې د تاجکستان-افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره هدفمن پروګرام تایید شو.

روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځلونو د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

د تاجکستان-افغانستان د پولې د پیاوړتیا پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې، د تېرې لړم میاشتې په ۲۷مه یوې وسله‌‌‌والې ډلې د افغانستان له خاورې د تاجکستان په ختلان ولایت کې په یوه برید کې یو چینايي وګړی وواژه.

له‌‌‌دې پېښې وروسته د طالبانو او تاجکستان ځايي چارواکو د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره په خپل منځ کې خبرې وکړې او د تاجکستان دوو سرچینو، چې په‌‌‌دې اړه پلټنه کوي وویل چې، طالبانو ژمنه کړې د چینايي او تاجکستاني اتباعو د حملې د عاملانو په موندلو او نیولو کې به مرسته وکړي.

د سیاسي چارو افغان شنونکی ډاکتر محمدهاشم دانش وايي، سره له‌‌‌دې چې په تېرو درېيو کلونو کې د افغانستان له لوري د منځنۍ اسیا هېوادونو ته کوم جدي ګواښ نه‌‌دی پېښ شوی، خو د دې سیمې هېوادونه د افغانستان په شمال کې د داعش او نورو افراطي ډلو د قوت اخیستو له درکه اندېښنه لري.

نوموړی وايي: "ځینو استخباراتي سرچینو ویلي دي چې طالبانو د افغانستان له شمال څخه درنې وسلې ایستلي دي، دې مسئلې له کبله ځینې هېوادونه اندېښمن شوي او داسې فکر کوي چې، احتمال شته د افغانستان په شمال کې داعش او يا د منځنۍ اسیا سخت‌دریځې ډلې په شمال کې فعاله شي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي."

د ډله‌‌‌ییز امنیتي تړون د غونډې برخوالو هېوادونو د نړیوالو او سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه هم بحث وکړ او۱۴ سندونه یې لاسلیک کړل.

د شورا غړي باور لري چې، د اقتصادي اړیکو پراختیا او په سیمه‌ییزو اقتصادي سیسټمونو کې د افغانستان ادغام به د سولې او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

شورا همدارنګه د افغانستان د وضعیت د تنظیم لپاره د ملګروملتونو تر چتر لاندې د څو اړخیزو پلاتفورمونو پر وړتیا ټینګار وکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG