د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

متقي په مسکو فارمټ غونډه کې: داعش د افغانستان له پولو بهر مرکزونه لري


د داعش وسله‌والې ډلې بيرغ
د داعش وسله‌والې ډلې بيرغ

طالب چارواکو یو وار بیا وویل چې داعش له افغانستانه د باندې مرکزونه لري او دوی د سیمې له هېوادونو غواړي چې دې ډلې ته د جلب و جذب اجازه ورنه‌کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون (جمعه) د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې وویل، د داعش روزنیز مرکزونه د افغانستان له پولو د باندې دي او د دې ډلې غړي له بهر څخه افغانستان ته راغلي دي.

تر دې مخکې طالب چارواکو ویلي و چې، داعش په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې روزنیز مرکزونه لري او مشران یې هم په پاکستان کې اوسي.

"زموږ په منطقه کې داعش زموږ مشکل نه‌دی، بلکې د منطقې مشکل دی، یو ویروس دی
زمان ستانيزی

متقي د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې وویل: "موږ د سیمې په ټولو هېوادونو غږ کوو چې په داعش کې د خپلو اتباعو د جذبېدو او افغانستان او نورو هېوادونو ته د ورانکارو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د هغوی د لېږلو په مخنیوي کې همکاري وکړي."

د امریکا په کلیفورنیا کې د پوهنتون استاد ډاکتر زمان ستانیزی هم وايي، داعش بهرنۍ پدیده ده او د نورو د ګټو لپاره د افغانستان له خاورې او ځانګړو شرایطو استفاده کوي.

نوموړی وايي: "زموږ په منطقه کې داعش زموږ مشکل نه‌دی، بلکې د منطقې مشکل دی، یو ویروس دی چې د خاصو رژیمونو د استقرار د له‌منځه وړلو لپاره تعبیه کېږي، بشري قوه تر ډېره له پاکستان او تاجکستانه اخلي."

تېره اوونۍ د طالبانو المرصاد خبري شبکې د داعش د درېیو نیول شویو غړیو اعترافونه خپاره کړل.

له ارشيفه د نيول شويو داعش وسله‌والو يو انځور
له ارشيفه د نيول شويو داعش وسله‌والو يو انځور

دا کسان په کابل د سنبلې په ۱۲مه د لویې څارنوالۍ مخې ته په وژونکې حملې کې د لاس لرلو په تور نیول شوي وو.

څرګنده نه‌ده چې د دغو کسانو اعترافونه په کوم ډول شرایطو کې اخیستل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ مخته په برید کې ۴۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

هغه مهال داعش د برید مسوولیت ومانه.

په ویډیو کې چې المرصاد پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر خپره کړې، داعش ته منسوب درې غړي اعتراف کوي چې، د تېرې میاشتې په برید او یوشمېر نورو حملو کې یې لاس درلود.

دغه کسان چې دوه یې افغانان او درېیم یې د تاجکستان تبعه دی، وایي چې داعش دوی کلونه وړاندې جذب کړي او د روزنې لپاره یې د بلوچستان کوټې ښار ته لېږلي وو.

د مسکو فارمټ په نوم غونډه د جمعې په ورځ پای ته ورسېده.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

له بلې خوا د نړیوال بحران ډلې غړي ګریم سمیت فرانس پریس اژانس ته وویل، لوېدیځو استخباراتي چارواکو ورته ویلي چې: "د داعش خراسان ډلې پر وړاندې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په شمول له طالبانو سره همکاري دوام لري او دا چاره طالبانو ته اجازه ورکوي چې د ترهګرو پر وړاندې وژونکي اقدامات وکړي."

سره له‌دې چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې جګړه سړه شوې، خو داعش لا هم خونړیو بریدونو ته دوام ورکړی او حتی له افغانستانه یې په بهرنیو هېوادونو کې بریدونه پلان کړي دي.

دې ډلې په مارچ میاشت کې په مسکو کې د یوه کنسرت پر هال په برید کې تر ۱۴۰ ډېر کسان ووژل او په جنورۍ کې یې د ایران په کرمان کې په بمي بریدونو تر ۹۰ ډېر کسان ووژل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG