د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې د امنیتي پېښو دوام؛ سوله څه مفهوم لري؟


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله‌والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله‌والو د چلند یو انځور

نن د سپټمبر ۲۱مه په داسې حال کې په نړۍ کې د سولې ورځ نمانځل کېږي چې اسراییل، لبنان، غزه، روسیه او اوکراین په خونړیو جګړو کې ښکېل دي.

په ۱۹۸۱ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د سپټمبر درېیمه سې شنبه د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې د پرانیستې ورځ، د سولې نړیواله ورځ اعلان کړه.

دوې لسیزې وروسته له هغه چې په ټوله نړۍ کې د سولې ورځ په رسمیت وپېژندل شوه، په ۲۰۰۱م کال کې د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلۍ د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ اعلان کړه.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې یو انخور
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې یو انخور

دا ورځ ښايي په هغو هېوادونو کې چې په جګړه کې ښکېل نه دي او یا له سختو ټولنیزو ستونزو سره مخامخ نه دي، ډېر پام ځان ته وانه‌ړوي، خو په هغو هېوادونو کې چې پر له‌پسې جګړو، بحرانونو او بې‌وزلیو ځپلي، ځانګړی اهمیت لري.

له همدې کبله د یوې جنګ ځپلې سیمې اوسېدونکې مېمله وايي:

هغوی د سولې په خوند څه پوهېږي - چا چې په ژوند کې جنګ لیدلی نه وي
هغوی د جنګ له زوه څه خبرېږي-چا چې په جنګ کې خپل بایللی نه وي

سوله د هر چا لپاره بېل مفهوم لري. ممکن د یوه کلیوال بزګر لپاره چې نور یې د کلي په لاره یا پټي کې ماین نه اېښودل کېږي یا یې پر کلي چاپه نه وهل کېږي، سوله دا وي چې جګړه درېدلې ده، خو د یوې زده‌کوونکې نجلۍ لپاره چې له ښوونځي او ډېرو نورو لومړنیو حقونو محرومه شوې، بل مفهوم لري.

شبانه پوپلزۍ ته، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له زده‌کړو محرومه شوې، سوله څه معنا لري؟

هغه وايي: "سوله یعنې امن، یعنې داسې وضعیت چې جنګ نه وي او خلک په ارامه فضا کې ښوونځي، کار او بازار ته تللی شي، څوک یې په دې او هغه نوم مخه نه نیسي."

ارشیف: په فراه کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغاستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په فراه کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغاستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

سره له دې چې وسله‌والې نښتې درېدلي، ګڼ شمېر افغان ښځې او ځوانان اوسنی حالت تر جګړې ناوړه ګڼي، ځکه چې دا وضعیت د دوی په وینا روحي او فزیکې مرګ دی.

زرمینه صدیقي او حسنا وردک په دې اړه نظرونه لري.

مېرمن ضدیقي وویل: "زما لپاره د سولې معنا دا ده چې زه پوهنتون ته ولاړه شم، کار وکړای شم او خپلې ټولې انساني ازادۍ ولرم."

دغه راز حسنا وردک وویل: "د یوې ښځې په توګه زما لپاره سولې خپله معنا بایللې ده، ځکه سوله هغه څه ده چې د انسان فزیکي، روحي او رواني حالت ارام وي، خو افغانستان کې اوس ښځې په روحي او رواني ډول هره ورځ وژل کېږي."

د طالبانو حکومت وايي چې د دوی له بیا واک ته رسېدو وروسته سوله ټینګه شوې او جګړه پای ته رسېدلې ده.

حتی هغوی چې د طالبانو امنیت هم تاییدوي وايي چې یوازې امنیت کفایت نه کوي.

ازادي راډیو ته یوه اورېدونکي بې له دې چې خپل نوم وښيي، وویل: "الحمدالله اسلامي امارت سراسري امنیت راوستی دی، په ټول افغانستان کې امنیت دی، موږ ورته خوشاله یوو، خو دا کفایت نه کوي، خلک مو غریب دي، وزګاره دي، باید د کار زمینې برابرې کړي، ښوونځي یې بند دي باید د نجونو ښوونځي پرانېزي."

خو د میدان وردک ولایت یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وویل چې په افغانستان کې د پخوا پرتله جګړه کمه شوې او خلک ارام دي، خو اقتصادي وضعیت او له هېواده د خلکو تېښته د اندېښنې وړ ده.

هغه وويل: "سوله په دې معنا چې خلک ونه وژل شي، ځوانان کار ولري او خلک له هېواده وتلو ته مجبور نه‌شي."

د افغانستان د دفاع وزارت د پخواني مرستیال شاه محمود میاخېل په نظر امن هغه دی چې په یوه هېواد کې ټول خلک مصئونیت احساس کړي، د خپلې کورنۍ او اولادونو راتلونکې ورته خوندي ښکاره شي او د کار او روزګار فرصت ولري.

د افغانستان د دفاع وزارت د پخواني مرستیال شاه محمود میاخېل
د افغانستان د دفاع وزارت د پخواني مرستیال شاه محمود میاخېل

میاخېل وویل: "کله چې د امن خبره راځي، نو د امن تعریف فزیکي امنیت دی او بشري امنیت دی چې دا په افغانستان کې نه‌شته، هغه فزیکي امنیت چې طالبان وايي دوی راوستی دی، زیاته برخه یې انفجار او انتحار و چې دوی به خپله کاوه او اوس نه‌شته، اما نورې جنايي پېښې، اختطافونه، مرموز قتلونه د جمهوریت تر وخت هم زیات دي، کم نه دي."

میاخېل همدې عواملو ته په اشارې وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په لکونو افغانان وتلي او لا هم هره ورځ ګڼ خلک له هېواده یا وځي یا یې د وتلو هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو د تعریف پر اساس، سوله نه یوازې د جګړو درېدا ده، بلکې یوه مثبته او خوځنده مشارکتي پروسه ده چې په هغې کې خبرې اترې تشویق کېږي او نښتې په همکارۍ او د متقابل درک په روحیې پای ته رسېږي.

د شخړو د حل د چارو نظرخاونده لیزا سروش باوري ده چې سوله په عمومي ډول تعرض او مزاحمته کراري ده او د دې معنا یوازې دا نه ده چې جګړه نه وي، بلکې نور شرایط هم ورسره تړلي دي.

هغه وايي: "د خلکو صحرايي شکنجه، ظلم، د مذهبي عقایدو په خاطر وژنې، د ازادۍ او عدالت نشتوالی او لسګونه نور دا ډول موارد شته چې د طالبانو په حکومت کې یې وینو."

د اغلې سروش په وینا، سوله یو ټولنیز قرارداد دی او د یوه مدني حکومت او د قواوو د انډول په موجودیت کې رامنځته کېږي، خو دا هغه څه دي چې د طالبانو په حکومت کې نه‌شته.

طالبان یوازې د جګړې بندېدا ته سوله وايي، خو راپورونه ښيي چې طالبانو نه د داعش او نه د خپلو نورو مخالفانو بریدونه یو مخ پای ته رسولي دي.

هر څه موده وروسته د بریدونو او چاودنو راپورونه ورکول کېږي.

د پوځي چارو کارپوه محمد رادمنش سوله له ازادۍ سره تړلې بولي.

رادمنش وايي: ازادي په عام شکل د مخته تګ او ترقي چې په اقتصادي او فرهنګي برخو کې موثره ده، معنا ورکوي لیکن طالبان چې د سولې د راوستو ادعا کوي، صرفاً افغانستان یې د تروریستانو او ترهګرو په ډګر بدل کړی.

هغه وايي: "ازادي په عام شکل د مخته تګ او ترقي چې په اقتصادي او فرهنګي برخو کې موثره ده، معنا ورکوي لیکن طالبان چې د سولې د راوستو ادعا کوي، صرفاً افغانستان یې د تروریستانو او ترهګرو په ډګر بدل کړی او متاسفانه ښځې او ځوانان یې له رواني او روحي نظره له مختلفو تهدیداتو سره مخامخ کړي چې دا د طالبانو سوله بې بنسټه ثابتوي."

له همدې امله، د سپټمبر ۲۱مه نه یوازې د ملتونو ترمنځ د سولې د ودې او خونديتوب د څرنګوالی په اړه د خبرو اترو لپاره، بلکې په شخړه کې د ښکېلو ډلو لپاره د ۲۴ ساعته اوربند او جګړې نه کولو لپاره یو فرصت دی.

په حقیقت کې د سولې په نوم د یوې ورځې نومونې د نړۍ خلکو ته فرصت رامنځته کړ چې سولې ته خپله ژمنتیا په یاد وساتي او بې له دې چې په خپل منځ کې سخت اختلافات په پام کې وساتي، د سولې د کلتور په رامنځته کولو کې برخه واخلي.

سږ کال هم د سولې نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې انسانان او د ځمکې کره له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده.

د ملګروملتو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په وینا د سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او اقلیمي ستونزو له کبله تر بل هر وخت زیات خلک د خپل کور کلي پرېښودو ته اړ ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

اور لګېدنې، سېلونه، د ځمکې د تودوخې ډېرېدا، بې‌وزلي، نا برابري، نا انصافي، نا باوري، تعصب او توپیرونه دا ټول هغه علتونه دي چې سوله ګواښي.

سرمنشي تېر کال د دې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي وو چې د وسله‌والې جګړې پر بندېدو سربېره، د سولې لپاره نورو ډېرو اقداماتو ته اړتیا ده چې باید وشي او حقیقي سوله هغه وخت ممکنه ده چې د نړۍ د ټولو وګړو انساني حقونه پر ځای شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG