د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

آی‌اي‌پي: افغانستان په جنوبي اسیا کې تر ټولو کم امن ترینه هېواد دی


د ۲۰۲۱م کال د نومبر په ۱۷مه کابل کې چاودنه شوې وه. په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو.
د ۲۰۲۱م کال د نومبر په ۱۷مه کابل کې چاودنه شوې وه. په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان وو.

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ وايي، افغانستان په جنوبي اسیا کې تر ټولو کم امن ترینه هېواد دی.

دغه انسټېټیوټ د سې شنبې په ورځ "د ۲۰۲۴م کال د سولې د نړیوال شاخص" په نوم د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، سره له چې افغانستان تېر کال په دې برخه کې تر ټولو ستر پرمختګ درلود، خو سږ کال په امنیتي او پوځي برخه کې د د دغه هېواد وضعیت کړکېچن شوی دی.

د "آی‌اي‌پي" د راپور له مخې، افغانستان په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

دغه راز ویل شوي چې د کورنیو جګړو د مرګ‌ژوبلې شمېر په ۲۰۱۷م کال کې له ۱۸زره کسانو څخه په ۲۰۲۳م کال کې ۳۵۰ تنو ته راټیټ شوی او افغانستان اوس له ترهګرۍ څخه تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد نه دی.

په کابل کې د داعش پر ضد د وسله والو طالبانو د عملیاتو یو انځور
په کابل کې د داعش پر ضد د وسله والو طالبانو د عملیاتو یو انځور

په دې راپور کې راغلي چې اوس د افغانستان پر ځای یمن د نړۍ تر ټولو په کم امنه هېواد بدل شوی دی.

افغانستان د ۲۰۲۴م کال د سولې د شاخص په جدول کې د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې ۱۶۰م ځای کې راغلی دی.

له افغانستان وروسته سوډان، جنوبي سوډان په دې کتار کې او یمن په ۱۶۳م ځای کې راغلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې د حکومت چارواکو د بشپړ امنیت د تامینولو ادعا کړې او ویلي یې دي چې په ټول افغانستان کې یې د فساد مخه نیولې او سوله یې تامین کړې ده.

خو یو شمېر افغانان وايي، سره له دې چې افغانستان کې جګړې کمې شوي، خو اقتصادي وضعیت یې بیا خراب شوی دی.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: اوس چې وایي سوله او رامي شته، سمه ده خو ټول مرګ ته برابر دي، دا ډول سوله هېڅ معنا نه لري، د دې ډول سولې طرف داره نه یوو.

د کابل ښار یو اوسېدونکي، چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل: "پخوا که راکټونه راتلل، خو ډوډۍ به وه، اوس چې وایي سوله او رامي شته، سمه ده خو ټول مرګ ته برابر دي، دا ډول سوله هېڅ معنا نه لري، د دې ډول سولې طرف داره نه یوو."

د فراه ولایت اوسېدونکی او بزګر نعمت‌الله هم ورته نظر لري.

هغه وویل: "دلته جګړه نه‌شته، خو د ډوډۍ او د وچکالۍ جګړه شته. فعلاً موږ په دې کې راګیر یو چې وچکالي ختمه شي چې وکړای شو خپلې کرنې ته دوام ورکړو."

د امنیتي چارو پوه محمد نعیم غیور ازادي راډیو ته وویل، د حکومتولۍ په اړه د طالبانو تګلاره او چلند د سولې، امنیت او ثبات پر وړاندې د ګواښونو او زیانونو کچه لوړوي.

غیور وویل: "هغه وضعیت اوس روان دی او هغه سیاست چې طالبان یې پر مخ بیایي دا ټول هره شېبه د سولې، امنیت او ثبات زیامنېدو کچه لوړوي او د دې لامل ګرځي چې ډېره ناامني رامنځته شي."

خو دا مهال د سولې او ثبات د دوامداره کېدو او هراړخیزې اقتصادي ودې لپاره کومې حل لارې شته؟

د افغانستان د سولې د خبرو اترو د موسسې د بهرنیو اړیکو مسوول خدایار نایب زاده، چې د فرانسې په پاریس کې فعالیت کوي، ازادي راډیو ته یې وویل: "د حل لاره همدا ده چې د نړیوالې ټولنې په ګډون د سیمې هېوادونه پر طالبانو فشار راولي او دوی د مذاکرې مېز ته کش کړي چې د جمهوریت د نظام له ګوندونو، سیاسي رهبرانو او ډلو سره چې اوس جلا وطنه دي، خبرو اترو ته کېني او افغانستان د یو مشروع او ټولشموله دولت او سولې پر ټینګښت ولاړ شي."

خو د طالبانو د حکومت چارواکو تل ادعا کړې چې د دوی حکومت ټولشموله دی او پخوانۍ سیاسي څېرې یې ازمویل شوې څېرې بللې دي.

د یادونې ده چې د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴م کال د سولې نړیوال شاخص کې ایسلنډ له ۲۰۰۸م کال راهیسې د نړۍ تر ټولو امن هېواد پاتې شوی، ورپسې ایرلینډ، اتریش، نیوزیلنډ او سینګاپور هېوادونه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG