د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

کاناډا، د ښځو له ملتیا پرته افغانان خپلو هدفونو ته نه شي رسېدای


د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هره هغه موخه چې افغانان ورته د رسېدو په لټه کې دي، د ښځو له بشپړې ونډې پرته ناشونې ده.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د دوحې په درېیمه غونډه کې د ملګرو ملتونو د تنظیموونکو پر دې پرېکړه مایوسي څرګنده کړه چې غیرطالب ګډونوال، د ښځو مدافعانې، د مذهبي او قومي اقلیتونو غړي او د بشري حقونو د ډلو نور غړي د دوحې د درېیمې غونډې له اصلي بحثونو څنډې ته کړای شوي دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د دوحې په بهیر کې د افغان میرمنو بشپړ، برابر او مانا لرونکی ګډون نه یوازې د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا اساسي اصل دی، بلکې د یوه سوله ییز، باثباته او ټولشموله افغانستان د ترلاسه کولو لپاره هم اړین دی.

د اعلامیې په دوام کې ټینګار شوی چې کاناډا به په دې ناسته کې له خپل دریځ څخه د هغو کسانو د پیغامونو د پیاوړتیا لپاره استفاده وکړي چې په زړورتیا سره یې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خبرې کړي خو اصلي غونډو ته نه دي بلل شوي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له خوا د افغانستان د جمهوري حکومت له سقوط وروسته کاناډا په وار وار له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي او د ښځو او نجونو د ګرځېدو او د بیان ازادۍ او زده کړو حق او همدا شان د دې هیواد په ټولنه کې د دوی د معنا لرونکي مشارکت په اړه خپل محدودوونکي اقدامات لغوه کړي.

د کاناډا دولت په اعلامیه کې دغه شان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پر اهمیت هم ټینګار شوی چې د لارې د هغې نقشې مشري وکړي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږوونکي د ۲۰۲۳ کال په راپور او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۷۲۱ پرېکړه لیک کې ځانګړې شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د ښځو په ګډون یې بشري حقونو ته د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې پام کړی او د ځانګړي استازي له ټاکلو سره یې بیا وار له مخه مخالفت ښودلی دی.

د دوحې د درېیمې غونډې اصلي بحثونو ته د ښځو د استازو او د مدني ټولنې د فعالانو نه رابلل او د طالبانو ګډون د مدني ټولنې، د افغان ښځو د حقونو فعالانو او د بشري حقونو د یو شمېر ټولنو له نیوکو سره مخامخ شوي دي.

د ښځو بېلابېلو اعتراضي خوځښتونو هم د دوحې د غونډې پر اجنډا نیوکې کړې او په دې غونډه کې یې د ښځو د استازو او مدني ټولنو د نه ګډون او د طالبانو د حضور د غندلو لپاره اعلامیې خپرې کړي او د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې یې لاریونونه کړي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې مشرې او د ښځو د حقونو فعالې ترنم سعیدي ازادي راډیو ته وویل: «موږ افغانستان ښځې د ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمان څخه نهیلې شوي یوو. ځکه له طالبانو څخه ملاتړ داسې وښوده چې د افغان ښځو برخلیک او راتلونکې دوی ته هیڅ اهمیت نه لري.»

د بشري حقونو یوې فعالې مینې رفیق ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دوحې درېیمه غونډه ځکه تحریموي چې افغان ښځې پکې له پامه غورځول شوي دي.

«د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان ډیری خلکو، معترضو ډلو، مبارزینو او خوځښتونو تحریم کړې او تحریم کوو یې. هلته هیڅوک زموږ استازولي نه کوي.»

خو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک، دغو نیوکو ته په ځواب کې وویل چې د دوحې درېیمه ناسته د بین الافغاني مذاکراتو غونډه نه ده او دا غونډه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د یوه منسجم، همغږي او منظم تعامل د زیاتولو په موخه ترسره کیږي.

د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په کوربه توب په قطر کې پیل شوه او د دوشنبې په ورځ د څه باندې ۲۵ هېوادونو او ځینو سازمانونو د استازو په ګډون دوام لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې د سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د دوحې د درېیمې ناستې د تنظیم مسووله روزمري دي کارلو به د جولای په دویمه نېټه د مدني ټولنې او افغان ښځو له استازو سره بله غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG