د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

په څه باندې څلورو لسیزو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د استازیو رول - لومړۍ برخه


په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ودانۍ
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې ودانۍ

افغانستان ښایي په نړۍ کې یو له محدودو هېوادونو یا سیمو څخه وي چې ملګري ملتونه د خپل تاسیس راپه‌دې‌خوا په‌کې ډېر ښکېل پاتې شوي دي.

په افغانستان کې د رغونې، پرمختګ، سولې او ثبات او د شخړو د پای ته رسولو په چارو کې د ملګرو ملتونو رول د پام وړ دی.

د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو څو میاشتې وروسته، د نړۍ پنځوسو هېوادونو د ۱۹۴۵م کال په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو منشور ترتیب او هغه لاسلیک کړ چې پر اساس یې د ۱۹۴۵م کال د اکټوبر په ۲۴مه د ملګرو ملتونو سازمان رسماً تاسیس شو.

افغانستان د ملګرو ملتونو تر تاسیس یو کال وروسته د ۱۹۴۶م کال د نومبر په ۱۹مه د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

له هغې راوروسته د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ رسمي تعامل پیل شو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوب وروسته په لومړیو کلونو کې د دې سازمان یو شمېر مرستندویو ادارو لکه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یونېسف، UNICEF، د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان، WHO او د ملګرو ملتونو تعلمیي، علمي او کلتوري ادارې، یونیسکو، UNESCO په دې هېواد کې خپل فعالیتونه پیل کړل.

په راوروسته لسیزو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، WFP، د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې، UNDP، د ملګروملتونو د نفوسو صندوق، UNFPA، د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ، UNHCR، د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ضد ادارې، UNODC او یو شمېر نورو ادارو هم افغانستان ته ورودانګل چې تر ننه پورې په دې هېواد کې بوختې دي.

ارشیف: د افغانستان یوې لیرې پرتې سیمې ته د خوړو نړیوال پروګرام یا ډيلیو‌ایف‌پي په خوراکي توکو بار موټرې مرستې لېږدوي.
ارشیف: د افغانستان یوې لیرې پرتې سیمې ته د خوړو نړیوال پروګرام یا ډيلیو‌ایف‌پي په خوراکي توکو بار موټرې مرستې لېږدوي.

د سړې جګړې په دوره کې چې افغانستان ته د نړۍ د دوو قطبونو ترمنځ د سیالۍ له کبله ډېره توجه اوښتې وه او پخواني شوروي اتحاد او د امریکا متحدوایالتونو هر یوه هڅه کوله چې په دې هېواد کې د لویو بنسټیزو او نورو پروژو په عملي کولو سره تر بل مخکې او د افغانانو زړونه خپل کړي، د ملګرو ملتونو مرستندویو ادارو هم د افغانستان په ښاري او کلیوالي سیمو کې د خلکو د ژوند د هوساینې لپاره یو شمېر پروژې عملې کړې.

خو د ملګرو ملتونو رول ته د افغانانو پام هله ډېر واوښت چې د سړې جګړې په وروستیو کلونو یعنې د اتیایمې لسیزې په پای کې دا هېواد د نړۍ د سترو قدرتونو، د امریکا د متحدوایالتونو او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د تودې سیالۍ په ډګر بدل شو.

پر افغانستان د ۱۹۷۹م کال د ډسمبرپه ۲۴مه د پخواني شوروي اتحاد له پوځي یرغل وروسته، د دې یرغل تر پای ته رسېدو، پر دې هېواد او وګړو یې ډېرې بدې ورځې تېرې شوې.

افغان مجاهدینو ته د کابل د ادارې د واک د انتقال، د جهادي ډلو ترمنځ د خپل منځي جګړو او په نتیجه کې یې واک ته د طالبانو له رسېدو او بیا د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د پوځي برید په نتیجه کې د طالبانو د رژیم د نسکورېدو په کلونو او له هغې را وروسته په دې هېواد کې د نړیوالو د شاوخوا شل کلن پوځي حضور په کلونو او اوس چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، افغانان له ډېرو ناخوالو سره مخامخ وو.

په دې موده کې د دوی د هیلو سترګې تر ډېره بریده ملګرو ملتونو ته، چې په دې ټوله موده کې د دې هېواد په چارو کې ډېر ښکېل پاتې شوی، ځیر وې.

د یو شمر کارپوهانو په باور افغانستان د ملګرو ملتونو د اوږدې مودې ښکېلتیا هم د دې سازمان لپاره په یوه لوی سرخوږي بدل شوی دی.

د چارو شنونکي که څه هم دا مني چې ملګرو ملتونو تر ډېره بریده په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې د افغانستان د لانجې په هواري او له دې هېواد سره د بشري مرستو او پرمختګ په چارو کې د نړیوالو د هڅو په همغږي کولو کې مهمه ونډه اخیستې، خو دا سازمان د شخړو په هواري او د سولې په ټینګښت کې په پاتې راتلو تورنوي.

د یو شمېر کتونکو په باور ډیری وختونه چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ونډه زیاته شوې، د دې هېواد په چارو کې ښکېل مهم نړیوال لوبغاړې په خپلو کې سره نه دي جوړ شوي او د منځګړي په توګه یې ملګرو ملتونه دخیل کړي دي.

د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

ملګرو ملتونو او د دې سازمان سرمنشیانو په مختلفو مرحلو کې د افغانستان لپاره یو شمېر ځانګړي استازي ګومارلي چې د چارو د کارپوهانو په وینا د دې هېواد اړوند حالاتو پیچېلتیا ته په پام ډېر ځلې یې هڅو ټاکلي اهداف نه دي ترلاسه کړي.

په څه باندې څلورو لسیزو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د ځانګړو استازیو رول ته په دې درېیو څېړنیزو راپورونو کې کتنه کېږي.

لومړۍ هغه یې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغله نیولې، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر نسکورېدو پورې کلونه رانغاړي.

په دوهمه کې یې د روانې ۲۱مې پېړۍ د پیل په نژدې دوو لسیزو کې په افغانستان کې د نوې ادارې په رامنځته کولو او له هغې وروسته د دې هېواد په چارو کې د ملګرو ملتونو رول ارزوو او په درېیمه او وروستۍ کې یې د ملګرو ملتونو رول ته ځیر کېږي چې د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ننه پورې یې په افغانستان کې لوبوي.

  • لومړۍ برخه:

د سړې جګړې په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د نړیوالو په تېره د ملګرو ملتونو ډېر پام هله واووښت چې د ۱۹۷۹م کال د ډسمبر په ۲۴مه پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي یرغل وکړ.

ارشیف: په هرات کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه. د ۱۹۸۸ کال د اګست ۱۱مه
ارشیف: په هرات کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه. د ۱۹۸۸ کال د اګست ۱۱مه

د دې یرغل په نتیجه کې په کابل کې د شوروي پلوي رژیم په مشرتابه کې، چې یو کال مخکې د ثور د کوتا له لارې واک ته رسېدلی و، بدلون رامنځته شو.

په دې هېواد کې د شوروي اتحاد پوځي حضور د ۱۹۸۹م کال تر فبرورۍ پورې، نژدې لس کاله دوام وکړ.

ملګرو ملتونو چې د افغانستان حالات له نژدې څارل، د دې سازمان عمومي اسامبلۍ د شوروي د اشغال په کلونو کې چې جګړې تر ډېره پر کلیو او بانډو متمرکزه وې او په نتیجه کې په سلګونو زره کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د څو پرېکړه‌لیکونو په تصویبولو سره د دغه اشغال د غندنې ترڅنګ په دې هېواد کې له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو په اړه جدي اندېښنې ښکاره کړي.

په تېره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر فیلیکس ایرماکورا له‌خوا چمتو شوی د ۱۹۸۵م کال راپور ډېر د توجه وړ دی.

نوموړي په دې راپور کې د ولسي وګړو د وژنو، له خاورو سره د کلیو د خاوري کولو او له شکنجې څخه د کار اخیستو په ګډون له بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې مستند کړي دي.

هغه مهال د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو دغو راپورونو له دې سره مرسته وکړه چې د شوروي تر اشغال لاندې د افغانانو کړاوونو ته د نړیوالو ډېر پام واوړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا هیڅکله هم په دې ونه توانېده چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل د غندنې په اړه کوم پرېکړه‌لیک تصویب کړي ځکه په دې برخه کې هره هڅه پخواني شوروي اتحاد چې د دې شورا دایمي غړی و او اوس یې روسیه په دې شورا کې ځای ناستې ده، د ویټو د حق په کارولو سره شنډه کړې ده.

  • د شوروي د اشغال په کلونو کې د ملګرو ملتونو نقش

د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی وایي، د سړې جګړې په دوره کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه داسې پرېکړه لیکونه چې د دې شورا د دوو ځواکمنو غړیو، شوروي اتحاد او امریکا ګټې یې په خطر کې اچولې، نه شوای کولای تصویب کړي.

د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی
د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی

هغه وویل: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې په عمل کې په نړیوالو مناسباتو کې د ملګرو ملتونو تر ټولو غښتلی رکن دی، معمولاً د سړې جګړې په دوران کې د دوو قطبونو ښکار شوه او تقریباً د غربي نړۍ او شوروي اتحاد تر تاثیر لاندې یې تصمامیم ونیول. په تېره بیا کله چې له ۱۹۸۰م نه وروسته وګورو، د سړې جګړې د دوران په آخرو کلو کې دا لړۍ روانه وه چې له هغې جملې نه د افغانستان په قضایاو کې هم معمولاً د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې یو ډول تصمیم نیوه چې اکثراً به د شوروي اتحاد له خوا، په خاص ډول د بشري حقونو په مسایلو کې ویټو کېده او په دې ترتیب د دې سازمان اعتبار یې تر پوښتنې لاندې راووست او متاسفانه هغو پرېکړو هم چې عمومي اسامبلې کولې، عملي بڼه نه خپلوله."

د ملګرو ملتونو، چې بېلابېلو مرستندویه ادارو یې د شوري د اشغال په موده کې له افغانانو سره بشري مرستي مخ ته وړلې، د دغه اشغال د پای ته رسولو لپاره د جنیوا د تړون په لاسلیکولو کې رول له پامه نه شي غورځول کېدای.

دغه تړون د افغانستان لپاره د ملګرود ملتونو د وخت د سرمنشي د ځانګړي استازي دیګو کوردویز Diego Cordovez د هڅو په نتیجه کې د ۱۹۸۹م کال د اپرېل په ۱۴مه په جنیوا کې د افغانستان او پاکستان د وخت د حکومتونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان په لانجه کې ښکېلو مهمو لوبغاړو، پخواني شوروي اتحاد او د امریکا متحدو ایالتونو هم د تضمینوونکو په توګه تر دغه تړون لاندې لاسلیک وکړ.

دا د سړې جګړې د پای په کلونو کې هغه مهال و چې د نړۍ د دغو دوو سترو پیاوړو هېوادونو ولسمشرانو، رونالډ ریګن او میخاییل ګرباچوف په خپلو کې د اړیکو د ښه کیدو لپاره هڅې کولې.

  • د جنیوا پر تړون کومو لورو عمل وکړ؟

د جنیوا د تړون له مخې پخواني شوروي اتحاد خپل ټول ځواکونه په څه کم یوه کال کې له افغانستانه وایستل.

د ۱۹۸۹م کال د فبرورۍ په ۱۵مه له افغانستانه د دغو ځواکونو د وروستي سرتېري له وتلو سره په دې هیواد کې د شوروي نژدې لس کلن پوځي حضور پای ته ورسېد، خو جګړې ونه درېدې.

بینین سیوان Benon Sevan چې د جنیوا تړون له لاسلیک کېدو وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي خاویر پریزدیکویار د افغانستان او پاکستان لپاره خپل خاص استازی ګومارلی و، په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې د پېښو په تړاو د عربي مطالعاتو له یوه انستیتوت سره په مرکه کې دا ومنله چې له پخواني شوروي اتحاد پرته چې په کابل کې یې له خپل ملاتړه د برخمن حکومت له پوځي ملاتړه یې لاس واخیست، د دغه تړون نورو اړخونو پاکستان او د امریکا متحده ایالاتونو د جنیوا په تړون کې پر خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړ.

بینین سیوان
بینین سیوان

د هغه په وینا دوی د مجاهدنیو مشران چې په پاکستان کې دیره وو، ډیر پر وسلو سمبال کړل.

  • پاکستان ولې د جنیوا په تړون کې کړې ژمنې عملي نه کړې؟

د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی او د پاکستان د پارلمان د سنا جرګي پخوانی غړی افراسیاب خټک د بینین سیوان دغه ادعا پرځای بولي.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان نه غوښتل چې افغانستان د سولې او امن خاوند شي ځکه دې هیواد تل هڅه کړې چې افغانستان یې ترلاس لاندې وي.

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

خټک وویل: "بالکل، زه له بینین سیوان سره هم نظره یم. هغه دا خبره رښتیا کړې ده چې کله د ژنیو معاهده وشوه نو د افغانستان لوری ډېر جدي و او د دې معاهدي پلې کولو ته بیخي اماده و، مګر دې غاړې نه، د پاکستان غاړې نه دوی خپله مداخله جاري وساتله، جنګ یې هم جاري وساته او کومې وعدې یې چې په ژنیو کې کړې وې، هغه یې تر پښولاندې کړې."

  • ولې ملګرو ملتونو ونه شوای کړای چې د افغانستان لانجه د سولې له لارې هواره کړي؟

دا چې ولې ملګري ملتونه ونه توانیدل چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته د سولې د هڅو له لارې په دې هېواد کې جګړو ته د پای ټکی کېږدي، د افغانستان د چارو شنونکی شفیق همدرد د ملګرو ملتونو پر اغېزمنتوب شک کوي او وایي، ملګري ملتونه یو اجرایوي ارګان نه دی او تر ډېره د خپلو سترو تمویلوونکو تر اغېز لاندې دي.

همدرد وویل: "ملګري ملتونه خپل مجوریتونه لري. یو په‌کې دا دی چې ملګرو ملتونه اجرایوي ځواک نه دی. دوی چې فیصلې وکړي، کېدای شي ځینې هېوادونه یې ومني او ځینې یې ونه ومني. بله مسئله په‌کې دا ده چې ملګري ملتونه له ځینو هېوادونو پیسې ترلاسه کوي. دغه هېوادونه په مختلفو برخو کې هغوی ته کلنی فنډ ورکوي نو ملګري ملتونه تر ډېره حده کوښښ کوي چې د دغو هېوادونو خلاف کوم عمل ونه کړي او کولای یې هم نه شي. او بله مسئله دا ده چې په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا ده او بدبختي دا ده چې د نړۍ مهمې امنیتي پرېکړې هغه د امنیت شورا له خوا نه کېږي. نو په دې حساب باندې د ملګرو ملتونو د نورو غړیو رول په هغي کې نه وي. ځینې وختونه د امنیت شورا پنځه دایمې غړي چې د ویټو حق لري، د ځینو مسایلو په اړه سلا وي، خو کله هم د یوې ویټو رایې په کارولو سره کېدای شي یوه لویه پروسه زیانمنه کړي."

د جنیوا د تړون او د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سولې د هڅو له ناکامه کېدو سره کابل ته د مجاهدینو د ننوتو او په نتیجه کې یې د کورنۍ جګړې د پیلېدو په تړاو هم اکثره افغانانان پر ملګرو ملتونو انتقاد کوي چې نه دي توانېدلي د افغانستان په چارو کې د یو بې پرې نړیوال سازمان په توګه اغېزمن رول ولوبوي، د هغې جګړې چې د جهادي ډلو ترمنځ په کابل کې د قدرت پر سر پيل شوې وه او په نتیجه کې یې دا ښار په کنډواله بدل او سلګونه زره اوسېدونکي د مرګ تر کومي تېر کړل.

ارشیف: په کابل کې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو له کبله د دارالامان ماڼۍ هم په کنډواله بدله شوې وه. دغه ماڼۍ د مخکېني جمهوري نظام پر مهال بېرته جوړه شوه.
ارشیف: په کابل کې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو له کبله د دارالامان ماڼۍ هم په کنډواله بدله شوې وه. دغه ماڼۍ د مخکېني جمهوري نظام پر مهال بېرته جوړه شوه.

خو بینین سیوان چې هغه مهال یې په کابل کې د واک د سوله ییز انتقال لپاره د کابل او اسلام آباد ترمنځ سفرونه کول، د ۱۹۹۲م کال په اپرېل میاشت کې په کابل کې د پخواني حکومت له ولسمشر ډاکتر نجیب الله سره په وروستي خبري کنفرانس کې پر دې ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه د سولې کوم ځانګړی پروګرام نه لري بلکې افغانان هڅوي چې په خپلو کې سره جوړ شي.

سیوان وویل: "غواړم یو یو شی روښانه کړم. ملګري ملتونه د دې لپاره په افغانستان کې ښکېل شوي چې ټول افغانان وهڅوي او امکانات ورته برابر کړي چې د یوې افغاني پروسې له لارې د یوې دوامداره حل لارې ملاتړ وکړي. دغه پروسه باید په کلکه افغاني وي، د افغانانو له خوا د افغانانو لپاره، د دې لپاره موږ د دې پروسې اړوند وړاندیزونه کوو او همدارنګه پنځه اصول ورته ږدو چې پر اساس یې یوه رښتینې او ټینګه روغه جوړه رامینځته شي، داسې چې د اکثریت افغانانو لپاره د منلو وړ وي. په همدې خاطر ملګري ملتونه خپل کوم ځانګړی پلان نه لري او افغانان باید خپل پلان ته پراختیا ورکړي. ملګري ملتونه دا په فکر کې نه لري چې کوم مشخصه یا ځانګړې ډله دې د افغانانو مشري وکړي. دا موضوع کاملاً افغانانو ته پرېږدي چې په خپله پرېکړه وکړي چې څوک یې مشري وکړي. په همدې خاطر په دې پروسه کې باید هېڅ بهرنۍ مداخله نه وي."

مخکې له دې چې د شوروي له ملاتړه د برخمن حکومت وروستی ولسمشر ډاکټر نجیب د ملي روغې جوړې د بهیر په ترڅ کې خپله استعفا اعلان کړي، د ولسمشر په توګه یې له بینن سیوان سره په ګډ وروستي کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د سولې هڅې ډېرې وستایلې.

د هغه سازمان چې وروسته یې ان د نوموړي ژوند په کابل کې په خپل دفتر کې هم ونه شو ساتلی.

د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله
د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله

نجیب الله وویل: "ما هم غوښتل چې د افغانستان د جمهوري دولت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د هغه د خاص استازي ښاغلي بنین سیوان د ټولو هڅو او هم د نړۍ د سوله غوښتونکو هېوادونو د هڅو مننه او هرکلی وکړم چې د افغانستان د خلکو د هیلو د تحقق لپاره یې چې هغه د سولې تامین او د افغانستان بیارغونه ده او دوی بې دریغه سرته رسولي، واقعاً یې انساني سرته رسولي او د مسوولیت او مکلفیت د احساس له مخې یې سرته رسولي، د مننې او ستاینې مراتب وړاندې کړم."

د ملګرو ملتونو د سولې د پلان له مخې ټاکل شوې وه چې د افغانستان د هغه وخت د حکومت او مجاهدینو ترمنځ یو ګډ انتقالي حکومت رامنځ ته شي، خو دغه پلان عملي بڼه خپله نه کړه او مخکې له دې چې جهادي مشران په پاکستان کې په خپلو کې پر یوه حکومت سلا وکړي، تر کنټرول لاندې ډلو یې د کابل د نیولو لپاره دې ښار ته ځانونه ورنژدې کول. کابل ته د مجاهدینو له ننوتو سره ډاکټرنجیب الله، چې ویل کېږي له هېواده یې د وتلو مخه ونیول شو، له خپل ورور سره مجبور شو چې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یوسي.

  • ولې ملګرملتونو د ډاکتر نجیب الله ژوند خوندي نه کړ؟

پر ملګروملتونو یو بل انتقاد دا دی چې د هغه وخت ولسمشر ډاکتر نجیب الله چې په کابل یې د دوی دفتر ته پناه ور وړې وه هم ونه ژغورلی شو.

نصرالله ستانکزی وايي: "په ملګرو ملتونو باندې برسیره پر دې چې دا نیوکه ډېره جدي ده چې بینین سیوان چې د دې سازمان ځانګړی استازی و، ویې نه شوای کړی چې خپل پلان د سولې لپاره، د ډاکتر نجیب الله د حکومت په عوض د یوه بل موقت حکومت د رامنځته کېدو لپاره وړاندې کړي. له هغې وروسته یې ډاکتر نجیب الله ته مصونیت ور نه کړای شو. او همداشان خصوصاً هغه نیم بند ډیپلوماتیک مصونیت ته په پام چې د ملګرو ملتونو دفترونه یې لري، ډاکتر نجیب الله د ملګرو ملتونو په دفتر کې تقریباً له دفتر نه یې ونیول شو او ووژل شو چې دا د ټولو تر انتقاد لاندې یو ټکی دی او د افغانانو په عامه ذهنیت کې د دې سازمان ناکامي ښیي چې په عمل کې نه شي کولای، حتی خپلو دفاترو ته هم په مختلفو حالاتو کې مصونیت ورکړي."

د کابل ښار په مرکزي برخه کې د دې هېواد د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله او د هغه د ورور د جسدونو په دار ځړول د نورو هغو زړه بوږنوونکو ورته صحنو پیلامه وه چې طالبانو د ۱۹۹۶ م کال په دوبي کې پر افغانستان له واکمنېدو سره د خپلې واکمنۍ تر نسکورېدو یعنې د ۲۰۰۱م کال تر وروستیو پورې نندارې ته وړاندې کړل. د کابل غازي سټډیوم او نورو ښارونو کې لوبغالي او د خلکو د راټولېدو لوی ځایونه د طالبانو له خوا د شریعت د حدودو او تعزیري سزاګانو د تطبیق شاهدان و. که څه هم طالبانو په افغانستان کې په ځانګړې توګه په کابل کې د جهادي ډلو ترمنځ شخړې پای ته ورسولې، خو له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو په خاطر د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې تر سختو نیوکو لاندې وو.

د طالبانو د واکمنۍ په دې موده کې د محمود میستیري او اخضر ابراهیمي په ګډون د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا یو شمېر ټاکل شویو ځانګړیو استازیو په دې هېواد کې د بشري حقونو په ګډون د دې هېواد وضعیت له نژدې څاره.

اخضر ابراهیمي
اخضر ابراهیمي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په دې موده کې د طالبانو د رژیم د کړو وړو د غندنې لپاره څو پریکړه لیکونه تصویب کړل چې د ۱۹۹۸م او ۱۹۹۹م کال پرېکړه لیکونه یې ډېر د پام وړ دي.

په لومړي کې د طالبانو له خوا له ښځو او نجونو سره تبعیضي چلند او له بشري حقونو څخه نورې سرغړونې غندل شوې وې او په دوهم کې پر طالبانو د القاعده په ګډون د ترهګرو ډلو د ملاتړ په خاطر بندیزونه لګول شوي وو.

پر ملګروملتونو یو بل انتقاد هم دا دی چې ان ویې نه شو کولای چې د طالبانو له خوا په بامیان کې د بودا لرغوني مجسمې چې د افغانستان د تاریخي میراثونو یوه بډایه پانګه وه، د الوزولو مخه ونیسي.

  • افغانستان ته کله نړیوالو بیا توجه زیاته کړه؟

پر اکثریت افغانانو سربېره ډېر لوېدیځ سیاستوال او کارپوهان په دې برخه کې چې نړیوالې ټولنې افغانستان ته په نوي یمه لسیزه کې شا کړې وه، تقریباً په یوه خوله دي.

د دوی په اند افغانستان ته بیا د نړیوالو په تېره د امریکا پام هله واوښت چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په یوولسمه د امریکا په خاوره کې تروریستي بریدونه وشول.

د۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه القاعده شبکې د نیویارک سوداګریز مرکز باندې برید وکړ.
د۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۱۱مه القاعده شبکې د نیویارک سوداګریز مرکز باندې برید وکړ.

د دې بریدونو اصلي طراح چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن و، طالبانو ورته په افغانستان کې پناه ورکړې وه.

امریکا ته د هغه له ورسپارلو څخه د طالبانو ډډه کول د دې سبب شول چې امریکا د ۲۰۰۱م کال د اکټوبر په اومه پر افغانستان پوځي یرغل پیل کړي.

اخضر ابراهیمي چې د ملګروملتونو د هغه وخت د سرمنشي کوفي عنان له لوري د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ګومارل شوی و، مخکې له دې چې د طالبانو رژیم په بشپړه توګه نسکور شي په یوه خبري کنفرانس کې دا ومنله چې نړیواله ټولنه به افغانستان ته، چې نړیوالې ټولنې یوازې پریښی و، بېرته پام زیات کړي.

ابراهیمي وویل: "اوس ډېرې هیلې چې پخوا نه وې، رامنځته شوي. واقعیت دا دی چې اوس د نړیوالې ټولنې له خوا پیاوړې سیاسي اراده چې پخوا نه وه، رامنځته شوې. نړیوالې ټولنې، د نړۍ تر ټولو سترقدرت، په ښکاره دا منلې چې دوی په تېر کې په افغانستان کې ناکام شوي دي، دا چې دوی افغانان یوازې پرېښي دي اوس غواړي چې بیرته د دوی لاسنیوی وکړي."

پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د پوځي یرغل په نتیجه کې د ۲۰۰۱م کال د ډسمبرپه نهمه نېټه د طالبانو لومړۍ واکمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو او په دې هېواد کې د لوېدیځ د ښکېلتیا او په نوې بڼه د ملګرو ملتونو د ماموریتونو یو نوی څپرکی پیل شو...

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG