د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

ایرن خان: د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته تر ۲۰۰۰ ډېر خبریالان له خپل هېواده وتلي


ارشیف: په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم یا خبر څانګه
ارشیف: په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ نیوز روم یا خبر څانګه

د بیان او عقیدې د ازادۍ حق د ترویج او ورنه د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې راپور ورکوونکې ایرن خان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ له پیلېدو وروسته څه باندې ۲زره افغان خبریالان له خپل دغه هېواده وتلي دي.

ملګري ملتونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام وايي چې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته تر ۲زرو ډېر افغان خبریالان له خپل هېواده وتلي دي.

ایرن خان په خپل تازه راپور کې، چې د جون په ۲۷مه په هغه غونډه کې چې د عقیدې او بیان د ازادۍ په په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې جوړه شوې وه، وویل چې دغه خبریالان نه دي توانېدلي چې خپل مسلک ته دوام ورکړي.

هغې له حکومتونو وغوښتل چې د خبريالانو کار ته ارزښت ورکړي او دولتي چارواکي بايد د رسنيو سپکاوى ونه کړي او نه هم هغوی وېره اچوونکي وګڼي.

نوموړې وویل چې ټول حکومتونه باید له خطر سره مخ خبریالانو لپاره د ملي خوندیتوب پروګرامونه جوړ کړي او په خبره یې په جلاوطنۍ کې خبریالانو لپاره هم پلې شي.

اغلې خان زیاته کړه چې د خبریالانو د وژنې دوسیې ښيي چې د هرو لسو قتلونو د دوسیو له ډلې نه ۹ یې نه دي څېړل شوي او حکومتونه باید د دې قضیې د نه څېړلو په خاطر ځواب ورکړي.

هغه دا هم وويل چې په جلاوطنۍ کې خبريالانو هيڅکله د ټولنې د ګډوډولو هڅه نه ده کړې او بايد له هغوى سره انساني چلند او ملاتړ یې وشي.

په جلاوطنۍ کې افغان خبریالان او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وايي، د خپلو کارونو په تړاو د شته ګواښونه له اړ شوي چې امله له افغانستانه ووځي او اوس په جلاوطنۍ کې، که څه هم امن دي، خو کاري خوندیتوب نه لري.

د دې خبریالانو له ډلې فخریې رادفر، چې دا مهال په جرمني کې ژوند کوي، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "کله چې یو خبریال ته دا اجازه ونه لري چې د خپلې ټولنې رښتینو او حقیقي پېښو ته انعکاس ورکړي، کار یې زړه نیسي او له هېواده وتلو ته اړ کېږي. دوه کاله وشول چې له افغانستان وتې یم، خو لا هم د هغه هېواد ژبه چې په کې اوسېږم نه مې ده زده‌کړې او په خپلو پښو نه یم ولاړه او داسې احساسوم چې زه به بیا د خبر او ژورنالیزم کار ته را ونه ګرځم او دا مسئله تل ما ځوروي."

حسیب الله مستنصر یو بل افغان ژورنالیست دی چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې له ډېرو ستونزو وروسته فرانسې ته تللی، وايي چې که څه هم اوس خوندي دی، خو له دې ځورېږي چې نور د خبریال په توګه کار ته دوام نه شي ورکولی.

هغه وايي: "پنځه میاشتې کېږي چې دلته په فرانسه کې ژوند کوم او ما د پناه غوښتنه کړې، ځکه چې فرانسې ته له راتګ وروسته د خبریالانو ژوند خوندي کېږي، خو له بده مرغه زما په شمول موږ ممکن ونه شو کولای په لنډه موده کې د ژورنالیستانو په توګه کار وکړو."

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مسوولې سمیې ولیزاده ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د حکومت له‌خوا لګول شوي محدودیتونه د دې لامل شوي چې په جلا وطنۍ کې د افغان خبریالانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره زیات شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مسووله سمیه ولیزاده
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مسووله سمیه ولیزاده

هغې وویل: " له بده مرغه په افغانستان کې له نږدې درېیو کلونو راهیسې په سلګونه خبریالان وتلي دي. دا مهال په افغانستان کې د شته امنیتي ننګونو له له امله ډېری خبریالان په افغانستان کې د ژوند او کار خوندیتوب نه لري، د فشارونو د زیاتوالي او د صادرو شويو فرمانونو له وجې دوی هڅه کوي له هېواد ووځي."

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې دوی ملي ګټو او اسلامي شریعت ته په پام سره د خبریالانو له کار ملاتړ کوي او هیڅکله هم خبریالان د دوی د مسلک په خاطر نه دي نیول شوي.

خو هغه سازمانونه چې د رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي، په وار وار یې په خپلو راپورونو کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د رسنیو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو او د خبریالانو د نیولو او وهلو ټکولو خبر ورکړی دی.

د بې پولې خبريالانو سازمان د مې د مياشتې په درېيمه نېټه د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل يو راپور کې افغانستان د خبريالانو لپاره تر ټولو بد هېواد بللی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG