د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

زندانونو کې د شکنجو ادعاوې؛ ابراهیم‌خېل: د طالبانو د شکنجې اغېز اوس هم زما پر بدن او روح پاتې


د کابل د پلچرخي زندان چې ویل کیږي یو شمېر پخواني پوځیان هم پکې بندیان دي
د کابل د پلچرخي زندان چې ویل کیږي یو شمېر پخواني پوځیان هم پکې بندیان دي

یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو حکومت په زندان کې یې وخت تېر کړی، ادعا کوي چې په زندان کې له بېلابېلو شکنجو سره مخ شوي دي.

شکنجه، وهل ټکول، بد چلند، سپکاوی او تحقیر هغه تورونه دي چې ظاهراً د طالبانو حکومت له لومړۍ او دویمې دورې سره تړلي دي.

کله ناکله هر ډول شکنجه په پټه او کله هم د ځینو خلکو د سترګو په وړاندې ترسره کېږي.

په دې وروستيو کې په ټولنيزو رسنیو کې د فارياب د بلچراغ ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي د شکنجه کولو ويډيو او عکسونه خپاره شوي دي.

د ازادي راډیو خبریالې وغوښتل د دې قرباني او خپلوانو سره وغږېږي، خو بریالۍ نه شوه، خو ځينو سيمه‌ييزو رسنيو او فعالانو ادعا کړې چې دا شکنجه د طالبانو حکومت د ځينو سيمه‌ييزو چارواکو له‌خوا له يوې نجلۍ سره د ټیليفوني اړیکې په تور ترسره شوې ده.

په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې دغه ځوان په شدیده توګه شکنجه کېږي او لاسونه یې تړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د سه شنبې په ورځ وویل چې په دې پیښه کې د لسو شکمنو کسانو له ډلې شپږ یې نیول شوي، خو د دې پېښې د عاملانو د هویت او د هغوی حکومت سره د تړاو په اړه یې جزییات ورنه کړل.

نوموړي د دغه ځوان شکنجه شخصي موضوع وبلله، خو ويې ويل چې دا ډول ظالمانه شکنجه په هېڅ صورت د توجيه وړ نه ده او له عاملانو سره به يې جدي او قانوني چلند وشي.

هغه همداراز ټینګار وکړ چې په دې قضیه کې د څلورو نورو شکمنو کسانو د نیولو هڅې هم روانې دي.

په همدې حال کې په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانې رییسې او د رواداري په نوم د بشري حقونو د سازمان اوسنې مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډيو ته وویل: "څنګه مو چې د فاریاب ولایت هغه وحشتناکه ویډيو ولیده، دا لیدل کېږي چې د طالبانو شکنجو داسې یوه فضا رامنځته کړې چې هر سیمه‌ییز مسوول حس کوي چې هر کار چې وغواړي کولای شي او هغه کس سره چې دوی یې مجرم ګڼي هر ډول چلند یې چې زړه وغواړي پرته له کومې پروسې او محکمې ترسره کړي."

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

دا پېښه د جون د ۲۶مې د شکنجې د قربانیانو د ملاتړ نړیوالې ورځې په درشل کې شوې.

یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو حکومت د زندانونو تجربه لري، د دې ورځې په مناسبت له ازادي راډیو سره په مرکه کې په زندانونو کې د خپلو شپې ورځو ترخې تجربې بیان کړې.

دوی له نړۍ غواړي چې هغه تاوتریخوالی هېر نه کړي او جدي پاملرنه دې ورته وکړي چې په ادعا یې د طالبانو حکومت د دوی پر وړاندې ترسره کړی.

پروانه ابراهیم‌خېل یوه له اعتراض کوونکو مېرمنو څخه چې د طالبانو حکومت زندان یې تجربه کړی، وايي چې د طالبانو د شکنجې اغېز اوس هم د هغې پر بدن او روح پاتې دی.

مېرمن ابراهېم‌خېل وویل: "د طالبانو په زندانونو کې نه یوازې فزیکي شکنجه کېدو، لفظي او رواني شکنجې مو هم زغملې، دې شکنجې نه یوازې زمونږ بدن ته زیان رسولی، بلکې زمونږ روان او د وجود آرامښت ته يې هم زیان رسولی."

پروانه ابراهیم‌خېل
پروانه ابراهیم‌خېل

له دغو قربانیانو څخه یوه بله ادعا کوي چې هغه او یو شمېر نورې ښځې د طالبانو حکومت په زندانونو کې شکنجه شوي دي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "له ماسره نور تولنیز فعالان هم وو چې همداسې يې شکنجه کول، د حمامونو تر منځ واټن و، کله چې زه یې وهلم ستړي کېدل به او بیا به درې څلور نور کسان راتلل او یو بل کس به يې وهل، هلته شکنجې او تېری زیات و."

د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې ادعاوې نوې نه دي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما دفتر په ګډون د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو هم د طالبانو حکومت په زندانونو کې د بندیانو د شکنجه کولو راپورونه خپاره کړي وو.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په اپرېل میاشت کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې په جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې له ۹۰ ښځينه بندیانو څخه ۱۶ یې د طالبانو له‌خوا د جنسي تېري په پایله کې امیندواره شوې دي.

خو هغه مهال د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد دغه راپور رد کړ.

یو بل کس چې د طالبانو حکومت له‌خوا د شکنجه کولو ادعا کوي ازادي راډیو ته وویل: "زه درې ورځې او شپې د تخار ولایت په استخباراتو کې بندي وم، په دې درېیو ورځو کې يې ډېر شکنجه کړم او کنځلې يې کولې. "

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې ادعاوو په تړاو زمونږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په ورته وخت کې مدني فعال فهیم کوهدامني ټینګار کوي چې په ټکو یې، د طالبانو د حکومت جنایتونه باید مستند او نړیوالو محکمو ته معرفي شي.

کوهدامني وویل: "هیله لرو د دې ډلې ټول جنایتونه مستند او نړیوالو محکمو ته وړاندې شي."

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي، شکنجه د نړیوالو قوانینو له مخې جرم دی او په هېڅ صورت د توجیه وړ نه دی.

د یاد سازمان په رسمي ویبپاڼه کې ویل شوي چې ټول هیوادونه مکلف دي چې دا مسئله رعايت کړي.

د ۱۹۹۷م کال په ډسمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د جون ۲۶مه د شکنجې د قربانیانو د ملاتړ نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

د دې ورځې د نومولو موخه د شکنجې بشپړ له منځه وړل بلل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG