د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

مجاهد: د دوحې ناسته کې د تفاهم او ستونزو حل لپاره برخه اخلو او ټول مثبت تعامل ته رابولو


د طالبانو د حکومت ویاند او د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د شپږ کسیز ګډون کوونکي پلاوی مشر ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند او د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د شپږ کسیز ګډون کوونکي پلاوی مشر ذبیح‌الله مجاهد

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د دوحې په ناسته کې د تفاهم او د ستونزو د حل په هدف برخه اخلي او ټول هېوادونه له افغانستان سره مثبت تعامل ته رابولي.

د طالبانو حکومت وايي، د دوحې په درېیمه ناسته کې د دوی ګډون له هېڅ لوري سره د دښمنۍ په مانا نه دی، بلکې دوی غواړي له ټولو اړخونو سره مثبت تعامل رامنځته کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د شپږ کسیز ګډون کوونکي پلاوی مشر ذبیح‌الله مجاهد نن په یو خبري کنفراس کې وویل چې دوی ناستې ته بشپړ چمتووالي سره روان دي.

نوموړي وویل چې د دوحې په ناسته کې پرېکړې نه کېږي، بلکې دوی یوازې پیغامونه انتقالوي.

ذبیح‌الله مجاهد په کنفرانس کې دا هم وویل چې د دوحې په ناسته کې دوی د تفاهم او د ستونزو د حل په هدف برخه اخلي او له ټولو هېوادونه له افغانستان سره مثبت تعامل ته رابولي.

نوموړي وویل: "موږ د هېواد ملي ګټو ته په کتو له ټولو هېوادونو غواړو چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یوازې پرې‌نه‌ږدي او د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او خنډونه لیرې کړي."

ذبیح‌الله مجاهد په دې خبرې کنفرانس کې دا هم وویل چې د دوی حکومت په دې ناسته کې وروسته له هغې د ګډون پرېکړه وکړه چې ملګرو ملتونو یې یو لړ شرطونه ومنل، خو نوموړي د دغه شرطونو په اړه په واضح ډول څه ونه ویل.

خو نوموړي د دوحې په ناسته کې د ښځو د ګډون په اړه وویل چې دغه ناسته کې یې د افغانستان د واحد دریځ په موخه د ښځو له ګډون سره مخالفت کړی او د دوی پلاوی به د افغانستان په استازیتوب هلته برخه اخلي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې غوښتنه کوي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې افغان مېرمنو ته د ګډون نه ورکولو د پرېکړې له امله باید بېلابېل لوري له دې ناستې سره پرېکون اعلان کړي.

سیدي وايي: ملګرو ملتونو ثابته کړه چې بشري حقونو ته احترام نه لري، بلکې د خپلو ګټو لپاره حاضر دی له طالبانو سره هر ډول تعامل وکړي.

د افغان ښځو د شبکې مشرې ترنم سیدي ازادي راډيو ته وویل: "ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو د نه ګډون په اړه د طالبانو غوښتنې ومنلې او په دې سره یې نه یوازې ثابته کړه چې بشري حقونو ته احترام نه لري، بلکې د خپلو ګټو لپاره حاضر دی له طالبانو سره هر ډول تعامل وکړي."

نوموړې وویل چې د ښځو له ګډون پرته د دوحې درېیمه ناسته ورته د منلو نه ده.

د دوحې په ناسته کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو د نه ګډون پرېکړې له دې وړاندې هم په افغانستان کې دننه او بهر د ښځو د حقونو د ګڼو فعالانو او بنسټونو تندې نیوکې او اندېښنې راپارولي دي.

پرون د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار ازادي راډيو ته وویل دا د ډېر شرم وړ ده چې ملګري ملتونه طالبان د دوحې غونډې ته غواړي، خو افغان مېرمنې له پامه غورځوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدر بار

له دې وړاندې ګڼو نورو سازمانونو هم ورته نیوکې کړي دي.

د دوحې درېیمه غونډه سبا پیلېږي.

له دې وړاندې د دوحې په دوه لومړنیو غونډو کې طالبانو برخه نه وه اخیستې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG