د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

د ملګرو ملتونو او افغان ښځو ناسته کې د ځینو هېوادونو په نه ګډون د دې سازمان څرګندونې


د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي ویاند سټیفن دوجاریک

ملګري ملتونه وایي، دوی په داسې موقف کې نه دي چې د هېوادونو استازو ته ووایي چې په کومو غونډو کې ګډون وکړئ.

د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ د جولای په دویمه په نیویارک کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د افغان ښځو او مدني ټولنې له ځینو استازو سره د ملګرو ملتونو د چارواکو په ناسته کې د هېوادونو استازو د ګډون یا نه ګډون صلاحیت یې نه درلود.

دوجاریک د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په دې حاشیوي غونډه کې د هېوادونو رابلل شویو استازو ګډون نه وه کړی، وویل: "موږ په داسې موقف کې نه یوو چې وکړای شو په ناستو کې د (هېوادونو) استازي اړ کړو چې دوی ګډون وکړي او که ګډون ونه کړي، موږ په ټولو غونډو کې حضور درلود، بیا هم هغه ډول چې مېرمن ډيکارلو وویل، بېلابېل فامټونه موجود وو، خو هغه مسایل چې موږ ورته اهمیت ورکوو او هره ورځ یی په اړه خبرې کوو، د ښځو، بشري حقونو او په افغانستان کې نور شرایط زموږ د ټولو بحثونو په سر کې دي."

په دې حاشیوي ناسته کې چې د دوحې له درېیمې ناستې وروسته جوړه شوې وه د ډېری هېوادونو استازو او طالبانو برخه نه وه اخیستې.

دوجاریک ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو مرستیالې روزي ماري ډيکارلو او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا هم په دې ناسته کې او هم له دې وړاندې په وار وار په کابل کې د طالبانو له حکومت د ښځو او بشري حقونو پر سر بحثونه کړي، هغه څه چې روزماري ډيکارلو هم د جولای په لومړۍ نېټه د دوحې د درېیمې غونډې له پای وروسته خبریالانو ته وویل.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم مني چې د دوحې په درېیمه ناسته کې په دې اړه ورسره اندېښنې مطرح شوي، خو بیا هم ټینګار کوي چې د ښځو او بشري حقونو مسئله کورنۍ ستونزې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو روزماري ډيکارلو د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د ښځو او بشري حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله نه ده ځکه په خبره یې افغانستان ټول هغه تړونونه لاسلیک کړي چې د ښځو په بشري او مدني حقونو تمرکز کوي.

د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالانې وایي د دوحې حاشیوي ناسته بې اغېزه ده، ځکه په خبره یې، په دې ډول ناستو کې چې د افغان ښځو برخلیک ونه ټاکل شي او ستونزې حل نه شي، بې پایلې دي.

د کونړ ولایت اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعالې لطیفې سالارزۍ ازادي راډیو ته وویل: "دا ډېرې غونډې شوي او نورې هم راروانې دي، خو په تېرو درېیو کلونو کې یې د ښځو غږ او حقوق په جدي توګه له دوی (طالبانو) غوښتل شوي، نو که چېرې ښځو د دوی (طالبانو) په غونډو کې د ګډون اجازه ورکړل شي مثبتې پایلې به ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د جورج ټاون په نوم انسټېټیوټ ښځو، سولې او امنیت په برخه د یو شمېر افغان ښځینه فعالانو له لوري جوړي شوي څېړنیز راپور کې ټینګار شوی چې نړیوال دې پر طالبانو خپل فشارونه جاري وساتي.

دغه ۲۴ مخیز راپور چې تازه خپور شوی د نورو موضوعاتو تر څنګ په کې ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه دې د افغان ښځو د حقونو لپاره قوي او همغږی دریځ غوره کړي، که نه نو په ټکو یې دوی به په افغانستان کې د ښځو په بې ثباتۍ او انزوا کې نوره هم مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغان مېرمنو سره د دوحې له ناستې وروسته د دغه حاشیوي غونډې په اړه لا له وړاندې انتقادونه موجود و او د مېرمنو د حقونو ګڼو فعالانو نیوکه کړې وه چې پایله به یې چندان ښه نه وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG