د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

رينا اميري: د نړۍ هېوادونه دې طالبانو سره د اړيکو له عادي کولو ډډه وکړي


په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د متحده‌ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري
په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د متحده‌ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د ۷۵مې غونډې له پیل سره سم په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د متحده‌ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د له "بې‌قيدو شرطه" د اړيکو له عادي کولو ډډه وکړي.

رينا اميري پرون دوشنبه د سپټمبر په نهمه د دغې غونډې د لومړۍ ورځې له پای ته رسېدو وروسته، په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې طالبان باید په خپل چلند کې "ژور" بدلون راولي.

نوموړې د بشري حقونو د شورا په ۵۷مه غونډه کې د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: "د افغانانو بشري حقونو ته درناوی نه یوازې اخلاقي مکلفیت دی، بلکې په افغانستان کې د یو باثباته اقتصاد، امنیت او سولې لپاره هم اړین دی، موږ باید طالبانو ته دا روښانه کړو چې د دوی د نړیوالو اړیکو عادي کول یوازې په‌دې شرط دي، چې دوی يې په بدل کې تغير وکړي او نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي."

د دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۷مه غونډې په يو څنډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وشوې.

په‌دې غونډه د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې له طالبانو حساب واخلي.

ډېری هېوادونو او ګډون‌والو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه چې طالبان يې له پامه غورځوي او د امر بالمعروف د قانون پلي کول چې له امله يې پر ښځو بنديزونه ډېر شوي، نيوکه وکړه.

په‌دې غونډه کې د افغانستان د تېرې جمهوري حکومت د بشري حقونو پخوانۍ مشرې سیما سمر وویل، چې د بشري حقونو د سرغړونو عادي کېدل د نړۍ امنیت او سوله له ګواښ سره مخامخ کوي.

هغې وويل: "په‌داسې حال کې چې زه د تاسې د هېوادونو ملي ګټې درک کوم، غواړم تاسو ته ووایم چې د بشري حقونو د سرغړونو عادي کېدل او په افغانستان کې د دغه ډول وضعیت دوام به ستاسو د هېوادونو او خلکو په ګډون د نړۍ پر امنیت او سولې اغېز وکړي، مثالونه يې هم شته که تاسو تاسو غواړئ چې و يې ګورئ."

سيما سمر
سيما سمر

په‌دې غونډه کې ښځينه فعالې حوريه مصدق هم د ځينو هېوادونو او طالبانو ترمنځ د اړيکو پر عادي کېدو نيوکه وکړه او ويې ويل: "موږ ګورو چې ځینې هېوادونه د طالبانو له اپارتايد حکومت سره خپلې اړیکې عادي کوي، موږ باید په ټولو ډیپلوماټیکو تعاملاتو کې بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړو او له افغانستان سره هر ډول مرسته د اساسي بشري حقونو په درناوي او ساتنې مشروطه کړو."

"موږ ګورو چې ځینې هېوادونه د طالبانو له اپارتايد حکومت سره خپلې اړیکې عادي کوي
حوريه مصدق

په‌داسې حال کې چې تر اوسه د نړۍ هيڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د ایران، ترکیې، پاکستان، روسیې، چین، قزاقستان او ځینو نورو هېوادونو په ګډون یوشمېر هېوادونو د افغانستان په سیاسي پلاویو کې د طالبانو استازي منلي دي.

دغه راز یو شمېر هېوادونو هم منلې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته خپل ډیپلوماتان واستوي.

که څه هم د طالبانو حکومت په تېرو درې کلونو کې د سازمانونو او نړيوالو هېوادونو له لوري د ښځو په ټولنیز ژوند، سفر، تعلیم، جامو او نور ډېر مواردو باندې د محدودیتونو لګولو له امله د بشري حقونو له‌خوا په پراخه سرغړونې تورن شوی، خو تل ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو او ښځو حقوق د اسلامي شریعت په رڼا کې خوندي دي.

تر دې وړاندې د ښځو او بشري حقونو یوشمېر فعالانو ازادي راډيو ته ویلي و له نړیوالې ټولنې او هېوادونو تمه لري چې پر طالبانو فشار راوړي څو پر ښځو لګېدلي بندیزونه لیرې کړي.

ملګروملتونو هم ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د خبرو یوازینی شرط د ښځو حقونو ته درناوی او د نړیوالو کنوانسیونونو رعایت دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG