د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د بشري حقونو د شورا ۵۷مه غونډه؛ ريچارډ بېنيټ ورته نن خپل راپور وړاندې کوي


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر ريچارډ بېنيټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر ريچارډ بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر نن خپل راپور د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کوي.

د بشري حقونو شورا د ۵۷غونډې په لومړنۍ ورځ د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې د حساب کتاب یو لړلیک تر بحث لاندې نېول کېږي، چې د ریچارډ بېنيټ په راپور کې یې یادونه شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر په خپل راپور کې ویلي، چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت خورا حساس او ترینګلی دی او اقتصادي کمزوریو د دغه هېواد خلک لا زیاتې بې‌وزله کړي دي.

په دغه راپور کې چې یوه لومړنۍ بڼه یې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په وېب‌پاڼه کې خپره شوې، طالبان د ښځو او نجونو په وړاندې په لا زیاتو محدودوونکو اقداماتو تورن شوي دي.

ښاغلي ریچارډ بېنيټ ویلي، په دغه راپور کې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه رڼا اچول شوې.

په دغه راپور کې له محرم پرته د ښځو سفري محدودیتونه، د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کمولو په اړه د طالبانو اقدام او څو نور اقدامات د ښځو په وړاندې د طالبانو د دوامداره سخت‌دریځيو بېلګې یادې شوي.

ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

همداراز ویل شوي، که څه هم طالبان تر ډېره د ستونزو د حل لپاره اقتصادي تګ‌لارې مخته کړي، خو بیا هم په افغانستان کې طبیعي پېښو لکه مرګونو سېلونو چې سږ کال یې تر ۱۲۰ زره ډېر کسان متاثره کړل دا هېواد له ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر د ۵۷ غونډې تر پیل مخکې انقرې، استانبول او دوحې ته سفرونه کړي او په خبره یې د افغانستان د بشري حقونو په اړه یې ګټور بحثونه کړي.

د ریچارډ بېنيټ په راپور کې چې تمه ده د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شي او په رڼا کې به یې د بشري حقونو کارپوهان او مدافعان بحثونه مخته وړي، یو لړ سپارښتنې او د حساب ورکونې میتودونه هم وړاندې شوي.

په دغو تګ‌لارو کې ویل شوي چې باید حساب کتاب د هرې مشخصې قضیې او قرباني محوره وي، په‌دې شرط چې بیا وروسته د غچ اخیستې ګواښ پېښ نه‌شي.

ټینګار شوی چې اوسنیو شرایطو ته په کتو هر ډول حساب ورکونه باید د جنسیت په اساس وي او د افغانستان د نجونو او ښځو ژوندیو تجربو ته په‌کې پام وشي.

په پای برخه کې هم ټينګار شوی چې د جرمونو د شواهدو په ټولولو، ساتلو او ارزونه کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا اوسنۍ تګ‌لاره تقویه شي هم په یوه داسې لار چې د راتلونکي حساب ورکوونې او عبوري عدالت د پروسې لپاره اغېزمنه تمامه شي.

د ملګرو‌ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷ غونډه داسې وخت په خپله لومړنۍ ورځ د افغانستان د بشري حقونو اړوند جلسه نیسي، چې طالبانو په‌دې وروستیو کې د امر بالمعروف قانون تصویب او نافذ کړی دی.

دا قانون ان د ښځو غږ هم عورت ګڼي او په نجونو او ښځو د طالبانو یو بل لوی محدودیت بلل کېږي.

د دغه قانون په سر د طالبانو امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت له ملګروملتونو سره د خپلې همکارۍ د پرېکون اعلان کړی او هغه یې یوه مخالفه اداره بللې، خو ملګروملتونو ویلي افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي او له طالبانو سره به اړیکې روانې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG