د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

بشري حقونو شورا غونډه؛ افغان مېرمنې: طالبان باید د بشري حقونو د نقض له کبله ځواب ویلو ته اړ کړل شي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مه غونډه چې په‌کې به د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه هم بحث کیږي، سبا دوشنبې د سپټمبر په نهمه پیل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

په داسې حال کې، چې ټاکل شوې سبا دوشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مه غونډه جوړه شي، یو شمېر افغان نجونې وايي، تراوسه دې غونډو دوی ته څه نه دي ورکړي او دا سازمان باید د طالبان حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض لپاره ځواب ویلو ته اړ کړي.

یوه ميرمن وايي: خو یواځې غونډه بسنه نه کوي، باید طالبان حساب ورکړي چې ولې په افغانستان کې بشري حقونه نقض کېږي او خلک دومره ستونزې ګالي.

یوه له دوی څخه چې پر ښځو د طالبانو حکومت د بندیزونو له امله له کار کولو بې برخې شوې، د نوم نه ښودلو او غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل: "دې غونډې موږ هیله‌من کړي یوو، ځکه نړیوال کولای شي د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه معلومات حاصل کړي او دا چې افغانان څومره ستونزې ګالي، خو یواځې غونډه بسنه نه کوي، باید طالبان حساب ورکړي چې ولې په افغانستان کې بشري حقونه نقض کېږي او خلک دومره ستونزې ګالي."

خو له زده‌کړو بې برخې یوې نجلۍ چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د ورته نظر ترڅنک زیاتوي چې تراوسه دغو د دې په خبره تس په نامه غونډو دوی ته هېڅ نه دي ورکړي.

هغه وايي: "د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډو تر اوسه کومه ګټه نه ده کړې. د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې لا هم د نجونو پر مخ تړلي او دوی د زده‌کړو حق نه لري، د دوی شرعي حقونه نقض شوي دي. زه دې غونډې ته هېڅ هیله نه لرم."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مې نوبتي غونډه کې به د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه به هم بحث وشي.

د دې غوڼدې چې د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په نهمه به پیل شي، په اجنډا کې راغلي چې د افغانستان لپاره د دې سازمان د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ به په شفاهي ډول د دې هېواد د بشري حقونو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

ریچارډ بینېټ
ریچارډ بینېټ

بینېټ هم د سپټمبر په پنځمه نېټه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي وو چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې به د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه خپل معلومات د بشري حقونو شورا په دې غونډه کې وړاندې کړي.

دغه شان په دې غونډه کې به د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه خپل راپور چې په‌کې په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو او نقض لپاره د حساب ورکولو انتخابونه او پروسې شاملې دي، وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو او مدني ټولنو ۹۰ بنسټونو هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دایمي غړوته په یوه پرانیستي لیک کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په جدي توګه د اندېښنې وړ بللی دی.

دوی د سپټمبر په شپږمه په دې پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پر دایمي غړو یې غږ کړی چې په افغانستان په سیستماتیک او پراخه کچه د بشري حقونو د نقض د ارزونې لپاره ژر تر ژره یو خپلواک او نړیوال میکانېزم رامنځته کړي.

د یادونې ده چې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر په هغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ به د دې سازمان د بشري حقونو شورا غونډه کې وړاندې شي ویل شوي چې پر افغانستان حاکمو چارواکو د یو لړ محدودوونکو احکامو، فرمانونو او اقداماتو له لارې، د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه او ازادي محدوده کړې او په عامه او سیاسي ژوند کې یې د هغوی لپاره فرصتونه له‌منځه وړي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو حکومت چې له واکمنۍ یې څه باندې درې کاله پوره کېږي سخت چلندونه، په تېره بیا د ښځو او نجونو په وړاندې د دوی سیاستونه، یو له هغو اساسي مواردو ګڼل کېږي چې له امله یې نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت ونه ‌پېژني.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG