د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د امریکا د استازو د جرګې یوه غړې: طالبان دې د یو بهرني تروریستي تنظیم په توګه ومنل شي


په کابل کې وسله وال طالبان
په کابل کې وسله وال طالبان

د امریکا د استازو جرګې یوې غړې نانسي میس کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړه او په هغې کې یې غوښتنه وکړه چې طالبان دې د یو بهرني تروریستي تنظیم په توګه ومنل شي او په افغانستان کې دې د دوی د رژیم له رسمیت پېژندلو سره مخالفت وشي.

د استازو جرګې د دې جمهوریپالې غړې په وینا، د دې قانون هدف دا دی چې یو واضح پیغام واستوي چې متحد ایالتونه به د ترهګرو له خوا کنټرول شوي رژیم ته مشروعیت نه ورکوي.

په هغه بیان کې چې د اغلي میس دفتر خپور کړی، ویل شوي: "د ازادۍ او عدالت تقاضا ده چې موږ هر ډول ظلم او جبر رد کړو. زموږ لایحه دا تضمینوي چې امریکا هیڅکله د طالبانو تروریستي رژیم په رسمیت نه پیژني."

دې دا هم ویلي چې که د استازو جرګه د دې له خوا وړاندیز شوې لایحه تصویب کړي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو مخه به ونیول شي.

د طالبانو حکومت اوس هم هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره، بې له دې چې د هغوی حکومت په رسمیت وپېژني تعامل لري.

که دا لایحه تصویب شي، د امریکا د باندنیو چارو وزارت به مکلف شي چې طالبان د تروریزم د ملاتړ کوونکي حکومت او د بهرني تروریستي تنظیم په توګه معرفي کړي.

د امریکا د یهرنیو چارو وزارت
د امریکا د یهرنیو چارو وزارت

تر دې مخکې یو شمېر افغان مېرمنو له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د ښځو خلاف د طالبانو د تبعیضي تګلارو د مخنیوي لپاره د هغوی پر ضد عملي ګامونه واخلي.

د ښځو د حقونو فعالې ډیوې پتنګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ غوښتنه او د افغانستان د مېرمنو غوښتنه دا ده چې د شعار پر ځای عملي ګامونه واخلي تر څو د افغان مېرمنو په وضعیت کې عملي تغییر موږ ووینو."

له بلې خوا د امریکا د سنا جرګې یوې دیموکراتې غړې چین شاهین ویلي چې د طالبانو له لوري د افغان ښځو ځپونکي اقدامات زیات شوي او د دې په وینا د طالبانو دا ډول اقدامات جنسیتي اپارټایډ ګڼل کېدای شي.

هغې امریکا غږ ته وویل، تر څو چې طالبان له ښځو سره په دې ډول اقدامات کوي، باید حکومت یې په رسمیت ونه پېژندل شي.

اغلې شاهین همداراز وویل چې هڅه کوي د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدانو ته د افغان ښځو د موضوع اهمیت روښانه کړي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو بې برخې کړي او ښځې یې هم په اکثرو دولتي او غیرحکومتي ادارو کې له کار کولو منع کړي. همداراز یې د هغوی د ګڼو ټولنیزو فعالیتونو مخه نیولې ده.

طالب چارواکو له دې وړاندې ویلي چې د دوی تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د هرچا حقونه خوندي دي.

طالبان له "اسلامي شریعت سره سم" د ښځو د حقونو په درناوي ټینګار کوي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه وکړي.

دغه کمېسیون ویلي، په تېرو نژدې درېیو کلونو کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې هېواد کې د ښځو وضعیت خورا خراب شوی دی.

له بلې خوا اروپايي اتحادیې ویلي چې د طالبانو له لوري افغان ښځې او نجونې په پراخه او منظم ډول له جنسیتي تبعیض سره مخامخ دي.

دې اتحادیې دا هم ویلي چې د طالبانو له لوري د ښځو د ځورولو په اړه د طالبانو منظمې سرغړونې ممکن د بشري جنایت سبب شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG