د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

طالب وزیر سره د روغتیا نړیوال سازمان د مشر لیدنې غبرګونونه پارولي


د عکس ښي لور ته د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي او چپ لور ته د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس
د عکس ښي لور ته د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي او چپ لور ته د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره د روغتیا نړیوال سازمان د مشر لیدنه او د انځورونو خپرېدل، د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو او د تېر جمهوري حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخامخ شوي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له سرپرست نور جلال جلالي سره د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس د لیدنې د عکسونو له خپرېدو وروسته د ړنګ شوي جمهوري نظام ځینو چارواکو او د ښځو د حقونو فعالانو غبرګون ښودلی او دا کتنه یې غندلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه د یکشنبې په ورځ د جولای په ۲۱مه په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې طالبان په رسمیت نه دي پېژندل شوي او تر تحریم لاندې دي او دوی ته د تبلیغاتو لپاره په ویاړ عکس اخیستل هغو میلیونونو افغانانو ته سپکاوی دی چې د دوی د استبدادي واکمنۍ او جنسیتي اپارټایډ تر لاندې رنځ وړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه

په تېر جمهوري حکومت کې د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې داسې یو کس سره لیدنه چې د طالبانو د هغه مشر له‌خوا ټاکل شوی کوم چې په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو په وړاندې ۸۵ فرمانونه صادر کړي، په ښکاره ډول د دې سازمان اخلاقي نقض او اخلاقي زوال ښيي.

په مخکیني جمهوري حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیرې او د ښځو د حقونو فعالې نرګس نهان هم پر دې لیدنې نیوکه کړې او په خپله ایکسپاڼه یې لیکلي چې د بشري مرستو اصول اړمنو ته رسېدنه ده، نه ځپونکو ته تبليغ.

په مخکیني جمهوري حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیرې او د ښځو د حقونو فعالې نرګس نهان
په مخکیني جمهوري حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیرې او د ښځو د حقونو فعالې نرګس نهان

هغې وویل: د ښځو د حقونو یوې فعالې مریم معروف اروین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "له بده مرغه په تېر یو کال کې هغه څه چې دغو سازمانونو د طالبانو ملاتړ لپاره سر ته رسولي، نه یوازې دا چې د بشري حقونو ارزښت او د افغانانو غوښتنې يې تر پښو لاندې کړي، بلکې په خلکو په ځانګړې توکه پر ښځو او مذهبي لږکیو ظلم يې هم له پامه غورځولی دی، دا چلند ورو ورو د افغانستان خلکو په تېره ښځو په منځ کې د هغوی اعتبار کموي."

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې نسرین حمیدي ازادي راډیو ته وویل: "دا زموږ د ښځو او د بشر د حقونو د فعالینو لپاره د خواشینۍ ځای دی، دې افغانان په ځانګړې توګه افغان مېرمنې د ملګرو ملتونو او بشری حقونو له سازمانونو څخه ناهیلۍ کړي دي."

خو د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او"(WHO) مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له سرپرست نور جلال جلالي سره یې د روغتیايي خدمتونو د وضعیت او د پولیو د ختمولو په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې، په دې لیدنه کې یې د ښځو د زده‌کړو او کار او د افغانستان د اقتصاد او ټولنې په وده کې یې د اهمیت په اړه هم خبرې کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټینګار وکړ چې دغه سازمان به د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

تر دې مخکې اروپا ته د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر سفر او هلته یې د روغتیا نړیوال سازمان په کوربه‌توب په یوې ناسته کې ګډون غبرګونونه راپارولي وو.

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو سازمان د دوحې درېیمې غونډې ته د طالبانو د بلنې او له دې مهمې غونډې څخه د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې د استازو د لرې کولو له امله له نیکو سره مخ شوی و.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا هغه مهال ویلي وو چې په دې غونډه کې د طالبانو حضور د هغوی د په رسمیت پېژندلو یا له هغوی سره د اړیکو د عادي کولو په معنا نه دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د پراخ نقض په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د هېڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG