د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

امريکا د طالبانو په بند کې د درېیو امريکايي وګړيو نومونه اعلان کړل


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې محمود حبیبي د طالبانو په بند کې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې محمود حبیبي د طالبانو په بند کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، واشنګټن اګزمینر ورځپاڼې ته تایید کړې، چې دا مهال د جورج ګلیزمن، محمود حبیبي او رایان کوربت په نومونو درې امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې دي.

واشنګټن اګزمینر ورځپاڼې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په حواله خبر ورکړى چې درې امريکايي وګړي د طالبانو حکومت په بند کې دي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت هم د دوو امریکايي وګړو د نیولو خبر تایید کړی و.

واشنګټن اګزمینر د شنبې په ورځ د جولای په ۱۳مه په یوه راپور کې د دغه وزارت د یوه ویاند له قوله چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی، لیکلي چې جورج ګلیزمن، محمود حبیبي او رایان کوربت چې د ۲۰۲۲م کال په بېلابېلو میاشتو کې نیول شوي دي، دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټېل د جولای په دویمه نېټه تایید کړه چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې د طالبانو له استازو سره د بندي امریکايي اتباعو د خلاصون په اړه خبرې کړي.

د طالبانو حکومت وياند او د دوحې درېيمې غونډې ته د دوی د پلاوي مشر ذبيح‌الله مجاهد له دوحې څخه تر راستنېدو وروسته په کابل کې يوې خبري غونډه کې وويل، امريکا بايد د طالبانو شرایط ومني او د دوو امریکايي اتباعو د خوشې کېدو په بدل کې له ګوانتانامو زندانه د دوى بنديان خوشې کړي.

د طالبانو ویاند ذبيح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبيح‌الله مجاهد

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د بندیانو د تبادلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو حقوقي کارپوه عبدالواحد سادات وايي، د بندیانو تبادله د نړیوالو قوانینو له‌مخې شونې ده.

هغه ازادي راډيو ته وویل، خو دې ته په کتو چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او دا چې د ګوانتانامو د بندیانو مخینه ناڅرګنده ده، دا ډول تبادله ستونزمنه ده.

نوموړي وويل: "په‌دې تړاو له حقوقي اړخه دا ډېره ستونزمنه ده چې کره قانون په‌دې اړه پلي شي، که څه هم موږ د ۱۹۴۹ کال د جنیوا څلور کنوانسیونونه لرو او بیا هم په ۱۹۷۷ کال کې یې الحاقیه، چې په‌کې د جګړې د بندیانو، یرغمل شویو کسانو او هغه کسانو په اړه ذکر شوی چې د جاسوسي په تور نیول شوي وي."

په‌ همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه سمیع یوسفزی وايي چې طالبان غواړي له دې لارې په سیمه کې سیاسي امتیاز ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه سمیع یوسفزی
د سیاسي چارو کارپوه سمیع یوسفزی

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم چې طالبان غواړي له دغه موضوع څخه سیاسي امتیاز تر لاسه کړي، ځکه له یوې خوا د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او له بلې خوا د امریکا په اړه خبرې کوو، هغوی غواړي دا وښيي چې امریکا نه‌شي کولای هغه شرایط چې په نورو هېوادونو يې تطبيقوي، په موږ يې هم تطبیق کړي."

هغه زياته کړه، که د بنديانو تبادله وشي، ښايي طالبان د ايران په څېر بهرني اتباع ونيسي او پر ځاى يې له بېلابېلو هېوادونو امتيازات واخلي.

واشنګټن اګزمینر ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، ټول دغه درې امریکايي وګړي په ۲۰۲۲م کال کې نیولو شوي چې جرج ګلیزمن د ډسمبر په ۵ مه، محمود حبیبي د (ای‌آرایکس‌کمیونیکيشن) شرکت له ٢٩ نورو کارکوونکو سره د اګست پر لسمه د القاعدې پخواني مشر ایمن‌الظواهري د وژلو سره د ارتباط په تور او رایان کوربت د خپل شرکت د افغان کارکوونکو د وضعیت د څېړلو په موخه په یوه سفر کې د جولای په میاشت کې ونیول شول.

په دغه راپور کې د بندیانو شرایط نامناسب بلل شوي دي.

دا درې واړه کسان په داسې حال کې د طالبانو په زندان کې دي چې پخوا هم طالبانو یو شمېر امریکايي وګړي بندیان او بیا یې تبادله کړل.

په ۲۰۲۲م کال کې د طالبانو یو مهم غړی، بشر نورزی، چې د مخدره توکو د قاچاق په تور د امریکا د یوې محکمې له‌خوا په عمرینه قید محکوم شوی و، د متحده‌ایالاتو د سمندري ځواکونو د یوه پخواني سرتېري، مارک فریکس د خوشې کېدو په بدل کې خوشې شو.

مارک فریکس د ۲۰۲۰م کال د جولای په ۳۱مه په افغانستان کې تښتول شوی و.

XS
SM
MD
LG