د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

میلر: د طالبانو لخوا د امریکایي اتباعو نیول دوی سره د تعامل یو لوی خنډ دی


د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو میلر
د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو میلر

د امریکا متحده ایالات وايي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د امریکايانو نیول له هغوی سره د "مثبت تعامل پر وړاندې یو مهم خنډ" دی.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له بند څخه د بندي امریکايانو د ژر او شرط پرته خلاصون غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند مټيو مېلر د چهارشنبې په ورځ ناوخته د طالبانو له خوا د زنداني شویو امریکايانو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکايي چارواکو د طالبانو له استازو سره په کتنه کې په دوامداره توګه د هغوی پر خلاصون ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې:

"د متحده ایالاتو چارواکو په دوامداره او پرله پسې توګه - په ځانګړ ي ډول د طالبانو له استازو سره په غونډو کې - په افغانستان کې د بندیانو په سمدستي او غیر مشروطه خوشې کیدو ټینګار کړی او دا مو ويلي چې دا کړکېچونه د مثبت تعامل په وړاندې یو مهم خنډ دی."

ښاغلي مېلر په ډاګه نه کړه چې دا مهال په افغانستان کې څومره امریکايي اتباع بندیان دي، خو امریکايي "سي بي ایس" ټلویزیون څه موده وړاندې د یوه امریکايي چارواکي په حواله چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې وه ویلي وو چې اوسمهال د رایان کوربت په ګډون ۶ تنه امریکايي اتباع په افغانستان کې د طالبانو له خوا بندي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د قطر په مرسته یو اتريشى له بنده خوشې کړی دی.

خو د هغو امریکايانو کورنۍ په ځانګړ ي ډول د هغو افغاني الاصله امریکايي کورنۍ چې د طالبانو له خوا بندیان دي، اندېښنه څرګندوي او وايي چې پرته له دې چې کوم جرم پرې ثابت شي دوى په زندان کې دي.

د جمهوري نظام د ملکي او هوایي چلند ادارې رییس محمود شاه حبیبي هم چې د امریکا تابعیت لري، له طالبانو سره بندي دی
د جمهوري نظام د ملکي او هوایي چلند ادارې رییس محمود شاه حبیبي هم چې د امریکا تابعیت لري، له طالبانو سره بندي دی

د محمود شاه حبیبي ورور تیمورشاه حبیبي چې یو افغاني الاصله امریکايي او تېر جمهوري نظام د ملکي او هوایي چلند د ادارې پخوانی رییس و او اوس د طالبانو له خوا په بند کې دی، ازادي راډیو ته وویل:

"موږ نه پوهېږو چې د محمود شاه حبیبي ګناه څه ده، ایا د ده ګناه دا ده چې ده د امریکا تابیعت درلود، ایا د ده ګناه دا ده چې په تېر نظام کې یې وظیفه اجرا کړې وه او که بل څه؟ موږ ته هېڅ معلومات نشته چې دی د څه شي په تور نیول شوی دی او چېرې یې ساتلی دی. مشکل دا دی چې له ۱۹ میاشتو راهیسې کورنۍ ته یې د ملاقات موقع او اړیکې اجازه نه ده ورکړې."

تیمورشاه حبیبي د طالبانو له زندانه د خپل ورور د خلاصون غوښتنه کوي.

خو د طالبانو حکومت د یو شمېر امریکايانو په نیولو سره د څه په لټه کې دی؟

د سیاسي چارو پوه حکمت الله حکمت ازادي راډيو ته وویل چې په دې مسله کې د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ طالبان غواړي پر امریکا فشار راوړي.

" د دې بندیانو په هکله امریکا، اروپا او ځینو ګاونډیو هېوادونو او د طالبانو ترمنځ بیا بیا لیدنې کتنې شوې دي، بحث شوی دی. طالبان د دوی په هکله غوښتنې لري چې هغه سیاسي دي، لکه څنګه چې غرب او امریکا د طالبانو پر وړاندې هر وسیله د فشار په ډول کاروي؛ هماغسې طالبان هم د فشار په ډول له دې موضوعاتو کار اخلي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه راپور تر خپرېدو پورې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د څرګندونو او د طالبانو د حکومت په زندانونو کې د بندي امریکايانو د شمېر په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د نوموړي د نیول کېدو د لامل او د دوی له خوا د نیول شویو امریکايانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي وو، دوی له هغو هېوادونو سره خبرې کوي چې اتباع یې په افغانستان کې بندیان دي او هڅه کوي چې داسې مسایل حل کړي چې د افغانستان اصولو او ملي امنیت ته زیان ونه رسیږي او له نړۍ سره ښه تعامل او اړیکې ولري.

تر دې وړاندې هم څو ځلې د امریکا د متحدو ایالتونو بېلابېلو چارواکو له طالبانو څخه د خپلو اتباعو د خلاصون غوښتنه کړې چې ظاهراً یې تر اوسه کومه د پام وړ پایله نه ده لرلې.

XS
SM
MD
LG