د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

هرټبیرګ: بریتانیا باید په افغانستان کې د خلکو حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي


د بریتانیا بیرغ
د بریتانیا بیرغ

وروسته له هغې چې د بریتانیا د مرستو پر څارنې یو کمېشنر هوګ بیلي په افغانستان کې د دې هېواد د ډیپلوماتیک حضور د بیا احیا غوښتنه وکړه، د ناروې د کډوالو شورا له دې غوښتنې په هرکلي سره ویلي بریتانیا باید په افغانستان کې د روان بشري بحران په ترڅ کې د خلکو حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي.

په بریتانیا کې د ناروې د کډوالو شورا ريیس مارتین هارتبیرګ په یوې اعلامیه کې چې د جولای په ۱۲مه د دې شورا پر ویبپاڼه خپره شوې ویلي، د ډيپلوماتیک تعامل زیاتوالی د مرستو رسولو د پروګرامونو او اصولي بشري اقداماتو په څارنه کې اړین دی او مسوولان د افغان مېرمنو او نجونو په اړه ځواب ویلو ته اړ باسي.

د اقتصادي چارو پوه عبدالنصير رښتيا په افغانستان کې د هېوادونو ډیپلوماتیک حضور د مرستو رسولو او همدا شان د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اړین بولي.

نوموړی وایي: "زه فکر کوم چې که دا ډیپلوماتیکې اړیکې بیا پیلېږي هم د سیاست له اړخه روابط ښه کولای شي هم د اقتصادي لحاظه دوی پوهېږي چې کوم ځای کې په کومه برخه کې څه ډول مرسته وشي، نو دا مرسته که په روڼتیا راشي او بې‌وزلو خلکو سره مستقیمه همکاري وشي، ډېره ګټه لري او په دې شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی کوي."

خو د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانې وايي، دا له طالبانو سره د تعامل په مانا ده او دوی ورسره د هر ډول تعامل مخالف دي.

د ښځو د حقونو فعاله پریسا مبارز وايي، که بریتانیا غواړي په افغانستان کې ډيپلوماتیک حضور ولري، باید لومړی پر طالبانو فشار راولي.

پریسا مبارز وايي: د بریتانیا ډیپلوماتیک حضور په افغانستان کې په یو شکل له طالبانو سره تعامل دی او څنګه چې ټول پوهېږي افغانان طالبان نه غواړي.

هغه وايي: "د بریتانیا ډیپلوماتیک حضور په افغانستان کې په یو شکل له طالبانو سره تعامل دی او څنګه چې ټول پوهېږي افغانان طالبان نه غواړي. که دوی غواړي ډيپلوماتیک حضور ولري او د افغان مېرمنو لپاره یو څه وکړي، باید لومړی پر طالبانو فشار راولي څو دوی د افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو غوښتنو ته پام وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ګاردین ورځپاڼۍ په حواله، د بریتانیا حکومت د مرستو پر څارنې یو کمېشنر هوګ بیلي د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۱۱مه په یوه راپور کې ویلي، هېواد یې باید په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ او د بریتانیا پر مرستو د څارنې لپاره خپل ډیپلوماټیک حضور بېرته احیا کړي.

دا راپور په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د بریتانیا د بشري مرستو د پام وړ او مثبتې اغېزې په نښه کوي.

د ۲۰۲۱م کال په اګسټ کې کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، بریتانیا خپل ټول ډیپلوماتان له دې هېواده وایستل.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې د سخت دریځو پالیسیو او بندیزونو له امله تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG