د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

" قزاقستان د سوداګریزو اړیکو له پراختیا سره د افغانستان د ثبات او پرمختګ مرسته کوي"


 د قزاقستان ځانګړی استازی او د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر- ارشیف
د قزاقستان ځانګړی استازی او د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر- ارشیف

یورایشیا:

یورایشیا نیټ خپرونې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د قراردادونو پر لاسلیک کېدو لیکنه خپره کړې ده.

دا قراردادونه په پلازمېنه استانې کې د افغانستان او قزاقستان د درې ورځنۍ اقتصادي غونډې په لومړۍ ورځ د دوو خواوو خصوصي سیکتور په خپل منځ کې لاسلیک کړي دي.

په دې غونډه کې د دواړو هیوادونو ۳۰۰ چارواکو او د خصوصي سیکتور استازو ګډون کړی و.

خپرونه زیاتوي، کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ترلاسه کړ، د دغه هیواد شمالي ګاونډیان اندېښمن و.

قزاقستان په سیمه کې د غلې ستر تولیدوونکی دی او افغانستان هر کال له دغه هیواده غنم واردوي.

قزاقستان په وروستیو کې له افغانستان سره د تجارتي اړیکو پراخولو ته پام زیات کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان له لارې هڅه کوي چې له پاکستان سره هم سوداګري راکړه ورکړه وکړي.

یورایشیا نیټ لیکلي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه تېر کال یو میلیارد ډالرو ته ورسیده چې د ۲۰۲۱ پرتله دوه برابره ده.

د قزاقستان حکومت وايي، هڅه کوي چې له افغانستان سره سوداګري راکړه ورکړه په کال کې ۳ میلیارد ډالرو ته ورسوي.

قزاق چارواکي وايي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره سوداګري او راکړه ورکړه په افغانستان کې له ثبات او پرمختګ سره مرسته کولی شي.

ګلوبل ویلیج:

دې خپرونې افغانستان ته د بریتانیا د دیني عالمانو د یوه پلاوي د سفر په اړه لیکنه خپره کړې ده.

خپرونه وايي، دا پلاوی، چې د بشري مرستې او ملاتړ خیریه موسسې په همکارۍ د ۸ ورځو په مخه افغانستان ته تللی دی، غواړي چې د بشري مرستو لپاره د افغانستان حالات له نژدې وګوري.

ګلوبل ویلیج وايي، د شیخ هیثم الحداد او شیخ سلیمان غني په مشرۍ د بریتانیايي دیني عالمانو پلاوی په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزلو ترڅنګ د نجونو هغه ښوونځی هم ګوري چې په پغمان کې دی او سل نجونې پکې درس وايي.

دوی د افغان ښځو د پیاوړتیا او د یوې هوسا راتلونکې په خاطر د نجونو د زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG