د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

مجاهد وايي، اکثره هیوادونه د افغانستان د خصوصي سیکتور د پیاوړتیا ملاتړ کوي


د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې د دوحې په غونډه کې د طالب پلاوي مشري هم کوي، نن دوشنبه (د جولای لومړۍ نېټه) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې نن د غونډې په دوهمه ورځ د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک استازو د خصوصي سکټور د ملاتړ او د کورنیو چارو وزارت استازي یې، د نشه یي توکو د مخنیوي او بدیل معیشت د جلب په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

مجاهد ادعا کړې چې په نننۍ غونډه کې اکثرو هېوادونو د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ پلوي کړې او له دوی سره یې ژمنه کړې چې له بانکي او اقتصادي برخو باید محدودیتونه لیري شي.

مجاهد د روسیې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامي همکارۍ سازمان د دریځونو ستاینه کړې.

خو د غوندې جزییات لا رسمي نه دي شریک شوي چې دغو ځانګړو استازو په خپلو خبرو کې څه ویلي دي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پرون په خپله ایکسپاڼه کې په دغه غونډه کې د ګډون یو ټکی، د افغانستان په اړه د تهران د اندېښنو څرګندول ښودلي و.

پاکستان هم مخکې په وار وار د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په ملاتړ تورن کړی، هغه ډله چې د دوی په خبره د پاکستان امنیت ګواښي.

ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نوموړي پرون یکشنبه د دوحې د درېیمې ناستې په لومړۍ ورځ د نړیوالو له لوري د افغانستان پر بانکي سیستم د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه او دا یې د افغانستان د اقتصادي ستونزو “یوازینۍ حل لاره” وبلله:

“‏د ټولو محدودیتونو او بندیزونو لرې کېدل او د هغو پخوانیو پرېکړه‌لیکونو ختمول چې د افغانستان د خصوصي سکټور په لار کې يې اساسي خنډونه ایجاد کړي دي، د افغانستان بانک ګنګل شوي ټولې اسعاري زېرمې کومې چې د افغانانو مسلم حق دی، بیرته د کنګل څخه خلاصيدل او د افغانستان بانک په واک کي ورکول کیدل، ترڅو د پولي سیاست ښه تطبیق وشي، د سوداګریزو بانکونو د حسابونو تقویه وشي او د افغنستان بانک له لوري د سوداګریزو بانکونو په وړاندي د اسعاري مکلفیتونو په ترسره کولو کې وکارول شي.”

ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې دوی په ټول افغانستان کې د نشه توکو تولید صفر ته نژدې کړی، خو ملګروملتونو د ۲۰۲۴ کال په راپور کې ویلي دي، چې د تېر کال پرتله سږ کال په افغانستان کې ډېر کوکنار کرل شوي، چې ډېر اپین به ورڅخه تولید شي.

مجاهد د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه "داخلي مسلې" وبللې او ټینګار یې وکړ چې دا اقدامات باید د "ځواکمنو هیوادونو" له خوا د امنیتي، سیاسي او اقتصادي فشار لپاره د وسیلو په توګه ونه کارول شي.

په داسې حال کې چې پرون د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي و، چې نړیواله ټولنه باید د هغو تبعیضي احکامو د سمدستي بیرته اخیستلو لپاره، چې د ښځو او نجونو زده کړې، کار او تګ راتګ محدودوي او همدارنګه د نورو جبري سیاستونو د مخنیوي لپاره پر طالبانو فشار ته دوام ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته دا لومړی ځل دی چې طالبانو په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو له لوري د ناستې بلنه منلې ده.

د دوحې دوې تېرې ناستې د ۲۰۲۳ کال په مې او د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د طالبانو له ګډون پرته ترسره شوې وې.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ښځو پر وړاندې د سختدریځو پالیسیو او بندیزونو له امله تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

XS
SM
MD
LG