د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

طالبانو او ملګر ملتونو د دوحې ناسته اغېزمنه بللې؛ ناستې افغانستان لپاره کومې پايلې درلودې؟


د دوحې ناستې له یوې څنډې انځور
د دوحې ناستې له یوې څنډې انځور

د دوحې درېیمه ناسته چې پرون ماښام پای ته ورسېده، طالبانو او ملګر ملتونو اغېزمنه بللې ده.

د دوحې درېيمه ناسته د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب او ٢۵ هېوادونو په استازيتوب او د طالب پلاوو په ګډون پرون د دوشنبې په ماښام پاى ته ورسېده.

د دې ناستې هدف په نړيواله ټولنه کې دافغانستان شاملېدل او بشري حقونو په ځانګړې توګه افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو حکومت د کړو ژمنو عملي کول ښودل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د غونډې لومړۍ ورځ دې ته ځانګړې وه چې د طالبانو له حکومته نړیواله ټولنه څه تمې لري او دویمه ورځ له نشه‌یي توکو سره پر مبارزې، د افغانستان بانکدارۍ او اقتصادي ستونزو متمرکزه وه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو چې د دغه ناستې مشري یې کوله پرون ناوخته په یو خبري کنفرانس کې وویل ناسته او خبرې اترې ګټورې وې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو

نوموړې ټینګا وکړ چې دې ناسته کې يې د ښځو او نجونو د حقونو په ورکړه هم ځانګړی ټینکار کړی دی.

ډیکارلو زیاته کړه چې د مذاکراتو په وروستي پړاو کې ګډونوالو هوکړه وکړه چې خپلو تعاملاتو ته به دوام ورکوي، خو تر څو چې طالبان پر زده‌کړو او د ژوند په ټولو چارو کې د ښځو پر ونډې بنديزونه لېرې نه کړي، په افغانستان کې د د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل ناممکن دي.

طالب پلاوي هم غونډه د قناعت وړ وبلله او ویې ویل چې په دې غونډه کې یې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند او په دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد خبریالانو ته وويل چې د نجونو زده‌کړه یوه کورنۍ موضوع ده په داسې حال کې که افغانستان له نورو ستونزو سره مخ نه شي نو نجونو ته به د زده‌کړو اجازه ورکړي.

د دوحې له درېيمې ناستې پراخو تمو ته په کتو سره دا پوښتنه پيدا کېږي چې د دوحې درېيمې غونډې افغانستان لپاره کومې پايلې درلودې؟

یو شمېر پخواني ډيپلوماتان او د نړيوالو چارو پوهان وايي چې دې ناستې پرته له دې چې طالبان له نړيوالې ټولنې سره مخامخ پر يو مېز کېنول بله کومه خاصه لاسته راوړنه يې نه درلوده.

پخوانی افغان دیپلومات عزیزالدین معارج په دې باور دی چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې تمه کېده چې د ښځو، بشري حقونو او د افغانستان د بنسټیزو ننګونو به بحث وشي څو د پام وړ لاس راوړنې ولري، خو په خبره یې دا ناسته د طالبانو په خوښه ترسره شوه.

معارج وویل: "په دې چې ژمنه شوې وه چې يوه ناسته به تر سره کېږي دا ناسته جوړه شوه او د طالبانو په غوښتنه يې د ناستې اجنډا مخدره توکو، بانکي موضوعات او نورو مسايلو ته ځانګړې کړه څو طالبان غونډې کې ګډون وکړي، د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره يې هېڅ اغېزمنه پايله نه لرله او يوازې د دې ژمنو سره چې مونږ دا کار کوو تاسو هغه وکړئ غونډه پاى ته ورسېده."

راغي وايي: په اوږد مهاله کې به دا ناستې د طالبانو په ګټه نه وي ځکه هغوى د پخوا په شان خپل ضد یا هوډ نه دی پرېښي.

پخواني ډيپلمات او د نړيوالو چارو پوه سيد نورالله راغي وويل: "په دې ناسته کې طالبانو خپلې ځانګړې موخې لکه د اقتصادي مرستو جلبول، له افغانستانه د انحصاري حضور استازيتوب، د طالبانو د حکومت نورمالول، ورسره يې خپل ځواک نندارې ته کېښود، دا موخې تر يو حده په لنډمهاله توګه ترلاسه شوي، خو په اوږد مهاله کې به دا ناستې د طالبانو په ګټه نه وي ځکه هغوى د پخوا په شان خپل ضد یا هوډ نه دی پرېښي."

تر دې مخکې د افغانستان د پېلابېلو اقشارو خلکو ازادي راډيو ته ویلي وو چې دوی تمه لري چې د دوحې غونډه به روان وضعیت بدل کړي او نجونو او ښځو لپاره د زده‌کړو، کار او نورو حقونو د برابرولو زمینه به برابره کړي.

د سیاسي چارو او سولې رامنځته کولو برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري ډیکارلو د سه شنبې په ورځ د افغان ښځو او مدني ټولنو له استازو سره جلا غونډه ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش یو کال مخکې "د افغانستان په اړه د دوحې غونډې" پیل کړې چې لومړۍ يې د ٢٠٢٣م کال په مې نې او دويمه يې د روان کال په فبرورۍ کې ترسره شوه د ښځو د حقونو فعالانو او کارپوهانو هغه مهال هغه غونډې هم د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې بې ګټې بللې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG