د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت غونډه کوي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو د درېیمې کالیزې په درشل کې او په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د وضعیت د خرابېدو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره هممهاله د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د خبرو لپاره غونډه کوي.

دغه کمېسیون وايي، دا غونډه به د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري، یوې افغان اعتراض کوونکې مېرمن وحیدې امیري، د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان څانګې غړې میترا مهران او د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې د مرستیالې هیدر بار په ګډون د راتلونکې سې شنبې په ورځ، چې د اسد ۹مه ده، جوړه شي.

د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.

د کمېسیون په وینا، د طالبانو له‌خوا "سخت او غیر انساني" محدودیتونو چې له کار څخه د ښځو منع کول او له زده کړو محرومول په‌کې شامل دي، په افغانستان کې په عامه ژوند کې د ګډون کولو او پر خصوصي ژوند کې د دوی د کنټرول وړتیا په جدي ډول کمه کړې ده.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله‌والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله‌والو د چلند یو انځور

په بیان کې ویل شوي چې دغه بندیزونه او په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحرانونو د ژورېدو په ګډون د هغو پراخې پایلې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو او د بشري حقونو د ډېرو ادارو له‌خوا مستند شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، شاهدان به د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو د کمېسیون په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو اوسنی وضعیت بیان کړي او د امریکا کانګرس ته به د اقدام لپاره سپارښتنې وړاندې کړي.

د ښځو د حقونو فعاله ډیوه پتنګ دا ډول غونډې او د افغان ښځو ناورین ته د نړیوالو پاملرنه بې اغېزې نه بولي.

مېرمن پتنګ وايي: ښه به دا وي چې د افغان ښځو دوضعیت په اړه غونډې شعاري نه وي بلکې عملي ګامونه هم ورسره تړلي وي.

هغه وايي: "هر ډول ناستې چې کېږي او هلته د افغانستان د مېرمنو په اړه بحثونه کېږي مثبته خبره ده. دا د افغان مېرمنو غوښتنه هم ده، خومتاسفانه تراوسه پورې د افغان ښځو په وضعیت کې بدلون نه دی راغلی. ښه به دا وي چې د افغان ښځو دوضعیت په اړه غونډې شعاري نه وي بلکې عملي ګامونه هم ورسره تړلي وي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر، یوناما او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په دې وروستیو کې په یوه ګډ راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه مایوسي زیاته شوې ده.

په دغه راپور کې چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې له شاوخوا ۹۰۰ نارینه او ښځو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ چمتو شوی، ویل شوي چې ۸۰ سلنه ښځې عدالت ته د لاسرسي لپاره له سیمه‌ییزو چارواکو سره هېڅ ډول اړیکه او تماس نه لري.

په راپور کې په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې د ښځو پر وړاندې پر زیاتېدونکو ستونزو او ننګونو اندېښنه ښودل شوې ده.

طالب چارواکو له دې وړاندې ویلي چې د دوی تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د هرچا حقونه خوندي دي.

طالبان له "اسلامي شریعت سره سم" د ښځو د حقونو په درناوي ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې په ګډون د یو شمېر اسلامي هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز "غیر انساني او غیر اسلامي" بللی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG