د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د يوې څېړنې موندنې: هغه افغانان چې لومړني اولادونه يې لوڼې دي، د ښځو د حقونو ملاتړ کوي


د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د افغان نجونو پرمخ د پوهنتوني زده‌کړو دروازې بندې کړې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د افغان نجونو پرمخ د پوهنتوني زده‌کړو دروازې بندې کړې.

د یوې نوې څېړنې موندنې ښيي، ډېری هغه افغانان په ځانګړي ډول هغه پلرونه چې لومړی ماشوم یې نجلۍ وي، د افغان مېرمنو له بشري حقونو ملاتړ کوي.

د یوې نوې څېړنې موندنې ښیي، که څه هم په افغانستان کې د د ښځو د بشري حقونو پراخ ملاتړ کېږي، هغه پلرونه چې لومړي ماشومان یې لوڼې دي، د ملي لومړیتوب په توګه د ښځو بشري حقونو ته ژمن دي.

د "ماساچوسټس امهرست" پوهنتون یو شمېر څېړونکو دا موضوع د "افغان غږ" پروژې په لومړۍ علمي مقاله چې د "انساني خوندیتوب لابراتوار" برابره شوې، د چهارشنبې په ورځ د دغه پوهنتون په علمي پلوس ون مجله کې، خپره کړې ده.

"د لومړۍ لور اغېز" په نوم د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بشري حقونو ساتنه او د جنسيتي برابرۍ دې مقاله کې راغلي، د پام وړ شواهد ښیي چې د پېغلو لوڼو د افغان پلرونو پاملرنه د ټولو ځواب ورکوونکو د ځوابونو په پرتله ډېره جنسیتي برابرۍ باندې متمرکزه ده.

ارشیف: په فراه کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.
ارشیف: په فراه کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.

په‌دې سروې کې له څه باندې ۷۵۰۰ کسانو څخه د امنیت، حکومتوالۍ، اقتصاد، نړیوالو مرستو، بشري حقونو او د ښځو د وضعیت په اړه یو لړ پوښتنې شوې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان نارینه چې لوڼې او خویندې یې له زده‌کړو او کار څخه بې‌برخې دي، د طالبانو له‌خوا د لګول شویو محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار کوي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي چې د څو نجونو پلار دي او نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله يې په راپور کې نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "زما اولادونه ډېرى لوګانې دي يوه يې له دولسم څخه عمومي اول نمره فارغه شوې او بله يې هم لسانس لري، خو دواړه اوس بې‌کاره په کور ناستې دي، دوه نورې لورګانې مې چې يوه يې په لسم ټولګي کې وه ښوونځي یې بند شو که په دې درې کلونو کې فارغه شوې وه اوس به د ژوند خاونده وه او بله يې چې اتم ټولګي ته تللې وه هم ډېره لايقه او با استعداده وه."

د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي: "زده‌کړه يوه ډېره اړينه او مهمه مسئله ده، زموږ راتلونکى نسل بايد پوه او تعليم‌ يافته وي بايد ډاکتر او انجينر وي

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "زده‌کړه يوه ډېره اړينه او مهمه مسئله ده، زموږ راتلونکى نسل بايد پوه او تعليم‌ يافته وي بايد ډاکتر او انجينر وي. لکه څنګه چې پوهېږئ له شپږم ټولګي پورته ښونځي د نجونو پر مخ تړل شوي خداى لوى دى چې بېرته پرانيستل شي."

د یادونې ده چې د مساچوسټ امهرسټ پوهنتون څېړونکو وړاندیز کړی چې د بشري حقونو سازمانونه کولی شي له ښځو او نجونو د هغو پلرونو د ملاتړ خپلو په برخه کې کار وکړي، چې پېغلې لوڼې لري.
مقاله د سیاسي علومو د پوهې او د دې تجربې د اصلي څېړونکې پروفیسور چارلي کارپینټر په حواله لیکلي چې د ښځو حقونو ته پاملرنه یوازې لومړی ګام دی، خو نارینه هم باید نه يوازې په افغانستان کې بلکې په ټولو هېوادونو کې د ښځو او نجونو د استازو په توګه عمل وکړي څو وضعیت بدلون ومومي.

په تېرو درېیو کلونو کې یوازې ښځو تل د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپل غږ پورته کړی دی.

خو ولې نارینه د ښځو سره په‌دې مبارزو کې برخه نه اخلي؟

د پوهنتون استاد او د زده‌کړو د برخې فعال فضل‌الهادي وزين وايي، په افغانستان کې له ثانوي زده‌کړو څخه د نجونو محرومیت د دغه هېواد د خلکو لپاره ځورونکې ده او ډېرې کورنۍ د خپلو لوڼو د زده‌کړو د دوام لپاره بهر ته تللې دي.

هغه ازادي راډيو ته وویل، په هېواد کې دننه ډېرو نارینه‌و د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کړې، خو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې په ښکاره لاریونونه نه‌دي کړي.

نوموړی وايي: "خلک نه‌غواړي چې موضوع بيا هم تاوتريخوالي ته ولاړه شي او ستونزې جوړې شي، په ځانګړې توګه دا چې اوسنى حکومت له دا ډول قضيو سره ډېر په سخت دريځۍ سره چلند کوي خو که وضعیت همداسې دوام وکړي ګمان کوم چې د خلکو حوصله به ختمه شي او د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره به نور اقدامات وکړي."

د طالبانو حکومت چې ادعا کوي د دوى په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ټول حقونه خوندي دي، په تېرو درېیو کلونو کې یې له شپږم ټولګي څخه د پورته او په پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بندیز لګولی، د دوى پر کار او نورو ټولنیزو سياسي اقتصادي او کلتوري فعالیتونو يې هم سخت محدوديتونه لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG