د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

امیري: د افغانستان ننګونې د ښځو له ګډونه پرته نه شي حل کېدای


د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې
د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې

د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې وايي، د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات ننګونې د ښځو او مدني ټولنې له ګډون پرته نه شي حل کېدای.

رینا امیري چې د دوحې د درېیمې غونډې له ګډونوالو څخه هم ده د جون په ۲۹مه په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، له درېیو اوونیو راهیسې د افغان میرمنو او بشري حقونو له شبکو سره د هغوی د اندیښنو او وراندیزونو په اړه غږیدلې ده او دا اندېښنې یې تر ۲۰ زیاتو هیوادونو او ملګرو ملتونو سره شریکې کړې دي چې د دوحې په دریمه غونډه کې به هم پرې خبرې وکړي.

اغلې امیري د دوی د وړاندیزونو څو اړین ټکي په ډاګه کړل چې، د افغانستان د راتلونکي په اړه د تصمیم نیولو په فورمونو کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو بشپړ ګډون، بشري حقونه، په خاص ډول د ښځو او نجونو حقونه ته لومړیتوب او په غونډو کې د خپل استازیتوب لپاره هغوی ته ځای ورکول دي.

نوموړې دغه شان ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د هغو تبعیضي احکامو د سمدستي بیرته راګرځولو لپاره چې زده کړې، کار او حرکت ته د ښځو او نجونو لاس رسی محدودوي او همدارنګه د نورو جبري سیاستونو د مخنیوي لپاره پر طالبانو فشار ته دوام ورکړي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه ناسته، نن (د جون په ۳۰مه) د نېږدې ۳۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو او د طالبانو حکومت د پلاوي په حضور پیلیږي.

XS
SM
MD
LG