د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

په چین کې د نجونو او هلکانو له ګډ ښوونځي د طالب سفیر لیدنې او څرګندونو غبرګونونه پارولي


په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي
په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي

په افغانستان کې له زده‌کړو محرومې یو شمېر نجونې په چین کې د طالبانو د سفیر بلال کریمي وروستیو څرګندونو ته په اشارې چې نوموړي ويلي، هغه په چین کې د هلکانو او نجونو د شپې، ورځني یو ګډ ښوونځي د زده‌کړو له سیستم څخه متاثره شوی، وايي چې طالبانو نجونې له زده‌کړو محرومې کړي، خو په نورو هېوادونو کې یې د نجونو او هلکانو د زده‌کړو ستاينه کوي او دا دې دوى لپاره د اندېښنې وړ ده.

د لسم ټولګي یوه زده‌کوونکې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل: "له درېيو کلونو راهيسې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي، پر هغوى ډېر محدوديتونه او بنديزونه لګول شوي، له کار کولو راګرځول شوي، کله چې د دوى د حکومت استازي بل هېواد ته ځي او هلته وايي چې د دوى د زده‌کړو له سيستم څخه متاثره شوي نو باید نجونو ته ښوونځي خلاص کړي څو موږ هم د نورو هېوادونو له نجونو سره سیالي وکړو، که‌نه نو افغان نجونې به په نړۍ کې تر ټولو وروسته پاتې نجونې وي."

یوې بلې زده‌کوونکې لېمې هم ازادي راډیو ته وویل، طالبان باید افغان نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

لېمه وايي: "کله چې د افغانستان استازي بل هېواد ته ځي او د هغوى د ښې راتلونکې هيله کوي، زه وايم چې ولې په افغانستان کې د نجونو لپاره ورته هيله نه کوي، ځکه افغان نجونې د هر څه کولو وړتيا لري."

دا په داسې حال کې ده چې تازه چينايي رسنۍ"سي‌جي‌ټي‌این" په چین کې د طالبانو د سفیر بلال کریمي په ګډون د ډیپلوماټانو یو ویډیويي راپور خپور کړی چې د تبت په سوېل لوېديځ خپلواکه سیمه کې د شپې، ورځني یو ګډ ښوونځي څخه لیدنه کوي.

بلال کریمي "سي‌جي ټي‌این" ته ويلي چې د ښوونځي د سیستماتیک تعلیمي نصاب څخه اغېزمن شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، دا تر ټولو ښه ډول دی چې ده لیدلی او دا د چين هېواد راتلونکې لپاره هیله بخښونکی دی.

د دې ویډیویي راپور په نورو برخو کې د تبت دودیزې نڅا په کولو سره له ډیپلوماټانو ښه راغلاست شوى چې دې هم غبرګونونه راپارولي.

خو د جعلي په نوم طالبانو ته نږدې يوې رسنۍ په خپله ایکسپاڼه لیکلي، بلال کریمي هغه ځای ته نه و تللی چېرې چې د چين هېواد دوديزه نڅا شوې، یوازې د خطاطۍ ټولګي ته تللى.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د دې رسنۍ ليکلى متن پر خپلې ایکسپاڼې بيا ځلي خپور کړى دی.

ارشیف: په فراه کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.
ارشیف: په فراه کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.

خو د پوهنې فعال فضل الهادي وزین ازادي راډیو ته وویل، هیله من دی چې طالبان د نورو هېوادونو په څېر د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه هم مثبت نظر ولري.

نوموړی وايي: "د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل یو نه جبرانېدونکې کړنه ده، هیله ده چې د اسلامي امارت مسوولین لکه څنګه چې د نورو هېوادونو د نجونو د ښوونې او روزنې له سیستم څخه اغېزمن کېږي دغه شان باید د افغان نجونو د زده کړو اړوند مثبت نظر ولري، په لومړي سر کې بايد د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې پرانېزي."

د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د ملګرو ملتونو د یو صندوق "زده‌کړې انتظار نه کوي" د راپور له مخې، چې د ۲۰۲۳م کال په سپټمبر میاشت کې خپور شوى، په افغانستان کې شاوخوا ۸۰سلنه یعنې ۲.۵ میلیونه د زده‌کړو په شرايطو برابرې نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG